Categories

اعلان

Loading…

د کورنیو چارو وزارت په خوله کې ځانمرګي برید ۶ پولیس ووژل

تاند- د کورنیو چارو وزارت د ننوتو په دروازه کې ځانمرګي برید شپږ پولیس وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، یوه ځانمرګي نن /چهارشنبه/ هڅه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت ته ننوځي خو ساتونکو وپېژانده چې انتحاري دی مګر له دې سره سره یې ځان والوزاوه او شپږ پولیس یې له ځان سره ووژل.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، پولیسو هڅه کوله چې ځانمرګی ووژني یا یې ژوندی ونیسي خو مخکې تر دې چې پولیس اقدام وکړي انتحاري ځان والوزاوه.

د کورنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي ویلي چې په دې پېښه کې څلور نور پولیس ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او د تل په شان یې ویلي چې ګڼ شمېر پولیس یې وژلي دي.

602 total views, no views today

2 comments

  1. وطن وال Reply

    شاباش دنر زامنو ډیر سره کافران مووژلی دی خدای تبه تاسوهم ورشی دوی هم تاسوخوتل دا ویل چی موږ افغانان نه وژنوپه دی وزارت کی امریکایان وو داخوکورنی چارو وزارت وو ستادی په خدای سره قسم وی کتا ددی حکومت ددغه وزارت تسکیرا اویاپارسپورټ اخستی وی یای دخدای ظالمه ګوروبی چی ته وطن افغانانو ته کارکوی اوکه دغه وزارت زما دی په خدای قسم وی کماپه ټول عمر کابل لیدلی وی خوزړه می پی بدیږی تخودسروکفاروپرسپارت یا کرارګاه باندی حمله وکه چی زه ستاپه حقله څه لیکم

  2. ا. دوست Reply

    ياره چڼو، دومره مضريت سره ، ځه توره مووکړه؟ شپږ کوڼډې او شپږويشت يتمان مو پر ميلونو وږو او درپدرو افغانانو وراضافه کړل ، دا وطن مو ګوره مور ده ، تاسو يو خېټه پيتي باندی مور مارچه کړی ٔ ډېر ارزانه عسکر ياستئ! ای د تورو جوګېانو شيشکو! تاسو د خپل نرخ نه خبر نه ياستی،؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸