Categories

اعلان

Loading…

ملت کارنامه تخلیق کړه، اوس وار د کاندیدانو دی/ محمدیار یار

د وري پر ۱۶ – مه د افغان ولس ملي کارنامې، خپله افغانان حیران کړل؛ سیمه یې هېښه کړه او دنیا یې هم متعجبه؛ په کور دننه، منطقې او نړۍ د رسنیو سرلیکونه دهمدغه ملي شهکار په محتوا جذاب شول؛ دغې پېښې ته، ټول هېښ ول، ټولو د خپل سر په سترګو ولیدل چې، له هر افغان څخه هم قبیله هېره شوه، هم قوم، هم یې سیمه نه وه یاد، هم ژبه؛ هېچا نه د اکثریت ډول وواهه. نه د اقلیت دنبوره؛ له شمال او جنوبه، ختیځ او لویدیځه دهیجان یو ډول ګزارشونه خپرېدل، مذاهب خو څه کوې، د ادیانو تر منځ د توهم پولې پورته شوې، یوه ډله وطن مین افغان سیکان مې ولېدل چې، د خپل افغان سرنوشت ټاکنې دثبوت لپاره یې خپلې رنګینې ګوتې پورته کړې وې او د مشترک افغاني ویاړ سپرغۍ یې له خبرو څخه الوتلې؛ په کور دننه او د باندې ټولې نړۍ، دنړۍ مطرح سیاستوالو او صاحب نظرو په یوه مطلق اتفاق نظر سره دغه انتخابات د افغانستان د تاریخ یوه بېسارې پېښه وبلله؛ دغې حادثې د توقع خلاف یو دم په نړیواله ټولنه کې دافغانستان د حیثیت تصویر روښانه کړ.

دا خو د ټاکنو د دغې دیموکراټیکي پروسې یو پړاو و، چې په ملت یې اړه لرله او ولس خپل سیاسي درایت، ویښ شعور او د وطنپرستۍ احساس ثابت کړ اوس نو د بهیر دوهم پړاو پیلېدونکی دی او ښایې تر لومړي یې هم مهم وبولو. چې دا دټاکنو د پایلو هغه دی او دا نو په اتو تنو محترمو کاندیدانو پورې اړه لري او د دوی په ملي روحیه، وطني تعهد او سیاسي بلوغ پورې تړلې خبره ده چې، څومره په سړه سینه او لوړه انساني حوصله سره د انتخاباتو نتیجې پرته له کوم جنجاله او دملت ارادې په درنښت او باثباته آیندې ته په ژمنتیا سره قبلوي؛ که دوی دا کار په ښه مهذبه بڼه او پر ولسواک بنیاد باندې وکړ نو معنا به یې دا وي چې، دوی هر یوه د ملت د مشرتابه وړتیا لرله، خو که لجاجت، شلګي او بې مخۍ ته مخه کړي نو برداشت به دا وي چې دوی د ملت د سیاسي شعور تر سطحي ټیټ ول، نه یوازې د رهبرۍ بلکې د کاندیدۍ کفایت یې هم نه لاره او دا به د دوی لپاره سیاسي ځانوژنه وي.

او یوه بله نتیجه به، دا واخیستل شي چې، د دوی لپاره اصلآ نه دا ملت اهمیت لاره نه مملکت بلکې د خپل ځاني قدرت او منفعت تندي پسې اخیستې ول چې، د واک جام یې پر سر واړولای نشوای نو د ملت هغه ټول تاریخي سیاسي بریالیتوب ته یې لغتې بندې کړې، چې جهان یې ګوته په غاښ کړ.

ښایې په ټاکنو کې له درغلیو هم همداسې په اتفاق اراء سره هېڅوک انکار ونکړي، خو د تېر په نسبت یې دشفافیت کچه پوره لوړه وه او د راتلوونکو دورو لپاره د لا نورې روڼتیا او کافي پرمختګ پر ظرفیت لوی باور رامنځته  شوي دی.

دا نو اوس په محترمو کاندیدانو اړه لري چې، آیا د ملت دغه ستر اعتماد ته نوره هم وده ورکوي؟ د هېواد او ولس حیثیت ته په درنه سترګه ګوري که د خپل سپکاوي د ثبوت لپاره (خدای مه کړه) تاوتریخوالي او غیر مهذبو څرګندونو ته ملا تړي.

مخ د ولسواکۍ پر لور

363 total views, 2 views today

1 comment

  1. انصاری Reply

    یار صاب چا چی به تول عمر حلال خورلی نه وی دوی اوددوی اولاد حرا می وی ایا د هغه نه د شو تمه کیدی شی نه هحکله نه یار صاب ستاسی دوی د تلویزون به سکرین گوری چومره به بی شرمی دجا نه دفاع کوی به دا سی حال کی چه تقلب اوتخطی به دوی به خبله کری وی زه خو دیر یقین نه لرم چه دوی د یو باک حکومت جور کری زما به نظر هفه زور ملا او زری تراویح تر چو چی دغه د شمال ویروس وی سم حو کمت جورول نا مکن دی – مننه

  2. baremansadeq Reply

    محمدیار صاحب د غیرمهذبو کارونو وېره یاده کړې ده. خبره دا ده چې اوس هغه کسان ډېر غیرمهذب کارونه کوي چې مونږ ګومان کاوه چې مهذب به وی. زلمي رسول د دروغو غونډې جوړې کړې. رشوتونه یې ورکړل او جعلی صندوقونه یې ډک کړل خو ظاهرا مهذب کس دی. دغه شان د ده ځینې ویاندان چې سم ږیرخرېیلی په ظاهره مهذب کسان ښکاري خو هره شپه په تلویزیونونو کې خدایزده د ایران که د چا د خوشحالولو لپاره سپکې سپورې وایی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2