Categories

اعلان

Loading…

د مینې جنسیت / محمد انور وفا سمندر

بې جنسیته مینه
افغان ادبي بهیر اونیزې غونډې پای کې یې د غونډې د رییس په توګه دریځ ته ور وبللم.
ذهن، لاس کې توره کړې کاغذ پاڼه او زړه؛ دا هر یو بېل بېل غږېدل، چې څه باید ووایم؟؟؟
اخر له اکاډمیک بیان څخه تېر شوم او ځان سره، زړه سره، خپل نه پېژندلي روح سره بېسواده پاتې شوم. دلته وه، چې مینه ساده په لاس راغله.

مینه له ځانه پېلېږي. د هر چا مینه له ځانه یې پېلېږي. خو موږ یې انعکاسات په خپله خواوشا کې وینو، ځکه بل راته «میېن» جوړ شي، «میېنه» جوړه شي او داسې دنیا راته مینه جوړه شي.

ځکه موږ ترخو ترخو سړو ته د «لیلي او مجنون فلم» لیدل له تور چای او تورې ګوړې سره خوند را کوي!
زموږ مینه خوښېږي، په مینه پسې مړه یو؛ خو شرمېږو! مینه راته ننګ او شرم ګرځېدلې.
شرم د عادي ذهن کوډې دي، چې زموږ زړه یې په کې بند کړی. ځکه پناه عشقي فلمو یا کیسو یا د نورو خاطرو ته ور وړو.

اه! د بهیر د غونډې کیسه را نه پاتې شوه:

اوس نو فقط «مینه» را سره وه. خو د ذهن او حواسو له لارې ددغې ناآشنا سرچینې د بهولو لپاره یو څه تمرین او فضا جوړولو ته اړتیا وه. اخر تور چای او ګوړه، او لیلي مجنوی، یا تایتانیک او رومیو او ژولیت زه هم داسې خوړلې او کلونه کلونه ځان سره ساتلی یم. نه پوهېږم که منظومه «ادمخان او درخانۍ» نه وای، زه به څه مهال په «مینه» راویښېدم.
پر دې عادت هم چې ور تېر شوم؛ نو د پامیر سینما په څوارلس منزله کې، کتاب ښار په وړوکې کنفرانس خونه کې راز راز څېرو، راز راز نومونو، راز راز زړونو، راز راز فکرونو، راز راز بختونو ته متوجه شوم. ځوان بهیروال، په دغه را چاپېر مستطیل کې نېږدې، نېږدې را چاپېر وه. تا به وېل، چې ټول- ښایي زه هم- له خپل مینه ګر ځانه ناخبر پټ مینه ګر دي.

هغوی د مینې ساکتې او خاموشې نارې سورې وې. هغوی جلاجلا خو ناخبره مینه ګر وه، هغوی نا آشنا سرنوشتونه وه. هغوی له مینو ډک ډک خو چوپ چوپ اوسېدل.

اخر زموږ ټبر ته خو مینه شرم دی. مینه زنانه لوبه ده. مینه ښځو پسې کتل دي، ښځو پسې د زړه الوتل دي، او ښځو سره مینه ګر کېدل دي او مینه ښځينه کېدل دي.
په ښځو ځکه شرمېږو، چې ښایي ښځه موږ مینه ګر کوي. ښځې زموږ پ
ټه مینه را لوڅوي، ځکه یې پټې ساتو، چې ښایي هغوی د مینې له اورلنې تومنې ډکې دي.

ښايي هغوی ته په کتلو سره زموږ زړونه مینه ګر را ویښېږي.

ښايي زړونه له مینې ډک وي؛ خو ویده مینه به څنګه حس شي!؟

نه شول مې کولای دلته بهیر کې پر چا معلمي وکړم، اخر داسې ورته ګډ شوم:

مینه یوه ده. پوره ده. فقط مینه ده ځکه نو پوره مینه بې جنسه ده.

ما د پلار او مور مینه له بچو سره را واخیسته او ومې وېل: مینه بې جنسه ده؛ لکه له اولادونو سره د پلار او مور مینه چې بې جنسه ده او برعکس یې، له پلار او مور سره د اولادو مینه هم بې جنسه او جنسیته ده! مینه یوه ده. خالصه ده. سوچه او خدایي ده. نه نر لري نه ښځه. وګورئ، د میندو پلرونو او اولادونو د مینې جنس یا جنسیت چېرې دی؟
مینه په اصل کې، په خپله الهي او معنوي سرچینه کې بې جنسه ده، لکه «هغه» چې بې جنسه او جنسیت ده.
هغه مینه کوي، ځکه ژوند بې پیسو زموږ په رګو او زړونو کې منډې وهي. هغه فقط مینه کوي، ځکه هستي شته. د روح دلیل یوازې او یوازې د هغه بې قیده او شرطه مینه ده. دا د هغه د زړه له دریابه بې پیسو سودا ده، ځکه ټول خلقت، ټوله هستي، ټول ژوند، ټوله ځمکه د هغه سپېڅلې ناره او د ابدي شعر څپه ده.
کاش د ذهنونو پر ځای زړونه را په کې پاچایان وای. کاش زړونو سره خبرې کولای، بیا د مینې لپاره زما ددغو تعریفونو بازار بیکاره کېده: اوس به د تعریفونو په زور په خپلو شکاکو ذهنونو فشار راوړ او مینې ته به په یو ډول لاره ورکوو، چې په ټول وجود مو ښکار کړي.
څه ووایم؛ ښایي دا چې: ژوند، الهي مینه ګر رود دی، چې د هستۍ په زره زره کې ځغلي، حرکت راولي، رنګ جوړوي، عطر خوروي، او هستۍ ته وحدت او یو والی ورکوی. مینه د ټولې هستۍ ګډ نوم دی.

حقیقت داسې موندلی، لیدلای، پوهېدلای او درلودلای شو.

مینه په فردي ژوند کې پرته ده. فرد مینه ده، مینه ګر دی او مینه فقط د فرد الهی سرنوشت دی.
اوس نو «ځان» سره وم. نور نو ماته د خپل وجود له متن څخه پرته هېڅ شی، نېږدې او حقیقي نه برېښېدل او پرته له مینې هیڅ نه را په کې غږېدل، پرته له مینه بل هېڅ نه را کې ځایدل.

مینه پوره ده. یوه ده. او تر هر نومه ساده ده.

مینه د ټولو ادبیاتو کلمه ده. مینه د حقیقت ننداره ده. ځکه حقیقت شخصي دی. ځکه حقیقت لوی دی. ځکه حقیقت نه لیدل کېږي، ځکه حقیقت پسې ټول ذهنی مکتبونه او مکتوبونه سرګردانه دي!

دا د قطبونو دنیا
ځمکه، مادي واقعیت، فزیکي هستۍ او قطبونو جوړه کړې.
زموږ په دې واقعي نړۍ کې هرڅه خپل مخالف لوری لري.

سپین ته تور ولاړ دی، رڼا ته تیاره پټه ده.

غرونو ته درو خولې خلاصې کړي. او ښه په بدو ککړ دي.

مثبت ته منفي لاره نیولې. او مینه د کرکۍ په جېل کې خوب وړې.

دا له وهمونو ډکه پوهه د بشر په ټول تمدن حکومت کوي.

موږ «ښه» یو، خو «بد» مو هم پر ځان ور زیات کړي.
ژوند خوږ دی، خو زموږ ذایقه مرچ او مصاله غواړي.

موږ خپل اصل خوشې کړی، په کم اصل «ځان» ورانۍ کوو او خپلې ورانۍ د تاریخ په موزیم کې، د اوږدو زمانو لپاره نندارې او د نورو تقلید ته ودروو.
موږ «یو» وو. دوه دوه شو. له موږ خپل اصل ورک دی. یو چې نیم شي؛ بیا نو نشته!
اصل هغه وي، چې نه د چا زوی وي او نه پلار وي. نه د نن وي او نه د پرون وي. نه مري او نه ژوند کوي. اصل فقط «شته»!
اصل فقط «اوسي». اصل هماغه یوازینی حقیقت دی. اصل له دې دوه ګونو څېرو آزاد دی. اصل پوره دی، په نیم نه قانع کېږي، په نیم کې بیا هم نیم پاتې کېږي؛ ځکه به دغه «نیم ځان» بیا بیا زېږېږي او بیا بیا به نیم نیم مري؛ ترڅو خپله نیمه برخه په ځان کې پیدا کړي؛ همدا یې «ځان» دی. همدا ځانپېژندنه ده!
دنیا نیمه او نیمګړۍ ده، نیمه ده؛ ځکه نیمګړې ده!
سرنوشت مو پوره کېدل دي. یو کېدل دي. «یو» را وېښېدل دي. د ژوند آزمېښت همدې لپاره دی. د ژوند کیسه همدې مقصد لپاره د حروفو کر او لو کوي او بیا بیا یې کوي.

ځمکه د «نیم» شوی ځان د پوره کېدلو مدرسه ده. موږ راغلي یو، چې خپله نیمه ورکه برخه بیا ومومو. حقیقت ځکه تعریفو، چې حقیقت نه لرو. حقیقت چې وي، تعریف او بیان نه غواړي. حقیقت هماغه د ژوند پوره حالت دی. او پوره حالت هماغه زموږ «خپل» حالت دی. دې حالت کې د اوسېدلو لپاره باید پوره بیه ورکړو. بې قید او شرطه بیه ورکړو او هرڅه ورکړو.

د هرڅه ورکولو لپاره مجنون زړه په کار دی. ادمخان او درخانۍ زړه په کار دی، شیرینو او مومن خان زړه په کار دی، صاحب جماله او…زړه په کار دی.

شیرینو په مومن خان شیرینو شوې، او درخانۍ په ادمخان او رومیو په ژولیت؛ ځکه مینه په نیمه برخه نه کېږي. نیمه مینه، ځان سره نیمه کرکه تړي او کرکه دومره وږې ده، چې حتا مینه خوري، په تېره بیا چې مینه نیمه وي. ځکه شیرینو او رومیو او شیرین او فرهاد بې شرمه کېږي. څوک چې په مینه کې پوره وي، بیا نه شرمېږي. وګورئ، ادمخان او فرهاد خان، مجنون خان او ژولیت ګله دومره سپین سترګي مینه ګر وه.
دا بې قیده او شرطه مینې زور دی.
بې قید او شرطه مینه له هر راز تنقید ازاده ده. دا مینه هیڅ نه غواړي، فقط غواړي ځان په هر یوه وخوري، خو بیا هم د ټول عالم ځواب پاتې شي. مینه چې د ذهني نفسانیاتو له دوړو پاکه شي، بیا دومره جهانګیره کېږي.
«بشریت» د میلیاردونو نوم دی. خو دغه میلیاردونه لا مینې ته نه دي زړه ور شوي. مینه ګر فرد او وګړی زړور دی خو بې مینې بشریت لا زړور نه دی. خام دی، خادم دی او ځان په جګړو، بندیخانو او پټو دسیسو ساتي.
خو فرد ځانته دی. فرد یا وګړی خپل جهان دی. هغه له مینې پېدا شوی، مینه یې ذات او جنس دی. مینه یوازې ده. یوه ده. څوک نه لري. پولې او سرحدونه نه لري، کور او قصر، کلی او سنګر نه لري. مینه پرته له خدایه بل هېڅ نه لري. او داسې مینه یو مخ زور ده، ځواک ده، او په هر لیونتوب پوره ده.
دا مینه نه په اور پښه نیسي، نه په سیند او نه مار او ښامار او نه په شرم او ګناه!
دا مینه تر پایه زړوره ده. هېڅ قانون هغه نشي بندنولای، هیڅ پاچا یې نشي په غلامۍ نیولای، هیڅ مرګ یې نشي وژلای، هیڅ ژوند یې نشي محدودولای، هیڅ زمانه یې نشي ځان سره ساتلای.

دا ټوله مینه ده او پوره مینه ده او په هیڅ تاوان نه ده بنده.

هغه روانه ده، په باد سپرده ده، په سیندونو کې څپې وهي، د زاڼو په امېلونو کې نارې وهي.
هغه فقط مینه ده. غواړي دا ټول ژوند، یوه یوه اروا د ځان په رنګ کړي. هره اروا مینه ګره شي
او هغه وخت دی، چې د هسک او ټیټ ترمینځ د ګټې او شهرت عقل جوړه کړې پرده لوېږي.

ټوله هستي، ټول ژوند او هرڅه بربنډېږي او بیا ټوله مینه لیدل کېږي، او هرڅه د مینه ګرې اګاهۍ د تجلۍ میدانونه ګرځي.

دا ډول مینه، نه ټنګه غواړي، نه برده ګي…هیڅ نه غواړي، فقط مینه کوي، مینه ورکوي او ټوله ورکوي، اندازه او حد نه پېژني.

«هغه» ټوله مینه کوي، او دا ټوله مینه ده، دا فاتحانه مینه ده.
د ښځو په وړاندې زموږ شرمګر دریځ، زموږ مینه مونثه معرفي کوي. ښځې زموږ هیندارې دي. نه غواړو بل مو داسې بربنډ او په حقیقي حالت وویني. ځکه ښځه حلالېږي، څاه کې اچول کېږي، او مینه هماسې زموږ د ځږن او ډبل مذکر غرور څټ ته خامه، سوچه او بې تجربې پاتې کېږي.

موږ خپل شرمونه په ښځو کې وژنو. دا مذکر بغاوت دی.

38 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *