Categories

اعلان

Loading…

د کانديدانو پروګرامونه او د ژبو سياست

ليکوال: ډاکټر محی الدين خان ستانکزی

په پرمختلليو ټولنو کې ولسونه د کانديدانو پروګرامونه، کاري ټيم او کاري سابقه ښه په ځير څېړي، بيا ګوري چې کوم کانديد تر نورو غوره او دوی ته ښه خدمت کولای شي، نه يواځې دا چې خپله رايه ورکوي، بلکې خپله انګېرنه، برداشت او څېړنه له نورو سره هم شريکوي او هڅه کوي چې نور خلک هم د ده د خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

که ټول خلک دومره ظرفيت او سواد نه لري چې د ټولو کانديدانو پروګرامونه مطالعه او يا يې د کاري سابقې او ټيم په اړه څېړنه وکړي، نو لږ تر لږه باسواده ځوانان چې هم سواد او هم د څېړنې انرژي او حوصله لري دا کار ډېر ښه کولای شي، خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې باسواده پوړ په دې اړه تر نورو ډېر احساساتي چلند او غير علمي قضاوت کوي.

څرنګه چې زما موضوع د ژبو سياست دی نو د ډاکټر زلمي رسول په اړه به د فرهنګيانو د قضاوت يوه بېلګه راواخلم. فرهنګيان د دې پر ځای چې د ډاکټر زلمي رسول ټيم وارزوي، کاري سابقه يې وګوري او د هغه په منشور کې د ژبو د سياست برخه وارزوي، پر نورو ټولو واقعيتونو سترګې پټوي او يوازې دې ته ګوته نيسي چې ولي يې پښتو نه ده زده.

زه په دې برخه کې له دوی سره موافق يم چې بايد د ډاکټر صاحب پښتو زده وای، خو بايد دا خبره د ژبو د سياست په برخه کې مطرح شي نه دا چې پښتو يواځي د ولسمشر لپاره ضروري وګڼل شي او نور دې په دولت کې هيڅ درک و نه لري. تر کومه ځايه چې خبره د شخص ده، نوزه دا وايم يو څوک چې ژبه له مور، پلار او جغرافيې څخه په ارث وررسېدلې وي ولي ګناهکار وګڼل شي؟

ايا ډاکټر زلمي رسول په ازل کې د پښتو پر ځای دري ژبه غوره کړه او که د هغه مور دري ژبې وه؟ ايا ډاکټر صاحب په خپله دا غوره وګڼله چې مور او پلار دې يې دري ژبي وي او په کابل کې دې وزېږي؟ د يو چا چې يو فيصد ګناه نه وي ولي يې ګرم وګڼو؟ ايا دا موږ او تاسي چې پښتو وايو او پښتو ليکو دا زموږ خپل انتخاب او کمال دی او که له مور او پلار او سيمي ميراث راپاته دی؟ زه د افغانستان په مطرح څېرو کې يواځې ډاکټر رستار تره کی پېژنم چې مورنۍ ژبه يې دري ده خو وروسته يې پښتو هم زده کړې ده.

که د يوه کانديد ټولې وړتياوې يواځې د هغه په ژبه کې خلاصه کوو، نو بيا ولې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر څخه سر ټکوو؟ هغه خو داسي پښتون و چې يوازي يې پښتو زده وه او پښتو يې ويله. استاد سياف چې هم په خټه او هم په ژبه پښتون دی ولي يې ملاتړ نه کوو؟ ډاکټر عبدالله عبدالله هم ځان پښتون بولي او پر خپلې دري ژبې سربېره په پښتو هم ښه رواني خبرې کولای شي، ولي يې ملاتړ يې نه کوو؟ د ملا محمد عمر اخوند په اړه به خامخا جواب دا وي چې هغه په فکري لحاظ نه، بلکې يواځې په ژبه او خټه پښتون دی، جنګي کرکټر دی، پر ډيموکراسۍ باور نه لري، له عصري حکومتولۍ سره اشنا نه دی، ديکتاري روحيه لري او له طالب پرته نور ګوندونه او طبقات نه شي زغملای.

د استاد سياف په باب به ځواب دا وي چې هغه يواځې په ژبه او خټه پښتون دی، نور نه د پښتنو ګټو ته ژمن دی او نه هم د پښتو ژبې پرمختګ غواړي. آن دا چې په کلونوکلونو يې پښتو خبرې نه دي کړي، پر دې سربېره له څلوېښتو کالو راهيسي د پښتنو ضد ګروپونه سره په ائتلاف کې پاته شوی دی.

دغه ډول د ډاکټر عبدالله په اړه به جواب دا وي چې هغه تاجک دی او پښتو يې دوهمه ژبه ده، نه يواځې دا چې خپله پښتو ژبې ته وفادر نه دی، بلکي حافظ منصور، پدرام او نور پښتون ضد ستمي معصب ګروپونه او اشخاص يې هم په غېږ کې نيولي دي.

که ووايو چې د پښتو ژبې اوسنی حالت څنګه دی؟ حامد کرزی خو سوچه پښتو وايي، ان دا چې خپله کندهارۍ لهجه يې هم ښه ساتلې ده، خو بيا هم موږ او تاسي يې وينو چې پښتو په څه ډول وضعيت کې ده؟  ايا د کرزي په دوولس کلنه دوره کې په دولتی ادارو کې دوولس مکتوبونه په پښتو ليکل شوي دي؟ ايا پښتو په دفتر، تجارت، نړيوالو اړيکو، رسنيو، تعليمي ادارو کې ونډه لري؟ که په رسنيو کې لږ پښتو ليدل کېږي هم خصوصي رسنۍ دي چې په دې نوم له بهرني ډونرانو نه پنډونه اخلي کنه د طلوع مشر سعد محسني به پر پښتو دومره مين و چې لمر ټلويزيون او اراکوزيا راډيو به يې جوړوله؟ که يواځې د کرزي پښتو ويلو پښتو ژبې ته وده ورکولای شوای، نو نن به پښتو عملا د افغانستان رسمي ژبه وای.

انجنير حکمتيار او استاد سياف په پښتو خبري کوي، خو افغان ملتيان يې له دې امله تکفيرول چې ولي د ژبو خبره مطرح کوي او يا ولي غواړي چې پښتو ژبه دي هم د دري غوندي وده وکړي.

يو پښتو ژبی کيسه ليکوال او ژورناليست نسيم شفق حکمتيار ته څو ملګري ننواتی وروستل چې که دی عالي قدر ذات اجازه ورکړي چې د سيد قطب کتاب له دري څخه پښتو ته راوژباړي، حکمتيار صاحب ورته وويل چې دا کتاب په دري کې شته  پښتو ته يې اړتيا نشته. شفق ورته وويل چې سليمان لايق مارکسستي اثار له روسي څخه پښتو ته راژباړي زه ولي دومره يو مهم اسلامي اثر پښتو ته نه راوژباړم؟ هغه و چې تر ډېرو چنو ورسته يې د حکمتيار صاحب اجازه تر لاسه کړه.

له دې سره سره چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې پښتو او دري دواړې د افغانستان ملي او رسمي ژبې دي، خو بيا هم له پښتو ژبې سره په دفتر، رسنيو، تجارت، ټيکنالوژۍ او ډيپلوماسۍ کې د مور او ميرې چلند کېږي، د دې ټولو ستونزو اصلي عامل دا دی چې له پخوا څخه زموږ د ژبو سياست سم نه دی عيار شوی، نه په قوانينو کې د ژبو خوا ته سم پام شوی، نه په دې اړه سياسي اراده موجوده ده او نه عملا کار ورته شوی دی.

يو ملت په فرهنګ او فرهنګ په ژبه ژوندی وي چې په دې اساس د ژبو سياست ته فوق العاده پام کول په کار دی. د افغاني فرهنګ د اصيلو ارزښتونو ساتل او په هغه کې بيا د ژبو وده تر ټولو مهمه ده. پانګه وال او بېوزله خلک  يوه کانديد ته د هغه د اقتصادي پروګرامونو له مخې رايه ورکوي، جګړه ځپلي خلک يې د سولي پلان غوره ګڼي، دغه ډول هر څوک د خپل پوړ او قشر ګټو ته په کتو سره لومړيتوبونه ټاکي، خو ژبه د ټولنې دټولو اقشارو حق دی او بايد چې د هر کانديد په کړنلاره او منشور کې د ژبو سياست روښانه وي.

 ما چې تر دې مهاله په رسنيو کې د کانديدانو مناظرې ليدلي او يا مې د کانديدانو په رد او يا تاييد کې د فرهنګيانو نظريات څېړلي، نو د ژبو سياست ته پاملرنه نه ده شوې، زموږ ښاغلي فرهنګيان د دې پر ځای چې د يوه کانديد په منشور کې فرهنګي سياست په تېره بيا د ژبو برخې ته ګوته ونيسي او يا د ولس او يا خپله د کانديد پام ورته راواړوي يواځې پر دې بحث کوي چې د فلاني کانديد پښتو زده او د فلاني نه ده زده.

که د ژبو سياست مهم نه وای او يواځې د ولسمشر په پښتو ويلو پښتو وده کولای نو اوس به په تېرو دوولسو کالو کې پښتو ډېره وده کړې وای. د کرزي تر څنګ پښتو ليکوال او سر څېړونکی ښاغلی زلمی هيوادمل چې د ولسمشر فرهنګي سلاکار وزير دی او خپله يې تر سلو ډېر پښتو کتابونه يې ليکلي دي اوس به يې په دې دوولسو کالو کې له کرزي څخه بيخي ليکوال جوړ کړی وای، خو ستونزه بيا هم دا ده چې د ژبو سياست سم نه دی.

 زه په پای کې وړانديز کوم چې بايد د ژبو پر سياست ټينګار وشي، که چېرې د افغانستان د ژبو سياست روښانه او له ټولو ژبو سره عادلانه چلند شوی وای، نو نن به په پوهنتون کې د يوه محصل بېچاره مونوګراف له دې خاطره استاد ايسته نه اچولای چې په پښتو دی. که چېرې د افغانستان په اساسي قانون کې پر پښتو او دري ژبو تسلط د ولسمشر لپاره يو شرط وای، نو نن به ډاکټر صاحب زلمی رسول له دې امله د کانديدانو له ليست څخه حذف شوی وای چې پښتو يې نه ده زده، دغه ډول به جنرال دوستم د ډاکټر اشرف غني احمدزي او محقق به هم د پښتو نه ويلو په وجه د مرستيالۍ له ليست څخه ليري شوي وای، که د ولسمشرۍ لپاره پښتو او دري ژبې د ولسمشر او د هغه د مرستيالانو لپاره شرط وای نو نن ډاکټر زلمی رسول څه چې جنرال دوستم او محقق به هم ځانونه مجبوره ګڼلای چي پښتو ژبه زده کړي. په پښتو ژبه کې يو متل دی وايي تاوان چې پر هر ځای راوګرځوې ګټه ده، اوس هم ناوخته نه دی، زما وړانديز دا دی چې بايد په رسنيو کې د ژبو د سياست خبره راپورته شي تر څو هر کانديد همدا اوس لا په دې برخه کې خپل دريځ روښانه کړي، د ژبو خبره يوځې سياسي نه بلکې حقوقي موضوع هم ده، دا حق يواځې په دې سره نه ادا کېږي چې ولسمشر پښتو زده کړي، بلکې تر ټولو غوره، موثره او عادلانه لاره يې  داده چې د ژبو سياست روښانه او اصلاح شي.

27 total views, 1 views today

6 comments

  1. Zghard Reply

    Stanikzay saheb, khuday go ka har somra khwary wakre zalmay rasol kho de olasmshar po toga sa che de woloswal po hays ye ham rabande wana mane!

    Team aw dala ye tol jinayatkaran aw jangsalaran di aw khpala de hech kar wartya aw liyaqat na lari.

  2. حلیم شجاعی Reply

    د ولس انتخاب زلمی رسول دی. او هغه دتول افغانستان نماینده گی کولای شی.

  3. سيف لودين Reply

    په زړه پوري ليکنه، د ژبي او سياست تر منځ ښه استدلال پکې کارول سوى،خصوصاً دا پراګراف((ه د ژبو سياست مهم نه وای او يواځې د ولسمشر په پښتو ويلو پښتو وده کولای نو اوس به په تېرو دوولسو کالو کې پښتو ډېره وده کړې وای. د کرزي تر څنګ پښتو ليکوال او سر څېړونکی ښاغلی زلمی هيوادمل چې د ولسمشر فرهنګي سلاکار وزير دی او خپله يې تر سلو ډېر پښتو کتابونه يې ليکلي دي اوس به يې په دې دوولسو کالو کې له کرزي څخه بيخي ليکوال جوړ کړی وای، خو ستونزه بيا هم دا ده چې د ژبو سياست سم نه دی.)) مي يې ډېر خوښ سو.

  4. zahid Reply

    سلامونه می قبول کړه ستانکزی صاحب
    ستا سو دلیکنی سره موافق یو رښتیا هم دژبوسیاست باید موجودوی او همدارنګه دپښتو ټغر مخ په ټولیدودی ځکه چه دمحصل مونوګراف په خپله مورنی ژبه ونه منل شی نودا تاسی رسمی ژبه پولی ؟ باید دی ته کاروشی خو دزلمی رسول په اړه باید ووایم چه که ښاغلی حامدکرزی او یا هغه کسان چه زلمی رسول ته کمپاین کوی او یا هغه ته رایه ورکوی دټول ملت سره ظلم کوی او ملت لویو کندوته اچوی په زلمی رسول کی تنها دژبی مشکل ندی زلمی رسول هم دا دوولس کاله دحامدکرزی په کابینه کی شامل وو آیا کوم دپام وړ خدمت یی مونژته ښودلی شی چه کړی یی وی او مونژتری نه ووخبر؟ ښاغلی رسول یو ډیر ارام اوبی پلانه سړی دی افغانستان په اوس شرایطوکی یوجدی اوپلان لرونکی ولسمشرته اړتیا لری دافغانستان اقتصادله پښو لویدلی دی بایدیوداسی ولسمشرولروچه دافغانستان اقتصاد په پښوودروی او په کابینه که اصلاحات راولی دا فاسدچارواکی له ټیم نه لری کړی اواصلاحات راولی دزلمی رسول په کامیابیدوسره به زوړ ملا وی او زړی تراویح نه به یی په ټیم کی تغیر راشی او نه په پلان کی ځکه چه هغه هم دکرزی په شان مصلحتی کس دی دهیچا لیاقت اوکارکرده ګی ته نه کوری وزارت ولایت اونورپستونه ورکوی وایی چه پلانکی خفه نشی او پلانکی خفه نشی دی ته نه ګوری چه په اداروکی مو څه حال دی که په رښتیا سره انتخابات وشی او درغلی نوی نو زلمی رسول به ۳فیصده رایی هم ترلاسه نکړی ځکه چه هیڅ کمال پکی نشته صرف دامریکا او حامدکزی پروژه ورباندی تطبیق کیدای شی اوبس

  5. پسرلی Reply

    وروره ښو ټکو ته مو اشاره کړې. مګر د اساسي قانون ۱۶ ماده فرمايي چې پښتو او دري د هېواد رسمي ژبې دي چې ولسمشر د ټولو رسمي چارو په سر کې راځې، که چېرې ولسمشر په ژبو پوه نه شي پدې معنی چې د اساسي قانون دا ماده خو نقض شوه! که خبره د پلان وي ښاغلی زلمی هېڅ ډول پلان نه لري او که لري یې راسره یې شریک کړه مګر یو پلان لري چې د اوسني حالت تداوم هغه هم په منفي ډول . که چېرې خبره د ټیم او تېرې سابقي وي بیا خو روښانه ده چې د ښاغلي زلمي ټیم د اوسني حکومت ځینې مفسد او بې کفایته چارواکي او د نظار شورا ده او که چېرې خبره د پوهې وي بیا خو زلمی د طب ډاکټر دی او د دواړو مرستیالانو پوه یې هم تر پوښتنې لاندې ده. ګرانه دا احساسات نه دي بلکې علمي او واقعي خبرې دي او که ته چېرې شک لرې او یا د زلمي کمپاینر یې بیا دې ماظرې ته دعوت کوم. .

  6. Abdul Ghafar Reply

    ستانکزی صیب، ستاسو په وینا چې: (په پرمختلليو ټولنو کې ولسونه د کانديدانو پروګرامونه، کاري ټيم او کاري سابقه ښه په ځير څېړي) د زلمي رسول په اړه خو دا هر څه کاملا روښانه دي، پاتې شوه د ژبې خبره، دا یو حقیقت دی چې پښتانه د ژوند د نورو برخو تر څنګ د دولتونو د ژبني پالېسۍ قربانیان هم دي نو ځکه زلمی رسول په لومړي نظر نه خوښوي. د ولسمشرۍ څوکۍ یوه حساسه څوکۍ ده او هر څوک چې دې څوکۍ ته راځي نو باید ډېر حساس کس او د ملت په ټولو خبرو پوه وي خو هغه چې په تېر ټول عمر کې ورته دا کومه مهمه خبره نه وي ښکاره شوې نو وروسته له دې به ورته څه ښکاره شي او څه اقدام به يې په اړه وکړي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *