Categories

اعلان

Loading…

اشرف غني احمدزی: د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ به د اعلي قومندانۍ دفتر پرانیزم

تاند- د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزی، چې ویل کېږي تر پنځوس فیصده زیاتې رایې یې ګټلي دي، په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د چوکۍ له ترلاسه کولو وروسته به تر هر څه مخکې د اعلی قومندانۍ دفتر پرانیزي چې په هرو ۸ ورځو کې د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

ده وویل چې دا ورته خورا مهمه ده چې افغان امنیتي ځواکونه په کامل ډول مسلکي شي.

ډاکتر احمدزي، چې د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې له خبریال سره خبرې کولې، وویل:«په عین ورځ به د ملي اقتصاد شورا جوړه کړم چې هره اوونۍ به غونډه کوي. زه به د لومړیو ۱۰۰ ورځو کاري پلان چمتو کړم چې د اصلاحاتو لومړنۍ بسته به وي.»

ډاکتر اشرف غني احمدزي د فساد په اړه وویل چې ډېر ژر به له دې پدیدې سره مبارزه پیل کړي ځکه چې دا به یې د حکومتوالۍ په اجنډا کې شامله وي.

 ده وویل:«زموږ هدف دا دی چې په ۳ کلونو کې د نړیوال شفافیت په فهرست کې ۱۰۰ نومرې وګټو.»

ډاکتر احمدزی ډاډه دی چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ انتخابات یې ګټلي دي او د دوهم پړاو انتخاباتو اړتیا نه پیدا کېږي.

بېلابېلې سرچینې وايي چې اشرف غني احمدزي تر پنځوس فیصده زیاتې رایې ګټلي دي. د اشرف غني ټیم هیله لري چې د انتخابالتي شکایتونو د کمیسیون د څېړنو په نتیجه کې به د ده د سیالانو رایې نورې هم لږې شي ځکه چې د دوی په باور ډېره درغلي نورو ټیمونو کړې ده.

43 total views, 1 views today

5 comments

  1. لالا ، بټنوال Reply

    خدای دې هغه ورځ راولي چې د داکتر اشرف غني تر ولسمشرۍ لاندې غوړيدلئ افغانستان وګورو چې د دې شهید پالونکې خاورې ټول بچیان پرته د لساني ، مذهبي او سمتي اړوندونو څخه د ورونو په شان ژوند ولري او قانون حکومت وکړي

  2. Zek Pakhtoon Reply

    طالبانو ته غبرګ اودالله او شمالی ټلوالی لنډغرو پریمانه پیسي او اسلحي ورکړی وی څو د ټاکنو په ورځ په پښتون میشته سیمو کې امنیت خراب کړی چې پدی سره به پښتانه خپله رایه د اشرف غنی لپاره ونه کارولی شی؟ خو په ورته وخت کې به غیر پښتون میښته سیمو که خلک د عبدالله لپاره بغیر د کومی یره صندقونه ډک کړی او د ټاکنو پایلی به د غبرګ اودالله په ګټه تمامی او د دولت واګی به د پښتنو څخه غیر پښتنو ته په اسانه سره لاسته پریوځې؟؟؟؟؟؟ چي دا یو بل جنایت دی د پښتونو په جامه کې د طالب وحشیانو د پښتنو سره. تاریخ به تاسو ونه بخښی وحشیانو پښتون خورو؟؟؟؟

    د طالب په نوم لنډغرو او وحشیانو ته چې هر څوک (که انګریز وی، پنجابی وی، ایرانی شیعه وی او د شمال لنډغر وی) پیسی ورکوی دوی یې په چوپړ کی دی او پښتانه چې په هر ځای او هره پیمانه غواړی ورته یې وژلی شې.

    د طالب په نوم ظالم او وحشی انسانه که ته په ریښتیا مور راوړی یې نو لږ خو د دوستم د اثر لاندی سیمو ته بیا ورشه چې د تور پنجابیانو سره دی یو ځای بیا په کنټینرو کی پیکوړه کوی او کنه؟

    بیغیرتو د پښتانو پیدا او په پښتنو لګیا یاست؟؟؟ ټو پښتانه مو تباه او برباد کړل!

  3. M saber Reply

    Jawanday de wi Ahmadzay sahib za bawar laram chi takani ba dwaham paraw ta nazi

  4. baryal Reply

    بیغیرتی خو ښکر او لکۍ نه لری. خپل ځان د پنجابی لپاره وژنی . خپل کور ورانوی. خپل ورونه وژنی او خپل لاسونه او پښی د پردیو په ګټه پری کوی. د اسلام مبارک دین خلکو ته یو ظالم او وروسته پاتی دین معرفی کوی. د پښتنو د پرمختګ مخه نیسی. د دوی له لاسه حد اقل سل پښتانه وژل کیږی. د پښتنو د حاکمیت خلاف له پردیو سره لاس یو کوی او پيسی تری اخلی . تالیب یعنی دین او وطن خرڅونکی ، قوم وژونکی ، ځان وژونکی د اسلام دین حقیقی دښمن…

  5. Pingback: equipaciones de futbol

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *