Categories

اعلان

Loading…

ګولۍ/ محمد نعمان دوست

میرمنې د درملتون په ښیښه یي چوکاټ لاس کیښود او بیا په خوارۍ راپورته شوه.  په لاس کې یې رګونه پوله پوله ولاړ ول. سترګې یې ننوتلې وې او د مخ هډوکي یې نیغ نیغ را وتلي ول.

یوه شیبه یې نفس واخیست او بیا یې ویل: زویه، بدن مې ډیر درد کوي، ټوک ټوک یم. که کومه ګولۍ د خدای په رضا راکړې. درملتون والا، پاکټ را واخیست، نیم یې کړ او بوډۍ ته یې وړاندې کړ.

د هغې د مخ ګونځې اوارې شوې درملتون والا ویل: دا درې وخته په مړه خیټه وخوره ښه به شې. میرمنې اسویلی وکړ، ګولۍ یې پر میز کیښودې او همداسې روانه شوه.

55 total views, 1 views today

1 comment

  1. M.A. Javed Reply

    Bravo!!! The tragedy of a life-time is told in just 72 words.

  2. نور Reply

    ډیره ښکلې لیکنه مو کړیده، او د ژوندانه ستونزې او کړاوونه مو په ښه ډول انځور کړیدي. د دواخاني خاوند هم یو لوی احمق وو که د هغې خوارکۍ سره د خیټې د مړولو لپاره څه وایي نو ولې به یي د الله په رضا له دواخاني نه ګولۍ غوښتله.

    په درنښت

    نور

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *