Categories

اعلان

Loading…

په وسله واله حمله کې د ولسي جرګې غړې مریم کوفي ټپي شوه

تاند- په یوه وسله واله نښته کې، چې د کابل په اریا مېنه کې وشوه، د ولسي جرګې غړې مریم کوفي ژوبله شوه.

په دې پېښه کې چې سې شنبه ناوخته وشوه، په ولسي جرګه کې د تخار ولایت استازې اغلې کوفي ژوبله شوې او روغتون ته وړل شوې ده.

تراوسه پورې د دې برید انګېزه او علت نه دی څرګند.

راپورونه وايي چې له پېښې وروسته اغلې کوفي روغتون ته وړل شوې او ډاکتران وايي چې د هغې ژوند له خطره وتلی دی.

دا پېښه په داسي حال کې کېږي چې نن سهار د فواید عامې وزارت یو معین په خیرخانه مېنه کې د وسله والو کسانو له لوري له خپل موټره کښته کړای شو او نامعلوم لور ته بېول شو.

دا بریدونه وروسته له دې کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۱۰ فیصدو نا چڼل شویو رایو پایلې اعلان کړې او ورپسې داسي ګنګوسې خپرې شوې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د انتخاباتو نورې پایلې به له اعلان شویو پایلو سره خورا توبیر ولري.

د عبدالله عبدالله دوو ویندویانو ویلي. که د انتخاباتو پایلې د دوی د کاندید پرخلاف وې وینې به وبهېږي.

412 total views, 3 views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    أين مرد نه بلكه يك نا مرد وحشي وحيوان صفت است كه مرمي تفنك خود رأ بطرف يك زن اند اخت مي كند أزيكه سياست وي مثبت ويا منفي است ما بايد شكر كذار باشيم كه خواهراي هاي ما باي خود رأ در راه سياست كذاشته دوشا ،دوش براد رأي خود خدمت وطن خود مي كند
    جلالزوي ميكويد نفرين به همجو نامردان
    جلالزوي

  2. Mullah Habibllah Reply

    Mr. Jalalzoy,
    How did you become a general? Do you have a crime free background when you claim to be the heir of Afghan Good Politics!

  3. ش. صالیحزی شیکاګو Reply

    ټولو محترمو لوستونکو ته د سلام او احترام په وړاندی کولو سره زما په نظر دغه جنایتکارانه حمله د هر چا او هر ګروپ له طرفه چه شوی وی له افغانیت او انسانیت نه خارج دی مونږ ټول باید د هغو خوندو نه چه په سیاسی اجتماعی ډګر کی خپل وطن ته خدمت کوی ملاتړ او دفاع وکړو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *