Categories

اعلان

Loading…

حمید ګل وايي: بېنظیر راته وویل چې جلال اباد ونیسئ

تاند- د پاکستان د آی ایس آی پخوانی مشر متقاعد جنرال حمید ګل په یوه تازه مرکه کې د یو شمېر اعترافونو ترڅنګ د افغانستان د راتلونکې په اړه وړاندوینې کړي دي.

ده د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته په مرکه کې وویل:« په ۱۹۸۹ میلادي کال بېنظیر بوټو راته وویل چې جلال اباد ونیسئ خو ما ورته وویل چې دا زموږ پالیسي نه ده، موږ پر کابل یوازې فشار راوړو.»

حمید ګل، چې د افغانانو په منځ کې ډېر بد نام دی، دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان د پوخ د هماغه وخت لوی درستیز اسلم بېک اعتراف وکړ چې بېنظیر بوټو د پاکستان پوځ ته ویلي و چې جلال اباد ونیسي او د پاکستان بیرغ پکې نصب کړي.

حمید ګل په دې مرکه کې، چې پاکستاني ورځپاڼو خپره کړې ده، د افغانستان په اړه وویل:« د افغانستان ټولې ډلې به په خپل منځ کې یووالی راولي، د افغانستان له انتخاباتو وروسته که هرڅوک واک ته ورسېده له امریکا سره به دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي، شورا به راوبولي چې د ټولو افغان ډلو استازي پکې برخه ولري ځکه چې درستې افغان ډلې جهادي افکار لري.»

حمید ګل ادعا وکړه چې طالبانو قصداً نه غوښتل چې د افغانستان انتخابات ګډوډ کړي او حملې پرې وکړي کنې طالبانو حتي په کابل کې هم انتخابات ګډوډولی شوای.

د متقاعد جنرال حمید ګل په وینا په افغانستان کې انتخابات د یوې معاملې په نتیجه کې وشول او که جوړجاړی نه وای شوی انتخابات نه شوای کېدای.

د پاکستان د آی ایس آی دغه پخواني مشر په عین حال کې وویل چې د امریکایانو له وتلو وروسته به ژر په افغانستان کې د طالبانو حکومت جوړ شي.

ده همداراز وویل چې د طالبانو د حکومت د جوړېدو هدف یوازې افغانستان ته د ملا عمر بېرته ستندا نه ده بلکې د شریعت بېرته ستنېدا ده.

حمید ګل وویل چې د افغانانو یوه ځانګړتیا دا ده چې په خپل منځ کې جنګېږي خو په عین حال کې له یو بل سره اړیکې هم ساتي، دوی به ژر یوه ملي شورا وروبولي او دا شورا به د جرګې په نوم نه یادوي.

ده همداراز وویل چې د امریکا له لوري په افغانستان کې جوړ شوی نظام به کاملاً ختم شي.

د حمید ګل اشاره هغه وضیعت ته وه چې د نجیب الله د رژیم له پرزېدو وروسته په افغانستان کې رامنځته شو.

109 total views, 4 views today

34 comments

  1. shakir Reply

    دي رزیل ته وګوری او د ده دي خبرو ته وګوری، ستا پلار به نظام ختم نه کړی، ، زموږ نظام همدا اوس په پښو ودرید ، موږ به د پاکستان څخه د هر عمل چی دافغنستان په مقابل کی یی تر سره کړی دی انتقام اخلو.

  2. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    حميدكله تاته ديو أفغان اوبيا ديو أفغان جنرال به توكه خبر داري در كوم اول أودس تازه كره بيا دقهرمان دولت أفغانستان نوم واخله كوم خوبونه او فكرونه جه تا دافغانستان به هكله ديو خو وطن فروشانو به وجود كي دافغانستان به باره كي طرحه كري وه د قهرامانانو له خوا جواب وليده تر خوجه يو أفغان به أفغانستان زوندي بإتي وي ددالخورو بيرق به به جلال أباد كي شمال ونه ربوي بشتو كي يو متل دي .

    كاروان تيريزي سبي غفي زي
    كوم استخباراتي مرض (تفرقه بي انداز وحكومت كن )هغه خيال او خوب وو نن أفغانان بوهيدلي او ملي وحدت لري او ملي وحدت ته دستركو دستركو دغاتوكي به قدر كوري ودار شه جه دافغانستان بيرق به بيا به آتك وربيزي
    خبري ديري دي خو فعلاء هم دومره كفايت كوي
    جلالزوي

  3. speen Reply

    حمید ګل خوشې سپی دی اوپه چټیاتو سردی.ـ
    داخوبونه دې چېرته اوبوته ووايي.ـ

  4. pattang Reply

    افغانستان کله يو ملت دی !
    احسلسات لودګي دي ، کوزه پنجاب سالاري ده او بره تاجک سالاري !
    !په دواړو خواو کې پښتانه وژل کېږي او کلچر يې له منځه ځي
    ؟نو اوس به کوم نر پښتون متفکر پيدا شي چې له دې دلېمې څخه پښتون قام وژغوري

  5. خان Reply

    زه ده دخپل هیواد افغانستان د حکومت نه یوه ډیره لویه ګیله لرم او هغه دا چی دوی ولی ونشو کولای چی په دی تیرو ۱۲ کالونو کی دغه سپی حمید ګل په یوه نه یوه طریقه مردار کړی چی ښه ورځ وګورو. که ګنجایش وی نو خیر دی دا چټل سپی حمیدګل په کوم بم مم والوزوی. ثواب به مو هم وشی او خپلو خلکو ته به مو خیر هم ورسیږی

    1. بلال واثق Reply

      دانګلیس د تا ریخې بچیانو په مرداره خوله هم دشریعت مقد س نوم یا دیږې. الله (ج) دې تا (دافغانو دوینو تږی حمید ګل) ، ستا نور همفکره دخا ین سمیع الحق اوخا ین قا ضی خسین په شمول او ستا سې لاس پوڅې په دنیا کښې دجنرال ضیا او اختر عبد الا نګلیس او په عقبی کښې د فرعو ن ، ابو جهل ، نمرود ، سره په اسفل السا فلین کښې یو ځای کړې.سره ستا سې دبا دارانو امریکا یان او انګلیسانو.
      یا الله نور موږافغا نان د ګا ونډ یانو ، او نورو نژدې او لیرې کفا رو دشر او ضرر څخه خلا ص کړې. امین ثم امین ثم امین
      او یا الله ستا ګران نبې محمد صلی الله علیه وسلم ویلې دې چې : عما لکم اعما لکم نو یا الله ته موږ ته دښو هدا یت وکړې چې ددغه بد بختیو څخه خلاص سو

  6. Latif Reply

    یوازی جنرال حمید ګل د افغانستان دښمن ندی بلکه د پاکستان ټول پښتانه د سواته نیولی تر اټکه او د بولانه نیولی تر چتراله په یوه خله د افــــــغــــــــــــانـــــــــــــــــســـتان دښمنان دی او زموژ تباهی غواړی .
    زمونږ ساده خلک چی ډیورند نه منو نعری وهی دوی دی پوه شی چی پاکستانی پښتانه مونږ نه غواړی .
    مونږ باید خپل دا پاتی ملک باید جوړ کړو

  7. pashton Reply

    Salam tolo da watan minawalo!

    Matal da che marai khda sharma wi, no g**** pa mez bahigi. No da ba nor ham khdai washarmawi aw wino ye che pa pakistan ke os sa halat da. Aw da de khain ba da arman hetskala pora nashi aw gor ta ba sharminda rawan wi inshallah. ….che sakandar da arman pora nakr,no dasi spyaan kho cheti ghapi…

  8. لالا ، بټنوال Reply

    جنرال حميد ګله ، وګوره څومره په قدر مې ستا نوم واخست ومې نه ویل حميد غوله بې پښتو پښتونه ! ستاسې خبره چې د افغانستان انتخابات د يو جوړ جاړي له مخې وشول ـ ودې نه ویل چې داجوړ جاړئ د چا تر منځ وو ستاسې تور مخو مزدورانو خو ځانونه والوزول ، حملې ېې وکړې اود جنت د حورو پسې دوزخ ته لاړل نوربه څه کوۍ ؟

  9. کریم Reply

    د پاکتستان له حکومت او ای ایس ای جنرالانو څخه هم چې کله اوبه په ورخ تېرې شي نو بیا د شپې خوب اوګوري او د ورځې پر مهال یې د خپلو هغه رسنیو له لارې چې دوی یې تمویلوي ملت او افغانانو ته بیان کړي . خو ان شالله اوس هغه وخت تېر شوی چې دوی به د افغانانو په سرنوېشت ملنډې وهلې اوس هغه وخت دی چې افغانان یو موټی دي او د هیچا لمسون ته غوږ نه ږدي او هغه د دوی لاسپوڅي

  10. ملنګ جان پغمانی Reply

    جنرال صاحب حمید ګل خانه

    ته باید پوه شی

    څوچه یو افغان وی
    تل به دا افغانستان وی

    دهغه د زمریانو خاوره چه انګلیس ، روس او حتی امرکی و نشوای نیولای نو تاسی تور لونګی پنجابیان چه زمونر دلاسو سړی .ی څه ونیسی او حمید ګل خانه خدای دی زمونژه دولت جوړ کړی بیا به یی درته و ښایو چه افغانان یعنی څوک مرداره دا خوستا هم د پلار وطن دی نو ته څنګه خپل پلارنی ټا ټوبی ته خیانت کوی لوده ک

  11. belal wasq Reply

    hamid gul ta zma da waina aw khabara da chagha tor Spaya Da Englis tarikhi bachaya
    Tase De Allah mra ke aw stase ghulaman aw las puse de khuday pa tora taba mra ke amin

  12. hakim khan samsoor Reply

    جنرال حمیدګل هندو نصبه ، بینظیر مرداره شوه ، ضیا ا لباطل (ضیا ا لحق ) مردار شوو ، پرویز مشرف ارمان جیل یا زندان ته یی یوړو ، شوروی پدی ارمان دوړی دوړی شو په ښځو یی ۹۰ کلنو اروپایانو مزی وکړی خوب یی پوره نشو ، اوسنی افعانستان د ناټو په ستونی کی نښتی هډوکی دی چه څه به کیږی.
    – تاسی چه افعانستان ته اسلام راولی او بیا یی دیوی ډانسری یا بینظیر په سفارش ، ولی یی هیرامنډوی ، ګانه بازار ،پنجابی لغړو خرو ته نه معرفی کوۍ .
    – یا پدی پوهیږی چه ستا د پاکستان تجارت د عربی هیوادونو تیلو لپاره څه وه ، ستا دپاکستان ۱۶ کلنی جینۍ هوټلونو ته ور لیږل دی . انشا الله ستا کفرستان یا پاکستان د دونیا په نقشه کی نور ځای نلری کراچی او بلوچستان نور ازچادی صوبی دی.
    – زه منم چه له بده مرغه افعانستان کی جاسوسان زیږول شوی دی چه د پاکستان په دالو ، دایران پ فاشیست ریژیم ،دشوروی چینجو خوړلی ورست نظام ته یی غلامی او جاسوسی کړی ده ، خو تپوس وکړه چه د دغو جاسوسو انجام څه شوو؟

  13. شمس الرحمن Reply

    زما په نظر په بینظیره باندی دا یو دروغ دي او اوس باید ټول افغانان له دی نه سبق واخلي او سره یو شي
    او دا نتخابات د الله په مدد او د افغانستان د پوځ په همت سره د امن په فضا کی وشول او انشاءالله اوس افغانان د تورو خلکو په تورو توطیو پوه دي

  14. Haroon Reply

    که زه د تاند مسؤل وای، دغسي بابولالې او چټيات، چې د افغانانو ذهنونه ګډوډ کړي، هيڅ نه خپرول. په هرصورت، دا موږ د پاکستانيانو عمومي نظر ښکاره کوي، او خيالي خبرې دي.

  15. Jamal Wardak Reply

    Hamid Gul is stupid and nonsense. I don’t know how he reached the rank of General. No matter Pakistan’s ISI is also so stupid and nonsense. India and Pakistan came into existence on the same time. Look where is India, and where is Pakistan due to stupidity of ISI. They lost Bangladesh, Kashmir, and soon time will come where they will lose Balochistan and Pashtunistan. ISI keep it in recruiting idiots such as Hamid Gul.

  16. ګنډېری Reply

    آیا دغه خبرې به هغه طالب هم لولي چې تر اوسه پورې لا د آی ایس آی په چلوټو ناخبره دي؟ کاش چې دغو خلکو ۰.۰۰۱٪ شرم درلودی نو نن به افغانستان په دې حالت کې نه وای. زه وایم پرې یې ږدۍ، سپی دی غپیږي. انتخابات د معاملې نه بلکه د افغان قهرمانو ځواکونو د زور اوقوت ښودلو په نتیجه کې وشول که نه پاکستاني ملېشو خو د طالب په بڼه له ۲۸۰ ډېرې حملې وکړې چې تر ۸۰ کسانو ډېر یې په کې مردار هم شول. تل دې وي افغانستان او لعنت پر پاکستان

  17. محمدرفیق باګړزۍ Reply

    ډیر کلونه وړاندی ما به د ترکی طنز لیکونکی (عزیز نسین) لیکنی ډیری په خوند لوستلی او ښه خوند به می هم ځینی اخیستۍ. د هغه په یوه کتاب می دغه ترکی متل پّه سترګو کیوتۍ چی لیکلی یی وو: سپۍ د دیواله سیوری ته پروت وی او ځان هنرمند ګڼی، او همدارنګه زموږ هغه متل چی وایی: ګوړه ګوړه یادوه خوله د خوږه ده .
    همدا کانه اوس په جنرال حمید ګل باندی هم شویده، د زړبودۍ او ریټایرمنټ په وخت کی هم ځان هنرمند ګڼی او بیا هم غواړی د خپلو زهر شیندلو له لاری ماتی خوړلی مزدورانو ته روحیه ورکړی. اما بیخبر لدی نه چی افغان ولس اوس پوه شویدۍ او د ملت جوړونی په لوری یی یون او خوځښت پیل کړیدۍ، که خدای کول دابه داسی زورورسیلاب شی چی ستاسی غوندی وجدان پلورونکو دسیسی به یو مخ پسی جارو کړی، او ته په هماغو زړو بابو لالو زړه خوښ ساته.

  18. فيض Reply

    د هغي ورحًي چي افغانستان پسله ديرو خرابيو او جنگونو وروسته د خپل سرنويشت په تاكولو موفق او د برى پر لور روان سوى دئ او هر حًه شكر سم روان دي ، د با غيرته قوم بيغيرته پشتنو په كونه كي اور بل سوى دئ ،هغه حًه چي زموژ د ورانئ لپاره پلان سوي وه اوس هغه پر دوى دي : په كراچي كي روزانه ١٠تر١٥ كسان وژل كيژي ، تروريستي حملي زياتي سوي، اقتصاد كمزورى، غلاوي ، تشتوني، بيره، تشويش هر سه الله ددوى په نصيب كري دي، هيحً يو بهرنئ ملك حاضر ندى چي سرمايه ولگوي ، دده نفس دا نه قبلوي چي زموژ افغانئ دي تر مردارو كلدارو پورته وي نوري بدبختئ لا ورته گوري بيغمه اوسئ افغانانو

  19. فاروق Reply

    دا خوبونه دجنرال روانو اوبو ته ووايي، افغانان اوس خپل دوست اودوښمن ډير ښه پيژني ، اوس ددې وطن هر ځوان اماده دی ، چې ددې وطن څخه دفاع وکړي، داچې ته وايي، چې ما دجلال اباد له نېولو انکار وکړ ستا دا خبره دروغ ده ، تا خپله ټوله هڅه کړې، چې افغانان برباد کړې خو وس دې ندی رسيدلی او بله داچې دلته په سرحد کې دقاسم خان په څېر په زرګونو زمريان پراته دي، په خدای ستا په تاريخي ماتې به مورخين کتابونه ليکي

  20. سید صدام Reply

    سوال اینجاست که با وجود این همه دشمنی پاکستان باز هم مردم شریف جلال آباد کلدار پاکستانی را در جیب میگردانند با کلدار پاکستانی معامله میکنند به طالب پناه میدهند در خوشحالی پاکستانی ها جشن میگیرند و در غم پاکستانی ها ماتم بر پا میکنند.
    این همان پاکستان است که روزانه صد ها فروند راکت را بالای کنر پرتاب میکنند.
    خداوند به آن ملت سروری داد که تقدیرش به دست خویش بنوشت
    به آن ملت سروکاری ندارد که دهقان اش برای دیگران کشت

  21. jaweed.ahmad.ahmafi Reply

    افغانان اوس مهال دیر پوه سویدی.اشنایه اوس پراسلاماباد..پام کوه دیر ژربه افغان ملی بچیان اودافغان اسلامی بیرغ.به رپانده ووینی.اوته به انشاالله دداکتر صاحب نجیبالله.په بدل کی .په اسلام اباد کی .قصابی سی.دایو بیچاره فکر زمادی.اوزه باورلرم.چی تول افغان همدا فکر اوارزوگانی لری.انشا الله دیر ژر.امیییییییبیییییییییییییییییییییییین

  22. saboor grehzan Reply

    دوستانو زمونږ ګران هېواد سره په دغې بدبینۍ او دوښمنۍ کې جنرال حمیدګل یواځې ندئ! د پاکستان له زېږیدو څخه تر ننه که ځینې پښتانه د دغه هېواد ولسواکان هم وو تل افغانستان سره دوښمني کړې ده او په راتلونکی کې هم به دغه بهیر دوام ومومی. دغه تریخ واقعیت او زمونږ ملی ګټو ته په پام سره باید چې مونږ افغانان یو موټی د پاکستان په وړاندې د خپلې کړنې سمبالې کړوو.

  23. freda Reply

    حميد ګله په رشتياه چه لوده ے .هغه وخت در ياد که چه کوچنيان به مو د پټان په نامه بيدوله.اوس هم هغه افغاناندی

  24. baryal Reply

    حمید ګل پدی توګه غواړی چی د پنجاب اثر په مجاهدینو په تیره بیا تالیبانو باندی ثابت کړی. نور جهادی مشران الحمدالله د تورمخو پنجابیانو په ناولی او شوم هدف پوهیدلی دی. اول خو د افغانستان اوسنی شرایط د شهید دوکتور نجیب الله له دوری سره کاملا فرق لری او په هغه وخت کی یواځی د وطن ګوند وکولای شول د پنجاب هراړخیزه تجاوز د جلال اباد په ښار ناکامه کړی. حال داچی زمونږ نور هیواد وال په هغه وخت کی له دولت سره په مبارزه کی ول. اوس الحمدالله ټول افغانان سره یودی. د خلکو سیاسی شعور سل ځله تر هغه وخته لوړ شویدی. یوځل بیا د ملی اردو اساس کیښودل شویدی. د وری د 16 ورځی انتخاباتو په ورځ زمونږ ملی اتل وسله وال پوځ د پنجابیانو او د هغوی د تورمخو مغرضو کړیو او مزدورانو هلی ځلی په نطفه کی خنثی کړی. دوی خپل زور وازموو. دوی خپل جهاد دیوڅو قهرمانو په وطن او اسلام میینو افغانانو په وژلو په مقابل کی وکړ.
    حمید ګل خان د خپلی بینظیری ابی وصیت پر ځای نشو کړای اسلم بابو هم تر نن پوری ناکراره دی. پاته د نه وی چی حمید ګل یو تورمخی پنجابی دی چی پخوا د آی اس آی یا د پاکستان د استخباراتو ریس وو . هغه پښتون نه دی.

    لاتر اوسه یی ماغزه په کرار نه دی
    چاچی ما سره وهلی سر په سنګ دی

  25. hassan Reply

    حمیدګل د 1936 میلادی کال د نوامبر په 20 د پنجاب د سرګودی په ولسوالی کی پیدا شوی دی او پلار یی محمد خان نومیده. د مرحوم استاد ربانی سیاسی مشاور هم پاته شویدی. حمید ګل خان د تالیبانو د معنوی پلار او همدارنګه بینظیره د هغوی د معنوی مور افتخار هم لری. د افغانستان د جنګ لپاره یو آمر او د نړیوالو سترګو خاور چووکی هم دی. د ده ټولی کارنامی د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د اوربلولو او وژلو ته وقف شوی دی.

  26. یوسف جان Reply

    زه صرف دومره وایم چی هغه افغانان چی تردی وخته پوری ددغه سپي په ایشارو په خپل ګران هیواد افغانستان کی عامه وژنه اودډیرو افغانانو دژوند په احیستلو کی او همدارنګه دافغانستان دپرمحتګ په لاره د خنډونو په اچولو لګیه اومصروف دی ددغه پیغام داوریدو نه وروسته څه فکرکوی چی خپل وجدان اوس هم دا اجزا ورکوی چی همداسی ددغه سپي سپي پاتی شی

    افسوس واله ډیرافسوس په دغسی بی وجدانه افغانانو چی دغه سپې ته سپیتوب کوی

  27. Mohammad Fazi Reply

    Kothi and donkey ki awlad Hamid Gul yai Aap Pakistanion ka kam nahi hain, ki aap aur be Afghanistan mi mudakhila kari, Abe hum sab Afghan ko pata yai ki Haqiqat kya hain and aap log Afghan ki darmyan mi be itefaqi nahi lasakti.
    Dhom da ba ki bago kothi ki bachi Hamid Gul.

    Pashto
    ( da spee au khra bachaya Hamid Gul da nor stasu Pakistanianu kar nadi che nor pa Afghanistan mudakhila wa kri, Aus har Afghan pa di pohizhi che Haqiqat sa da au tasu Pakistanian da Afghananu tar manz nor be Itefaqi na si rawastalai
    laki pa di pa kona chakh ka au wa zghala da spee zo)

  28. آتش Reply

    د ده قوارې ته وګوره او بیا اسلام شریعیت قایمولو ته یې وګوره اول د خپل ځآی په اسلامی شریعیت برابر کړه خره، چې طالبان نه بلکې اسلامي شریعیت به په افغانستان کې قایم کړي؟؟؟

    اول د په خپل پاکستان کې اسلامې شریعیت قایم کړه خره لوده خپل پاکستان د انګریز قانون لري زموږ افغانستان شکر دی اسلا مي اساسی قانون لري!!!

    په پاکستان کې د زنډی خانې دي شراب خانې دی د پاکستان په سینامو کې سیکسي فلمونه غږیګي هغه بند کړه خره ستاسو د پاکستان په یوه فایشه خانه کې افغانانو ډیرې رنډی خرابې کړیدي یو ځل د خپلو پاکستاني فلمونو ته هم پام کړه کنه خرسه چې د لیدلو نه دی!!!!

  29. آتش Reply

    http://www.taand.com/archives/23264

    حمیدغوله خره ستاسو دې ملایانو ته پام وکړه خنزیره دا ستاسو ملایان دی او داسې اسلامي شریعیت په افغاستان کې غواړې؟؟

  30. روهي Reply

    گرانو دوستانو! دی غواری چی افغانان سره یو نه شی. او دوی د افغانانو پر یوالی دیر خفه کیژی. الله ج دی وکری چی شریعت نافذ او افغانانو سره یو کری .

  31. Yousaf Jan Reply

    زه صرف دومره وایم چی هغه تش په نوم افغانان خصوسآهغه سیاستمداره چی دافغانستان پرخلکومتاسفانه واکمنان دی او تردی وخته پوری ددغه خدای اوافغان دوښمنه انسان اونورواستخباراتی کړیو په ایشاره افغانستان وران اوځانونه ددغسو کړیو دارمانونو دپوره کیدو لپاره مسول ګرځولی دی ایا ددغه خدای او انسان دوښمنه سپی دپیغام دلیدلو او اوریدو نه وروسته اوس هم خپل کمزوره وجدان دا اجزا وزکوی چی همداسی بی غیرته بی وجدانه او دسپی سپۍ پاتی شی او که لږبه په خپل ناموس ځان ته غیرت وروالی؟

  32. kandol Reply

    حمیدگله خدای دی مو درنه خلاص کری
    یوخت کی زما هلک وی اوس خبری کوی ؟

  33. نور Reply

    ګرانو افغانانو تاسو ټول دښمن پیژنۍ نو راځئ چې د دې دښمن د له مینځه وړلو لپاره ټول افغانان که هغه پښتون دی، که تاجک، که ازبک دی که هزاره او که ترکمن سره یو موټی شو او د دې خاورې دښمن ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو چې راتلوونکي نسلونه یي هیر نه کړي.

    په درنښت

    نور

Leave a Reply to بلال واثق Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *