Categories

اعلان

Loading…

د کابل ادبي بنډار د شپږویشتمې غونډې راپور

راپور: خورشید احمد فطرت

د وري د میاشتې دوه ویشتمه نېټه چې د جمعې له مبارکې ورځې سره برابره وه کابل ادبي بنډار خپله پسرلنۍ غونډه وکړه.

د کابل ادبي بنډار شپږویشتمه غونډه د پسرلنۍ  مشاعرې لپاره ځانګړې شوې وه.

د غوندې مشر امین الله عادل او مېلمانه یې حمید الله ستانکزی او سیف الرحمن سلیمي ؤ د ستیج چارې د معمول سره سم د وحید الله اوریاخېل له خوا په مخ وړل کېدې.

غونډه لومړی د مجیب الرحمن محمودي له خوا د الهي قانون په مبارکو آیتونو سره پیل شوه ورپسې خورشید احمد فطرت د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ.

له راپور ورسته د وړې او ماشومې خور ملالۍ وقار له خوا د افغانستان په ملي سرود سره مشاعره پيل شوه چې ګڼ شمېر د شعر مینوالو او شاعرانو پکې خواږه پسرلني شعرونه ولوستل.

د غونډې په پای کې د غونډې مشر امین الله عادل غونډه و ارزوله او یادونه یې وکړه چې د کابل ادبي بنډار غونډې او پرمختګونه دستایلو او یادولو وړ دي او د کابل ادبي بنډار غوندې یې د نوي نسل لپاره ډېرې موثرې واقع کېدونکې وبللې او همدارنګه یې د کابل ادبي بنډار غړو او ګډونوالو ته یې د زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.

له عادل وروسته دغونډې مېلمه حمید الله ستانکزي هم د کابل ادبي د غونډو ستاینه وکړه او د کابل ادبي غړو ته یې د لا بریالیتوبونو هیله وکړه.

د غونډې په پای کې وپتیل شوه چې په راتلونکې غونډه کې چې دوې اونۍ ورسته به په خپل وخت سره جوړیږي شفیع الله سمون خپل شعر د کره کتنې لپاره وړاندې کوي غونډه د یوې لنډې دوعا په کولو سره پای ته ورسېده.

7 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *