Categories

اعلان

Loading…

جوجو (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

سبا /شنبه/د اپریل۱۵مه/ کتایښار په کابل کې د تکړه لیکوال نصیر احمد احمدي د وروستي ناول (جوجو) مخکتنه کوي. تاند د ښاغلي احمدي دا ناول په ۱۰ برخو کې تاسو ته وړاندې کوي. دا یې هم لومړۍ برخه.

—————————————————

لومړ ۍ برخه

*   *   *

څوارلس کلن هلک تندې واخيست، لاس يې وتپاوه، تشه درۍ وه، سترګې يې رڼې کړې، کېناست، له کړکۍ څخه د سپوږمۍ راوتلې رڼا پر بدنۍ لګېدله.

هلک اوبه وڅښلې، بېرته اوږد وغځېد، کړپ شو، تړلې بسترې ته يې وکتل، سترګې يې رډې راوختې، خوله يې چيغې ته خلاصه کړه، نه کېده، زبون يې وهل شوی و.

پر لاسونو يې زور راووست، د ولاړېدو سېکه يې ختلې وه.

تر څنګ يې بسترې ته وکتل، هېڅ هم نه و، يو دم ولاړ شو، په کلا کې زوروره ناره راوګرځېده!

_ادې!!!

 *    *    *

په دهلېز کې ډډ نارينه غږ واورېدل شو:

_يالله، ملا صيب راغی.

ښځو منډه واخيسته، يوې تفدانۍ په پښه ووهله، د بلې د ټکري پيڅکه د بدنۍ په څوښکه کې بنده شوه، ټولې له کوټې ووتې.

دوه تنه راغلل، له عمره پاخه ول، غټې ژېړې لونګۍ يې تړلې وې.

يوه، د پراته هلک لاس ور پورته کړ، يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:

_نبض يې ښه دی.

 لاس يې پرېښود، د هلک مخ ته يې وکتل، ورو يې وويل:

_ملک صيب! ماته خو د وېرې علامه ښکاري، شونډه يې وتلې  ده.

ملک پراته هلک ته کتل….

سړي وويل:

_له څه وخته راهيسې همداسې بېحاله دی؟

ملک ټوخي واخيست، کڅوړنې سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، په زحمت يې وويل:

_بس! نيمه شپه يې چېغه کړه! ورغلو، په مټ کې يې تر چوترې ځان را رسولی و.

سړي د سدرۍ (واسکټ) له جېبه قلم را وايست، کوچني چوکاټونه يې وليکل، کاغذ يې ملک ته ونيو!

_د پېريانو علامه ده، خو ته پکر مه خرابوه، دا تاويذ په اوو سرو ټوټو کې ونغاړئ، هلک ته يې ور په غاړه کړئ، خدای به کوي، تاويذ به کوي، د انس و جنس له شره به په امن وي.

ملک کاغذ ور واخيست، ملا ته يې د شلو افغانيو لوټ ونيو، دواړه له کوټې ووتل.

*   *   *

هلک په دوهم سهار سترګې رڼې کړې، د جارو غږ يو دم ودرېد، يوې پېغلې منډه واخيسته، له چوترې چېغه راغله:

_ملک لالا، تواب په سد راغی!

کوټه له وړو زړو ډکه شوه، ملک او دوه نور نارينه تواب ته نږدې کېناستل، ښځې له وره سره ولاړې وې.

تواب په وېره يوې بلې خواته کتل…

ملک د هغه لاس ور پورته کړ، په خپل ټتر پورې يې ټينګ ونيو، په خوند يې وويل:

_توابه زويه! زه يم، ملک لالا دې.

ويې ټوخل، يوې ښځې په بيړه توفدانۍ ورته ونېوله.

هلک هماغسې وارخطا سترګې رغړولې.

ملک په زوټه وويل:

_بلا ! وه بلا!

 يوه ډنګره ښځه رامخته شوه، خړ ټکری يې پر مخ ور کش کړ، غلې ودرېده:

_څه وايې ملک لالا ؟

_زوی ته دې شېدې راوړه.

ښځه په بيړه له کوټې ووته.

ملک، تواب تر غومبري کش کړ، يو دم يې وخندل:

_اه! د ملک لمسی او دومره وېره. زړور اوسه، زه، پلار او تره دې، ټول دلته يو.

هلک هماغسې سترګې رغړولې.

ښځينه وارخطا غږ واورېدل شو:

_هه! دا دی!

ملک له شيدو ډک ګيلاس ور واخيست، د تواب خولې ته يې ور ووړ، هلک مخ واړاوه.

ملک وويل:

_وڅښه!

تواب ور ونه کتل.

ملک په عمر پاخه ځوان ته مخ ور واړاوه، ورو يې وويل:

_باتوره زويه! يوازې به يې پرېږدو.

درې نارينه ولاړ شول.

ملک ناره کړه:

_بلا، وه بلا!

ښځې په رېږدېدلي غږ وويل:

_څه وايي ملک لالا!

_په کړاسي ( هلک ) پام کوه!

د ښځې د ټکري پيڅکې لړزېدلې.

ټول له کوټې ووتل، ښځې په بيړه دروازه پورې کړه، ورغله، د هلک سر يې په غېږ کې ونيو، په چيغو چيغو يې وژړل…
تواب وويل:

_ادې، اوس ښه يم.

ښځې د خپل زوی پر تندي شونډې کېښودې. په ژړا کې يې وويل:

_زما خو دې لړمون خوړين که.

وروسته يو دم ولاړه شوه، له خړ دېواله يې يو چوکاټ شوی عکس را بېل کړ، په عکس کې يوه نوراني بوډا اوږده، سپينه ږيره نيولې وه، پر دواړو اوږو يې کوترې ناستې وې، پر غاړه يې شنې، زرغونې مرۍ را ځړېدلې . ښځې عکس ښکل کړ، د هلک پر ټټر پورې يې وموښه، له ځان سره يې وويل:

يا غوث الاعظمه! را رسېږه.

بيا يې ګيلاس ور واخيست، د زوی خولې ته يې ورنږدې کړ، هغه دوه، درې غوړپه شيدې وڅښلې، ورو يې وويل:

_ادې! اجبه بلا مې وليده.

ښځې په حيرانۍ ورته کتل:

تواب وويل:

_يوه لوېشت، ژوندی شی پر بسترې ناست و، د پلاستيک غوندې روڼ برېښېده، لاسونو او پښو يې درې، درې ګوتې درلودې، يوه سترګه يې وه، هغه هم په تندي کې.

ښځې د هلک پر بغور شونډې کېښودې، ورو يې وويل:

_اه ! زويه! ځينې خوبونه درانه وي.

د تواب تندی تريو شو:

_په کوران که درواغ درته وايم، په خپله مې وليد، د انګورو د پاڼو غوندې غوږونه يې وو.

ښځه ورو ولاړه شوه، عکس يې په احتياط را وځړاوه، ويې ويل:

_ځم چې غوړ پاستی درته راوړم.

*   *   *

توپ باغ ته واوښت، هلکان دېوال ته غلي کېناستل، يوه وويل:

_دا د توپ بازۍ له پاره ښه ځای نه دی، تېره ورځ هم همدا کانه راباندې وشوه، له باغوانه په منډه را خلاص شوو.

بل په خبره کې ورولوېد:

_تا توپ تر دېوال واړاوه، ته به يې را اخلې.

_نه.

ټول غلي شول.

يوه وويل:

_تواب ته څه نه وايي، باغوان، له ملک کاکا سترګه کوي.

تواب د مکتب بکس دېوال ته ودراوه، يو هلک په بيړه ولاړ شو، د دواړو لاسونو ګوتې يې سره ور وستې، تواب پښه پرې کېښوده، غبرګ لاسونه يې د پخڅې سر ته ورسېدل، پښې ته يې زور ورکړ، له پورته مړې لوټې راولوېدې، درب شو، تواب په باغ کې و.

 غلی کېناست، مخامخ يې وکتل، د مڼو ګنې ونې ولاړې وې.

مخکې لاړ، اوږه يې د يوې ونې څانګې ته سيخه شوه، لاندې، په شنه رشقه کې څو نيمخامه مڼې ولوېدې.

پرېووت، سپينه جنت کوکۍ ) پتنګ) والوته، د رشقې شنې پاڼې يې سترګو ته ودرېدې، سر يې پورته کړ، د ونو تر سپېرو تنو ور هاخوا د چنار له لښتو جوړه ځاله ښکارېده.

په بيړه يې شاوخوا وکتل، د توپ درک نه و.

کيڼ لاس ته تاو شو، کوهي ته يې وکتل، توپ د اوبو د را ايستلو ماشين  ته نږدې پروت و.

ځير شو، کوهي ته د کوزېدو زينه ماته وه.

تواب يوه شېبه ودرېد، بېرته يې د دېوال خواته مخه کړه، درب شو، توپ يې پښو ته ولوېد.

تواب چيغه کړه، مخامخ پر دېوال ورغی، ټوپ يې کړل، لاسونه يې د دېوال سر ته ورسېدل، بېرته شاپه تخته پرېووت، يوه لويه لوټه راغله، ځان يې څنګ ته کړ، لوټه باد باد شوه.

باغوان ناره کړه!

_څوک يې؟

تواب د باغ د دروازې خواته منډه ور واخيسته، له مچلوغزې وار شوې ډبره يې تر غوږ تېره شوه، هلک ښوی له باغه ووت.

کور ته راغی، مور يې مخې ته ورغله، خو يو دم ځای پر ځای ودرېد، په چوتره کې ملک ناست و.

تواب کوټې ته لاړ، زړه يې خولې ته راغی، توپ کټ ته نږدې پروت و.

د هلک تبه شوه، پلار يې ډاکټر ته بوت، ماسختن له خويندو سره پرېووت.

سهار يې سترګې ورغړولې، سترګې يې رډې راوختې، په غاب کې مالټې پرتې وې.

کړپ شو، هلک پر خپل سر کمپله ور کش کړه، د کمپلې تر چولې يې ور وکتل، له سپينو خيرنو پايڅو تورې ډنګرې  پښې راوتلې وې. ژر يې مخ لوڅ کړ، مور يې په کاچوغه کې دوا اچوله.

تواب په بيړه وويل:

_مالټې.

غولي ته يې وکتل، هېڅ هم نه و.

ښځې وويل:

_تر تا مې ځار کې، مالټو ته دې زړه شوی؟

د تواب سترګې رډې راختلې وې.

ښځې د هغه پر تندي لاس کېښود، ورو يې وويل:

 _په دې څوړموني (پسرلي) کې مالټې له کومه شوې.

تواب غولي ته کتل. بيا يې دوا وخوړه، غلی پرېووت.

ساعت وروسته ولاړ شو، په چوتره کې يې نيکه د چيلم نلکۍ خولې ته نيولې وه، بوډا يو دم وخندل، له خولې يې سپين لوګی راووت، هلک يې تر لاس کش کړ، پر ځنګانه يې کېناوه، په خوند يې وويل:

_اوس لکه چې ښه يې؟

تواب خپل نيکه ته وکتل، لا يې پر شونډو له پرتو سپينو برېتو څخه خړ لوګۍ راووت.

تواب ورو وويل:

_ځم، له هلکانو مې د مکتب بکس راوړم.

ملک يودم چيغه کړه:

_بلا، وه بلا!

ښځه په بيړه راغله.

بوډا ټوخي واخيست، په زحمت يې وويل:

_بکس راوړه.

ښځه کوټې ته ننوته.

بوډا وخندل:

_بکس دې د عطاګي زوی راووړ، ويل يې چې په خاورو کې درنه پاتې و.

تواب غلی و.

بوډا وويل:

_له چا سره خو به دي نه و ي خوړلي؟

هلک د (نه) په بڼه سر وښوراوه.

ښځې وويل:

_هه!

تواب ور وکتل، مور يې بکس ورته نيولی و.

ورو ولاړ شو.

بوډا وخندل:

_چېرته؟

_ځم، کورنۍ وظيفه مې نه ده ليکلې.

تواب کوټې ته لاړ، کتابچه يې را واړوله، سترګې يې رډې راوختې، ورکړل شويو پوښتنو ته سم ځوابونه ليکل شوي ول.

بله کتابچه يې وکته. سوالونه حل وو.

ځان يې په کمپله کې ونغاړه، غلی کېناست.

قلم وخوځېد، تواب په راوتلو رډو سترګو ورته کتل. د کتابچې پاڼه واړول شوه، قلم وليکل:

_له ما مه وېرېږه.

تواب دېوال ته ور وښويېد.

قلم وليکل:

_مرسته غواړم!

هلک په ماته ګوډه ژبه وويل:

_ته، ته، څوک يې؟

وليکل شول:

_د يوه ليرې ستوري اوسېدونکی.

هلک لړزې اخيستی و.

قلم وليکل:

_زړه دې غټ ونيسه.

پر کتابچې لنډه رڼا راوګرځېده، رڼا د بوړبوکۍ غوندې پر خپل ځان را تاو شوه، يوه لوېشت ژوندی موجود ولاړ و.

موجود وويل:

_ماته جُوجُو ويلی شې.

تواب خپل ځنګنونه پر ټټر پورې ټينګ نيولي وو.

د جُوجُو د مردکۍ غوندې شنه سترګه وځلېده، په خوند يې وويل:

_هله نو، ډارن هلکان مې نه خوښېږي.

تواب غلی و.

د چرګې کوټ کوټ ته ورته غږ پورته شو:

_کوټ، کوټ، کوټ…

جُوجُو وويل:

_دا زموږ خندا ده.

غلی شو، په خوله کې يې د دواړو لاسونو نرۍ ګوتې ننه ايستې، خوله يې دواړو خواوو ته تر غوږو پرې شوه. په جدي انداز يې وپوښتل:

_ښه ښکارم؟

هلک په وېره ورته کتل:

جُوجُو وويل:

_سمه ده، که دې خوښه نه وي، نو زه درنه ځم، هيله لرم چې تر تا زړور انسان پيدا کړم.

يودم ورک شو.

تواب په بيړه له کوټې ووت، په چوتره کې ودرېد، نيکه يې په تېره بياتي د پزې وېښته اخيستل.

کلا ته يې وکتل، پلار يې د تراکتور په ماشين کې ګوتې وهلې.

بېرته کوټې ته لاړ.

غلی کېناست.

غږ يې واورېد:

_تراکتور نه شي جوړولای.

تواب سترګې ورغړولې، هېڅ هم نه و.

په رېږدېدلې غږ يې وويل:

_تا خراب کړی دی؟

سپينه رڼا پر خپل ځای را تاوه شوه، جُوجُو نری سيم پر غولي کېښود.

هلک په وېره وويل:

_ته ولې داسې کوې؟

جُوجُو پر غولي پروت توپ ته پښه ور وغځوله، درب شو، د لاټين نرۍ شيشه لاندې را تويه شوه.

تواب چيغه کړه!

_له دې ځايه ورک شه.

 جُوجُو وخندل:

کوټ کوټ کوت…

هلک پيالې ته لاس کړ، پياله سيخه پر جُوجُو ورغله، د جُوجُو بدن دوه نيمه شو، يوه برخه يې تر پيالې پورته پاتې شوه او بله هم لاندې. بېرته يې د بدن دواړه ټوټې سره ورغلې، خندا يې زور ونيو:

کوټ، کوټ ، کوټ ….

تواب ودرېد، د کوټې دروازه په خپله پورې شوه.

 جُوجُو وويل:

_تاوان مې نه خوښيږي، خو په يوه شرط، مرسته راسره وکړه!

ماتې کوکۍ (د ښيښې ټوټې) ټولې شوې، څراغ ودرېد، جوړه شيشه ور ولوېده.

تواب جُوجُو ته وکتل، نه جُوجُو و او نه هم نری سيم. ، له سرايه د تراکتور د چالانېدو غږ راغی. بېرته سپينه رڼا پر ځان را وګرځېده، جُوجُو وويل:

_ستاسو په حساب پوره دوې مياشتې دلته وم، ته مې څارلې، تر نورو زړور راته واېسېدلې.

تواب په رېږدېدلي غږ وويل:

_څه مرسته؟

جُوجُو پر خړ دېوال لاس تېر کړ، د کمپيوټر د سکرين غوندې لويه پرده راغله، عکس و، د جُوجُو غوندې موجود ښکارېده، خو تر جُوجُو په ونه لوړ و، نيم ګز، يا تر دې يو څه ډېر.

جُوجُو وويل:

_دا زموږ د مکتب مدير دی، په عکس کې دومره بد نه ښکاري، خو له نږدې يې مه ووينې، زړه به دې وچوي. بس، که په درس کې بې خونده وې، نو د غږ په ماشين کې دې اچوي.

جُوجُو غلی شو، يو دم يې وخندل:

_کوټ، کوټ ، کوټ…

تاسو په مکتب کې لښتې خورئ، خو موږ درد نه احساسوو، د جزا له پاره مو په يوه ماشين کې ږدي، د غږ ماشين ورته وايي، اواز يې لوی عذاب دی، بنيادم يې د اورېدو تاب نه لري.

جُوجُو يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:

_اصلي خبره پاتې شوه، زه بايد پنځم صنف ته لاړ شم، د کاميابۍ يو شرط دا دی چې د نورو ستورو د اوسېدونکو په اړه به تحقيق کوم. ملګري مې په کايناتو کې سره تيت شول، ما هم ځمکه ومونده، لومړی ايران ته لاړم، د مکتب يوه زده کونکي ته مې ځان ور وښود، زړه يې ودرېد. بيا مې ستاسو وطن ته مخه کړه، دا کلی مې وموند، خو که ته هم مرسته راسره ونه کړې، نو مجبور يم چې بل ځای پسې وګورم.

تواب په حيرانی ورته کتل.

جُوجُو پر دېوال لاس تېر کړ، سکرين ورک شو.

ويې ويل:

_ (نه) مه راته وايه.

تواب غلی و.

جُوجُو وويل:

_دوې ورځې په مکتب کې درسره وم، اوف، دې ته نو درس نه شو ويلای. ماشومانو يوازې کاغذي طيارې جوړولې، د معلمانو له خولو د چايو پيالې نه ليرې کېدې، خو موږ داسې نه يو، زحمت باسو، ستاسو په حساب په پنځوس کاله کې ايله پينځم صنف ته راورسېدم.

تواب په حيرانی ورته کتل.

جُوجُو وويل:

_ستاسو پنځوس ورځې، زموږ يوه ورځ ده، زموږ ټول کال، سل ورځې وي.

يودم يې وخندل:

_ پوښتنه دې ونه کړه چې څنګه؟

تواب غلی و…

_خير، زه به درته ووايم، زموږ ستوری تر ځمکې سل ځله لوی دی، خو کوچنۍ لمر لرو، ځکه مو ستاسو په حساب، ستوری په پنځوسو ورځو کې يو ځل پر خپل محور راګرځي.

تواب ورو وويل:

_نوته څو کلن يې؟

په خپل حساب لس کلن، خو ستاسو په حساب سلو ته رسېږم.

_نو تاسو څو کاله عمر کوئ؟

موږ ناروغي نه لرو، هر يو مو سل کاله چې ستاسو زر کاله کېږي، عمر کوي.

_اوبيا؟

_چې وخت مو پوره شو، په خپله اور اخلو.

_نو زه څه مرسته درسره کولای شم؟

_بس، ډېر دې نه پاذابوم، کله کله مالومات راکوه! اوس بايد لاړ شم، ماخستن  راځم، خو ګوره، په خپله کوټه کې به يوازې يې.

جُوجُو ورک شو.

دوهمه برخه راتلونکې دوشنبه خپرېږي

55 total views, 1 views today

4 comments

  1. ګنډېری Reply

    ښه د پي ټي وي د ۹۰ مو کلونو ډرامه مو ترې جوړه کړه چې راتلونکې اونۍ به خپرېږي. داسې کار وکړئ چې هغه کتابونه چې مینه وال لري د هغو له پاره یو پی پال اکاونټ جوړ کړئ زه خو وایم چې د نصیراحمد د کتابونو پیسې ورکوونکي مینه وال له سلو نه اوړي، نو که همدا کتاب ټول موجود وای او اوس د مثال په توګه په پنځه ډالر خرڅېدای ما همدا اوس د پی پال له لارې پیسې درلېږلې چې په مقابل کې یې تاسو کولی شوای چې ماته د کتاب پي ډي اېف بڼه راولېږئ، او که یو څوک د کتاب اصلي بڼه غواړي د مثال په توګه په شل ډالر. یو خو به مو خلک له خیراتي خوړو نه لږ لږ راوځي او بل به د لیکوال له پاره یو څه جوړ شي.

  2. اند Reply

    تر څو چې دا وړی شړی کېږي زما زړه به خوړین شي.
    هرې برخې ته به زه یوه اوونۍ صبر کوم.
    د ګنډیري وړاندیز ډېر پر ځای دی، په پې پال کې یو اکاونټ جوړ کړئ
    احمدي صیب وایم د هر توري د خدای اجرونه درکړي..

  3. ملیار حکمت الله Reply

    اسلام و علیکم و رحمت الله!
    ورور مې محمد عیسی جانان د جوجو د خپراوي زیری راباندې وکړ او څو کرښې یې راته ولوستلې. زښت ډیر یې وستایه او د پښتو ژبې ناول برخې شهکار یې وباله. زما هم ډیره تلوسه وه. حیران وم چې څه وخت به یې ولولم، په انترنت کې مې ډیر ولتوه خو ومه نه مونده. دادی له نیکه مرغه تاندوالو پښتو ژبې ته د چوپړ په لړ کې ددې ناول برخې په کرښه کړې او زما هیله یې راته پوره کړه. له تاندوالو ډیره مننه او کله مې چې ناول بشپړ ولوست نو په خپل مات ګوډ قلم به خپل نظر هم تاند کې پرې ولیکم. ورور مې چې شاعر او د فلم او ډرامو لوبغاړی هم دی داسې وايي چې لیکوال دا ناول په دومره قوت لیکلی چې د یوه پښتو سریال د جوړولو لپاره پوره جوګه ناول دی او د سریال جوړوونکي سره یې تر ډیره بریده د صحنو په جوړولو کې مرسته کړې ده. هیله لرم چې د پښتو سینما کارکوونکي همت وکړي او دا ناول د سریال په بڼه وړاندې کړي. د تاندوالو او د ښاغلي احمدي صایب د نورو بریاوو په هیله.

  4. هما احمدی Reply

    سلامونه

    ډیره ښه ناول وه، دوهمې برخې ته سترګې په لار یو. زه غواړم چې ستاسو دا ناول هم ستاسو په نامه چاپ کړم. اجازه خو مې د نورو کیسو اخیستې ده. که ستاسو په یاد وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *