Categories

اعلان

Loading…

په ترافیکي پېښه کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند- د کابل- سالنګ په لویه لار نن سهار وختي په ویه ترافیکي پېښه کې ۲۵ تنه مړه او ژوبل شول.

د راپورونو له مخې د پروان ولایت چارواکي وايي چې پېښه سهار په شپږ بجې له یوه باري موټر سره د سپرلیو د موټر د ټکر په نتیجه کې رامنځته شوه.

د پروان ولایت چارواکو وویل چې دا پېښه په جبل السراج ولسوالۍ کې وشوه. د دوی په وینا په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

چارواکي د بېښې وجه د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

د افغانستان پر لویو لارو خونړۍ ترافیکي پېښې کېږي او عموماً د موټر چلوونکو بې پامي او زیات سرعت یې عامل وي.

سالنګ  له پلازمېنې کابل څخه د افغانستان د شمال بدخشان، کندوز، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ته یوازینۍ لار ده او عموماً د ژمي د وارو او راشو له کبله بندېږي.

12 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *