Categories

اعلان

Loading…

روسي استخبارات ادعا کوي چې مالیزیايي الوتکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ولاړه ده

تاند- د روسیې د فدرالي استخباراتو یوه سرچینه وايي چې د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکه غورځېدلې نه ده بلکې له سپرلیو سره تښتول شوې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یوه سرحدي سیمه کې یرغمل شوې ده.

تر دې مخکې هم روسي رسنیو ویلي و چې د مالیزیا بې درکه شوې الوتکه افغانستان ته تښتول شوې او په کندهار کې ناسته ده خو دا ځل د روسیې د فدرالي استخباراتي خدماتو ادارې یوې روسۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د الوتکې ټول مسافر ژوندي دي، په اوو ډلو وېشل شوي، په خټینو کوټو کې اوسي او تقریباً هیڅ خواړه نه ورسېږي.

بریتانیا ډیلي ستار ورځپاڼې د راپور له مخې په راپور کې ویل شوي چې د الوتکې په سپرلیو کې۲۰ تنه اسیایان، چې متخصصان ول، پاکستان ته بېول شوي او هلته تر مځکې لاندې ساتل کېږي.

استخباراتي سرچینې ویلي چې د الوتکې د تور بکس د بیټرۍ چارج غالباً خلاص شوی دی.

دا الوتکه د مارچ په اتمه د مالیزیا له پلازمېنې کوالالمپور څخه د چین پلازمېنې پېکینګ ته روانه وه چې بې درکه شوه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې الوتکې د یرغمل کېدو خبره په داسي حال کې خپرېږي چې د استرالیا سمندري ځواکونو او چینايي پلټونکو د دې الوتکې زیګنالونه کشف کړي. د دوی له کشف سره سم داسي ښکاري چې الوتکه ۳۴۵ کیلومتره لېري وي.

285 total views, 2 views today

2 comments

  1. لالا ، بټنوال Reply

    زه خو فکر کوم چې روسانو د اپریل فول په حساب ویلي دي ځکه چې دومره لویه طياره چې لوی ميدان او رنوې نه وی څنګه کیدای شي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحد کې ښکته شي بله داچې پدې سیمو کې پاکستاني او افغاني طالبان ډېر خوځيږي څنګه ېې اعلان ونکړ چې يوه لویه طياره مو راښکته کړیده ، دخټو کورونه خو دلته ډېر دي د تعجب خبره ده چې په اوو ډلو د مسافرو ویشل ، او ډوډۍ ورته نه رسیدو راپور ېې شته خو د الوتکې ثابت موقعيت معلوم ندئ والله اعلم

  2. Hafiz Abdullatif Reply

    پكه دادي لا بله سپكه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2