Categories

اعلان

Loading…

دوهم راونډ، له ولسمشره ملت ته را پېښ ګواښ/ مجید قرار

ولسمشر د امنیتي مشورتي لویې جرګې په دوران کې امریکایان متهم کړي چې تېر ځل یې قصداً غوښتل دوهم پړاو ته د ټاکنو په لېږدولو حالت بحران ته کش کړي. دا ځل دغه کار خپله ولسمشر وکړ. که ولسمشر په نامعلومه انګېزه، د ارګ د اله دین له څراغه د زلمي رسول د کمپاین دېو نه وای را ایستلی، او د رأیو یو مشخص بانک یې قصداْ نه وای تجزیه کړی، نو حتمي پایله به یې دا و چې ټاکنې به په لومړي راونډ کې، په شفافه رأیه د ډاکتر اشرف غني په ګټه تمامېدې. نظام به غښتلی ولسي بنسټ خپل کړی وای، او بشپړ مشروعیت به یې درلودلای. اوس چې ولسمشر په لوی لاس، د دولتي امکاناتو په زور، او په خپل معنوي ملاتړ د اکثریت د کاندید رأیه تجزیه کړه، نو د دې خطر ورځ تر ورځې زیاتېږي چې ټاکنې دې دوهم خو تر لومړي زیات جنجالي دور ته ولېږي. دا کار که څه هم عملي د افغانستان ولسمشر لخوا شو، خو ارمان د پاکستان او د افغانستان د نورو دښمنانو و.

په لاندې کرښو کې غواړم دوهم دور ته د ټاکنو د تګ په اړه یو څو ډېرې جدي اندېښنې او ګواښونه شریک، او ولسمشر ته د دې کار د عواقبو د ملامتۍ تعویذ ور په غاړه کړم.

ټاکنې به دوهم دور ته نه ځي، که ځي نو دا کار به نامطلوب ملي عواقب ولري چې یو څو ته یې د لاندې کرښو جامه ور اغوندم:

۱) که ټاکنې تکرارېږي، د بیا ټاکنو لګښتونه، خطرونه، او ستونزې ملت ته ور لغاړې کېږي. ولس یوه ورځ د رأیو ځایونو ته ځان ګواښونو ته ورکوي. زحمت قبلوي. که دا کار پرې تکرارېږي، نو ولس د یوه پر ځای دوه ځله خطر قبلوي. ډېرو خلکو ته د رایو تر مرکزونو تګ ګران او لګښتمن دی. پر خلکو دا مشکل او دا لګښت دوه چنده کېږي.

۲) دا چې د ولسمشر قانوني دوره ختمېږي، نو له هغه وروسته د ده حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکوي، د مشروعیت خلا رامنځته کېږي. د دې خلا په اړه تر هر چا مخکې خپله ولسمشر وېره څرګنده کړې ده.

۳) دوهم دور ته د ټاکنو د تګ عمده لامل به د زلمي رسول د ټیم په حق کې د کرزي د چارواکیو لاسوهنه او د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د رأیو ښکاره غلا وي. که داسې وي، نو ورته لاسوهنې به په دوهم دور کې هم ترسره کېږي، او خبره حتمي بحران ته سوق کېږي.

۴) ولسمشر به د غلجي او دراني د بوین او چینجن تبعیض بوټی له سلیزو وروسته یو ځل بیا په ملي کچه وکري، او د پښتنو له وحدت او د ملت جوړونې له پروسې سره به لویه او تاریخي جفا وکړي. البته، په دې کې هم شک نشته چې ولسمشر به نه غلجیو، او نه درانیو ته یوه ګټه ورسوي. دواړه به ښکېل کړي، دواړه به اېل کړي. نوموړی به دا منحوسه فرضیه ثابته کړي چې د هېوادونو مشران خپل ملتونه په ملي محورونو را ټولوي، او نا اهله واکمنان بیا متحد ملتونه وېشي او تر منځ یې د تبعیض زړي کري.

۵) ولسمشر به د راتلونکي نظام تر شا د رأیو د اکثریت د قاطعوالي په له منځه وړلو د راتلونکي نظام بنسټونه کمزوري، د متلاشي کېدلو خطرونه زیات او مشروعیت تر ګواښ لاندې کړي.

۶) دا چې دواړو، ډاکټر عبدالله عبدالله، او ډاکټر اشرف غني احمدزي پر ډیموکراټیکو معیارونو، د اقتصاد او بیارغونې پر منطق، او له مادي ملي مسایلو سره په تماس خپلې تګلارې عیارې کړې. زلمی رسول یواځېنی هغه کس پاتې کېږي چې شعار یې لا هم مادي نه، بلکې غیرملموس، یا د انګلیسي په اصطلاح، ابسټرکټ دی. په دې اساس به د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ماتې یا به شاتګ، د ډیموکراټیک منطق په شاتګ، او د کرمي ټیم د منطق غلبه د دودیز، غیراقتصادي، غیرمادي، شعاري او کلاسیک منطق بریا وي چې دا د افغانستان لپاره لوی تاریخي به شاتګ دی.

۷) د ولسمشر دا رویه به د اوزبک قوم عقده غښتلې او د په منفي رجحاناتو کې د هغوی د ښکېلتیا چانس زیات کړي. او دا کار به د ملت جوړونې پروسه، او په دې پروسه کې د ټولو قومونو د مشارکت د فرصت درلودلو ارزښت مسخره او تر پښو لاندې کړي.

د دې دریو سترو زیانونو مسؤولیت د ولسمشر کرزي دی. دلیل یې دا دی چې:

۱) ولسمشر ته د یوه بې هویته، او معمایي ټیم د را جوړولو او د اکثریت لرونکي کاندید د رأیو د تجزیې څه ضرورت و؟

۲) ولسمشر د خپلو لاس لاندې چارواکو د ټولو تصرفاتو مسؤول دی.

۳)  دا چې په ټاکنو کې ډېری وګړي، په تېره مطرح سیاسي شخصیتونه او لوړپوري دولتي کارمندان د تلې سر ته ګوري، ولسمشر په دې پوهېده چې د ده لخوا د یوه کاندید د ملاتړ اوازه څومره اروایي اغېز درلودلای شي. هغه په دې کار قصداْ، ټولو خلکو ته دا کاذب پیغام انتقال کړ چې ګواکې د دولت لخوا حمایه کېدونکی ټیم د زلمي رسول دی. دا یو واقعیت دی چې د کرمي (کرزي-زلمي) ټیم ټول قوت د ولسمشر د ملاتړ په اوازه کې و، ولسمشر ولې خلکو ته دا احساس قصداْ انتقال کړ؟ آیا د ده لخوا د یوه کاندید په نفعه د خپل ورور تېرول شعوري حرکت نه و؟ آیا ولسمشر لږ تر لږه، دا نشوای کولای چې خپل ورور تنازل ته اړباسي، خو زلمی رسول په عامو رسنیو کې ورته په ګوته نه کړي؟  دا خو ټولو خلکو ته څرګنده وه چې په نا امنه سیمو کې دولتي چارواکي صندوقونه په لغتو ډکوي نو کله چې ولسمشر د خپل ملاتړ احساس نورو ته انتقال کړ ، ضعیف اراده، بې تصمیمه، او د تلې سر ته کتونکیو وګړیو مستقیماً داسې و انګېرله چې د ولسمشر تر واک لاندې نظام به صندوقونه د زلمي رسول په ګټه په لغتو ډکوي، او هغه  به یې ګټي.

دا د زلمي رسول د ټیم لویه تبلیغاتي ننګه، او د ټاکنو په پروسه کې تر ټولو صریحه، بې شرمه، او بې خونده مداخله وه. ځینې خلک په ټاکنو کې لاسوهنه د رأیو په صندوقونو کې لاسوهنه ګڼي، خو حقیقت داسې نه دی. حقیقت دا دی چې په ټاکنو کې د ولسمشر کرزي ناروا لاسوهنه لا له وړاندې پیل شوې ده، او تر پخوا یې لا خپل فاسد او ناروا اثرات پرېښي دي.

په داسې حال کې چې ولسي شعور د ولسمشر د ګټونکي کاندید کچې ته د زلمي رسول د راوستلو خوب کاذب، او د ضعیف النفسه او بې تصمیمه فرصت طلبو حدس غلط ثابت کړ، نو د کرمي ټیم مینځته راتګ په ضرر محض واوښت، چې ګټه یې هیچا ته هم نه، او ضرر یې افغانستان او د افغانستان سیاسي پروسې ته متوجه شو.

ولسمشر یو ځل بیا هماغه کار کوي چې تل یې کړی. ستونزه خپله، او ګیله له بله. هماغسې، طالب په خپله له زندانونو ازادوه، او تور پر پاکستان پورې کوه. جاسوسان په خپله مقرروه، شکایت له آی ایس آیه کوه. غله په خپله مقرروه، د فساد تور پر آیساف پورې کوه.

په داسې حال کې چې ولسمشر یوه برخه درغلي کړې ده، له ولسمشر څخه زموږ هیله دا ده چې په همدې ځای یې ودروي. نور دې نه ځان رسوا کوي، نه دې ملت ستړی کوي، او نه د ملت پر برخلیک ماشومانه او جنونانه لوبي کوي.

377 total views, 1 views today

7 comments

  1. حليم محمدي Reply

    ژوند، ژوند مجيدالله قرار صاحب. په يوه ډېره مهمه مسئله دې زموږ سر خلاص کړ. ټاکنې به ان شاالله دويم رونډ ته نه پرېږدو چې لاړې شي. په اول رونډ کې به يې که خدای (ج) اشرف غني صاحب ګټي

  2. احمد شاه کندهاری Reply

    قرار صاحب! پر ګوتو دي برکت سه!

  3. hidayatullah Reply

    مجید قرار صاحب ډیره ډیره مننه چې په حساس وخت کې دې ولس ته پوره معلومات او کرزي ته د خپلو کړنو پایلې روښانه کړي خو ګرانه ګیله چې کله څوک کوي له هغه یې کوي چې هوښیار او زړه ته ورنږدې وي زه په دې اړه له کرزي هیڅ ګیله نه لرم ځکه هغه هر وخت داسې کارونه کړي چې د افغانستان او خصوصاً د پښتنو په ضد دي زمونږ په زړه کې نوموړی هیڅ ځای نه لري نو ګیله مو هم ترې نشته بلکې مقابلې ته ورته راوتلي یو زه له افغان ولسه هیله لرم چې د ټاکنو په ورځ به مونږ ټول کوښښ کوو چې په مرکزونو کې څوک تقلب ته پریږنږدو ولو که زمونږ په وینه هم تمامیږي زه دې مړ شم خو افغانستان دې ژوندی وي

  4. h.zmary Reply

    قرار صا حب ډیره مننه چی منحیث د قلم دست انسان دی خپل مسولیت ادا کړی دا لیکنه ددی ولس حق دی پر تا او ستا پشان نورو د قلم خاو ندانو ځکه چی ولس با ید د دی مفسدو په تحر کا تو دقیق خبر شی خو اوس انشاا له مونږ ځوانان ددی وطن د خلاصون لپاره هری قر با نی ته اماده یو داچی قر با نی ورکوو انشا اله ځمونږ قر با نی به ر نګ راوړی او دا نجص نشی کولا ی ځمونږ قر بانیو ته ټینګ شی انشا اله

  5. Amjed Khan Reply

    قرار صاحب پرځای لیکنه دې کړې ،مننه ،

  6. Shamshad Zadran Reply

    زه چه کله د جملی ته ورسیدم (ولسي شعور د ولسمشر د ګټونکي کاندید کچې ته د زلمي رسول د راوستلو خوب کاذب، او د ضعیف النفسه او بې تصمیمه فرصت طلبو حدس غلط ثابت کړ) نو د مولوی ترخیل، وصولی، عصمت قانع، طوفان وزیری، شیرخان یحیاح او ځینو نورو کسانو عکسونه می په ذهین که چاپ شول خو په علت یی سم پوی نه شوم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2