Categories

اعلان

Loading…

بشریت افغانانو ته پړنه دی؟! – فرقاني

د بشری تاریخ په لړ کې ځینې داسې پیښې واقع شوې، چې دبشریت ګڼ شمېر ملتونه او حکومتونه یې په خپلو پرېکړو کې تر خپل اغیز لاندې راوستي، او د تل لپاره یې یاد تازه او اغیز پریکنده.پاتې شوی، یوه له دغوخونړیو پیښو څخه د ” هولوكوست ” پیښه ده، که څه هم چې یاده پیښه تر ډېره بريده یوه  وهمې پیښه ده، خوکوم مهال چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې په عسکري اډو او زندانو کې د بېشمیره خلکو د یو پر بل باندې دانبار شویو جسدونو او په ټولیزه توګه د انسانانو د سوزولو غونډریو دشتون انګازو لپاره پراخه تبلیغات تر سره شول، او صهیونستانو پر دې مزعومه پیښه باندې داسې پانګونه وکړه چې د تل لپاره یې غربي نړۍ پر خپل مظلومیت او محرومیت باندې قانع او د همدغې پیښې په پایله کې چې د منلو او حقیقت په هکله یې ډیر شکونه شته دی، ځانته دا حق حاصل کړ، چې په یوه داسې سیمه کې ځانته ځانګړی حکومت ولري، چې د یادې پیښې سره په هیڅ ډول تړاو نه لري، بیا آن تر دې چې د نولسمې پیړۍ په اتیاییمه لسیزه کې یې د دې موخه لپاره چې نوموړی وهمي داستان د بشریت هیر نه شي داسې مسوده ترتیب کړه چې پر اساس یې هیڅوک حق نه لري، تر څو یې د واقعیت په هکله شک او ګمان ولري او دا مسوده یې په فرانسه کې تسوید او په پای کې یې په ډېرو اوروپایی او لوېدیځوالو هېوادنو کې تصویب کړه.

د اوروپایانو وجدان یې د تل لپاره دې ته اړ کړ، تر څو د مسلمانانو ځمکه غصب  او ورباندې دوی ته ځانګړی حکومت جوړ کړي، له همدې ځایه ده، چې هر کال د جنوری په ۲۷مه نیټه په نړیواله کچه د “هولوکوست” تر نامه لاندې ورځ لمانځل کېږی.

په دې کې شک نشته چې پر افغانستان باندې د سره لښکر د خونړي یرغل پر مهال  او تر هغه وړاندې، چې کوم د وحشت او بربریت څخه ډک ظلمونه او کړاونه تېر شول، او تر نن پورې یې بهیر روان دی، دافغانستان ویاړلی او باتور ملت، چې د تاریخ په اوږدو کې یې چا ته د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی، دچا اسارت  ته یې  غاړه نه ده ایښیې، یې په بار بار د غم په تغر کینولی، د هرډول معیار پر بنسټ تر هغه وهمې “هولوکوست”  څخه کم نه دي، چې د نړیوال بشریت وجدان دې ته اړ کړي، تر څو  افغانانو ته خپل حقوق ورکړي، سرښندنې ته یې د درناوی په سترګه  و ګوري، ځکه چې افغانانو بشریت د هغه کمونستی خونړي زبرځواک څخه وژغوره، چې ټوله غربي نړۍ، د کمونستی نظامونو په کړۍ کې  میشت ملتونه او  پاتې نړۍ یې د ظلم او وحشت څخه په وېره کې ژوند کړ، افغانانو له قومي لحاظه دغه ټول ظلم او بربریت ونه زغامه او د مقابلې لپاره یې په پوره زړورتیا او متانت ور و نه دانګل، بلکه د خپل خدای ورکړی خوی له کبله چې د خپلواکۍ په لار کې هر ډول سر ښندنې ته تل تیار وي ور ودانګل او دهغه لوی هدف لپاره، چې دکمونستي نظام نړول او له منځه وړل وو، یې وحشت وزغامه.

که لږ شا ته وګرځوو او په تېره بیا د کمونیزم د عروج د زمانې د تاریخ پانې ولولو، دا په څرګنده توګه را ته جوتېږي، چې د لوېدیځ استعماری ځواک  دکمونیزم د پراختیا او نفوذ څخه په وېره کې ؤ،  په دې لټه کې ؤ، چې د اسلامی نړۍ هېوادونه په داسې ډول متحرک کړي، چې د کمونیزم د پراختیا او نفوذ مخنیوی وکړي،او هڅه یې کوله چې هغه ختیځه اوروپا چې د کمونیزم په خونړۍ کړۍ کې ښکیل وه، وژغوري .او په دې ډول لوېدیځ و کولای شي، چې په یوه هوسا چاپېریال کې خپلو استعماري، اقتصادی او پراختایی پرګرامونه  ته  وده ورکړي.

تر څو چې په دې موخه ريښتنې موکه په لاس ورغله، او روسانو پر سر لوړي افغانستان نظامي یرغل په لاره واچاوه، لوېدیځ وکولای شول چې هغه لوبغاړی چې غوښت یې د روسانو پر وړاندې یې ولوبوي په عملي ډول  ودروي. اسلامي نړۍ یې د افغانستان په ډګر کې د روسانو سره ښکیل کړه، په ټوله اسلامي نړۍ کې یې په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د جهاد روحیه او ولوله تايیدکړه، د ټولې اسلامي نړۍ د هېوادنو حکومتونو د لوېدیځ پر هڅونه په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې دجهاد ملاتړ وکړ، په دې ټوګه لوېدیځ وکولای شول، چې په هماغه افغانستان کې چې لوېدیځ پر خپله پکې د شرمه او ننګه ډکه ماتې خوړې وه، روسان په ګونډو کړي، سره لښکر هم د لوېدیځوالو د یرغلګرو ځواکونو په څیر ماتې و خوړه، هېره دې نه وي، چې د جنګ په ډګر کې بنسټیزه ونډه پخپله افغانانو لرله.

لوېدیځ په ډېره ځیرکتیا سره د افغانانو د شهامت او ولولې څخه ګټه پورته کړه، او د افغانستان په لوړ غرو کې چې د میړانې او اتلولۍ د صحنو شاهد دي، یې خپل خونړی دښمن په ګونډو کړ، کوم چې په هکله یې په افغانستان کې د روسانو دې یرغل پر مهال د جنګ قوامندان ګروموف د افغانستانه د وتلو پر مهال داسې ویلي:” موږ د افغانستان په دې تورو غرونو کې د خپل تاریخ سره سره خپله جغرافیا هم له لاسه ورکړه“.

له شکه پرته او په ډېر ډاډ سره دا ویلی شوو، چې افغانانو ټول بشریت د هغه کمونیزم له شره وژغورل، چې له اوږدې مودې راپدیخوا يې ژوند له ګواښ سره مخ کړی ؤ، ختیځه اوروپا د لوېديځه اوروپا سره بېرته یوه شوه، د کمونیزم په کړۍ کې ګڼ شمېر هېوادونه د خپلواکۍ څیښتنان شول، خپلواک هېوادونه بېرته را منځه ته شول.. دا ټول د افغانانو د سرښندنې او میړانې پایله وه او ده.  خو له بدمرغه د هماغه مهاله چې کمونیزم د افغانستان په دنګو غرونو کې ونړید، هغه هېوادونه چې پکار وه د افغانستان د کړېدلی ملت د ایثار، سرښندنې او مېړانې قدر یې کړی وی، د افغانستان د هضمولو په لټه کې شول، لوېدیځ د نظامي یرغل له لارې د افغانستان د مقدراتو د خپلولو په موخه افغانستان ته د دوو مکرجنو او غولونکو شعارونو( د دیموکراسي خپرول او تروریزم ځپل) تر عنوان لاندې مخه کړه.

غولونکي شعارونه:

کېدای شي اړینه وي، دلته د نوموړو شعارونو په حقیقت او څرنګوالی لږ رڼا واچوو او بیا به خپل بحث ته را وګرځو:

  د ډیموکراسۍ غولوونکی شعار هغه جنت دی، چې دنړۍ هغو هیوادونو ته ئې باید د لویدیځ  استعمار چمتو کړي، چې تر اوسه ورنه محروم دي، دوی باید د لوېدیځ پر مټ د هغه جنت ننداره وکړی؛ چې د مستبدو پادشاهانو او حاکمانو د استبداد په پایله کې ورنه محروم ساتل شوی، د هغه جنت نه باید دوی هم خوندونه واخلی چې په لوېدیخ کې د لوېدیځ تمدن خلکو ته ورپه برخه کړی!!.

په حقیقت کې د لویدیځ استعمار د ډیموکراسۍ دا جنت هم د اسلامی نړۍ په هیوادونو نه لوروي، ځکه چې هغه اسلامی حرکتونه چې د ډیموکراسۍ د اساساتو پربنسټ په اسلامی نړۍ کې حکم ته ورسیدل ، بیا په بنیادګرایۍپه تور تورن او د پوځي انقلابونو او دسیسوو له لیارې د حکم نه ګوښه شول ، ځکه چې دوی د اسلامی اصول په اساس د یوه اسلامی حکومت غوښتونکی وو ، او موږ په خپله معاصره زمانه کې دا راز ډیر مثالونه لرو، چې د فلسطین د حماس ګوند، د الجزایر اسلامی حرکت ،د ترکیې د رفاه اسلامی ګوند او دمصر د اخوان المسلمين.. چې د غربي ډیموکراسۍ د اصول سره سم د خلکو د عام انتخاباتو په پایله کې حکم ته ورسیدل ، مګر له کومه ځایه چې د لویدیځ استعمار خپل کرغیړن مصلحتونه د دې اسلامی حرکتونو په حکومت کې په خطر کې لیدل نو ئې دې راز رزا توطیئو په اساس له حکومتدارۍ نه ګوښه کړل، او په ډیره سادګۍ ئې د بنیاد ګرایۍ په تور تورن کړل .

په کومو هېوادونو کې یې چې د دیموکراسۍ د پليکېدو او د تروريزم د ځپلو تر پلمه لاندې نظامي یرغلونه په لاره واچول، لکه عراق، افغانستان هم د دغه نعمت څخه برخمن نه شول!، موږ په خپل افغانستان کې د دیموکراسۍ هغه اساسات نه شوو، محسوسولی چې عامو خلکو ته د لوېديځ په څېر حقوق تضمین کړي، موږ د ترهګرۍ سره د اوږدې مبارزې په پایله کې تر اوسه د ډاډمن امنیت نښې نښانې نه شوو موندلی، آن تر دې چې په دې اړه ريښتني تضمینات د امنیتي تړون د لاسلیک په صورت کې هم نه شوو، تر لاسه کولی!.

که یوه لوری ته لوېديخ پر دې پړ دی، چې د افغانانو د سرښندنو، شهیدانو، یتیمانو .. قدر یې کړی،  وی، د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې، د بیا رغونې په پروسه کې، د ښوونې او روزنې په احیا کې، د ښه حکومتدارۍ په رامنځته کولو کې… د افغانستان سره مرسته کړې وی. بل لور ته ګاوندي هېوادنه پر دې پړه دي، چې د افغانستان سره یې د دښمنۍ پر ځای مرسته کړی وی، ځکه دافغانانو سرښندنې د هر چا نه مخکې د دوی په حق کې، د اسلامي هېوادنو په حق کې، د اوروپاو امریکا بلکې د ټول بشریت په حق کې سرښندنه او قرباني وه، خو په ټول تاسف سره نن د نورو استعماري هېوادونو په څېرګاوندي هېوادونه هم د افغانستان په چارو کې د خپلو اهدافو د تحقق په موخه په لاندې تفصیل لاسوهنه کوي:

په افغانستان کې د پاکستان او هند د سیالۍ پایلې:

 دا خو تر لمرمشهوره ده چې په سیاسی لحاظ هرهیواد په خپل ګاونډ کې تر خپل ځان غښتلی او پیاوړی هیواد نه غواړی ، او د خپلو سیاسی او اقتصادی مصلحتونو په اساس هڅه کوی ، چې د سیاسی سیالۍ په ډګر کې تر خپل ګاونډي هیواد نه په هره کچه غښتلی وي . که څه هم پاکستان د شوروی اتحاد د یرغل نه وړاندې او دیرغل په ترڅ کې په افغانستان کې ستراتیژيک عمق درلود ، او د ځینو سیاسی کړیو له لارې ئې خپل سیاسی مصلحتونه په افغانستان کې خوندي ساتلی وو ، او له خپل سیال اورقیب هیواد (هند ) څخه د افغانستان په سیاسی ډګر کې یو ګام وړاندې ؤ ، خو د پاکستان دا اوږد شوی لاس افغانستان ته د شوروی اتحاد د یرغل نه وروسته اوپه تیره د روسانو د وتلو نه وروسته ورځ تر بلې لنډیدا ، او هند د خپلو اتلافي هیوادونو په مرسته لکه روسیه او ایران د افغانستان ګرداب ته لاره وموندله ، او ورو ورو ئې ځان د یاد شویو هیوادونو په مرسته د افغانستان په سیاسی کشاله کې داسې مطرح کړ ، چې د پاکستان سیاسی خوزښت ته ئې په افغانستان کې ریښتینی ګواښ متوجه کړ . سره لدې چې د پاکستان سیاسی رول د افغانستان په معضله کې تر هند ډیر ژور ؤ ، او هغه هیوادونه چې د پاکستان تر شا ولاړ ؤ لکه امریکا ، اوروپا او عربي هیوادونه ، دهند سره تر متحالفو هیوادونو لکه روسیه ، ایران په نظامي او اقتصادي کچه ډیرپیاوړي او قوی وو ، سره لدې د پاکستان رول په افغانستان کې ډیر ضعیف او کمزوری شو .

کوم مهال چې لوېدیځ دپاکستان په مرسته په افغانستان کې خپل نظامی اوسیاسی سیال روسیه دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان نه و وځي ، او دافغانستان په جګړه کې خپله ماتی ومني ، عام ذهنیت داسې انځور شو، چې ګواکی روسیې د خپلو متحدینو سره د افغانستان له سیاسی کړکیچ نه بلکل پښي سپکې کړی ، او د افغانستان د کشالې نه د تل لپاره ووتل ، او افغانستان ئې لویدیځ ته وسپاره . خو په حقیقت کې داسې نه وه ، بلکه دا د انځور نیمه برخه وه ، چې د نړیوالو مطبوعاتو له لارې خلکو ولید ، او د انځور پاتي برخه دا وه چې روسیې په افغانستان کې داسې سیاسي ډلې په پښو درولی وې ، چې د دوی په غیاب کې د دوی سیاسی مصلحتونه په افغانستان کې خوندي وساتي . همداسې وشول د روسانو د وتلو سره سم هغه سیاسی ډلې د افغانستان په سیاسی واکمنۍ حاکمې شوی ، چې د روسانو له خوا ئې نظامی او اقتصادی حمایت کیده ، او هغه ډلې د افغانستان د ساسی برخلیک نه ګوښه پاتي شوی چې د پاکستان او د هغه تر شا ولاړو هیوادنو ئې نظامی او اقتصادي حمایت کاوه ، لدې کبله د بهرنیو هیوادونو په لمسون د افغانستان د سیاسی برخلیک په سر د دغو ډلو کشمکش بیرته په افغانستان کې د جګړې ډګر ټود کړ ، که څه هم دې جګړې ته د داخلي جګړې نوم ورکړ شو ، خو په حقیقت کې دا د هماغې جګړې تسلسل ؤ ، چې د لویدیځ او ختیځ استعمارګران تر منځ په افغانستان کې پیل شوی ؤ ، د جګړمارو ډلو تر شاه هماغه استعماري قوتونه ولاړ ؤ چې تر دې وړاندې ئې په افغانستان کې د جګړې اور بل کړی.

 بل لور ته ایران هم په افغانستان کې خپله لاسوهنه ډېره ژوره او زوروره په لاره اچولی ده، په حکومتي، پارلماني او ولسي او سیاسي جریانونوکې د ایران د استخبارتي کړیو استازو ځای موندلی او د ایران د استخبارتي موخو په خدمت کې زیار باسي:

هغه غولونکي شعارونو پورته کوي، چې وړاندې تر دې چې د دوی شعار وي، هغه د ایران د سیاسي استراتیژیکې موخې دي، د  اقلیتونو سره د تعصب تر نامه لاندې د نورو حقوق تر پوښو لاندې کوي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر شعار لاندې خپل نفوذ ته لاره هواروي،  د امریکا سره د دښمنۍ تر پلمې لاندې خپله د نفوذ کړۍ د حکومت او نورو سیاسي جریانونو په چوکاټ کې پراخوي، د افغانستان سره د مادي مرستې تر عنوان لاندې د افغانستان سیاسي پریکړه یرغمل کوي.

واقعیت خو دا دی، چې ټولنیزې ښکارندې په پرله پسې توګه د مثبت بدلون او اوړون په چوکاټ کې د یوه هیواد د پراختیا او پرمختګ په ډګر کې نوښت ته اړتیا لری، خو دا نوښت باید د نوموړي هیواد د دیني، فکري او کلتوري ارزښتونو څخه،کوم چې په نړیواله کچه د یوه  هیواد  ځانګړتیا او هویت تشکیلوي پښه بهر کې نه ږدي او نه هم نوموړي ارزښتونو د پردیو هیوادونو تر کلتوري یرغل لاندې واقع شي. خو له بدمرغه زموږ په هیواد کې هغه کرغیړنې ښکارندې، چې د یوې انسانې ټولنې د تباهۍ او بدمرغۍ لامل کیږې په پرله پسې توګه پر هیواد باندې د حاکم حالت له کبله د ودې په حال کې دي او زموږ سر لوړی هیواد د ذلت او معنوي خوار ۍ لوري ته وړي.

د مطبوعاتو په عرف کې د لویدیځ د قانون سره سم د بیان آزادی هغه اصل دی چې باید په هیڅ ډول تر پښو لاندې نه شي ، خو دا پرمختللی هیوادونه هم د خپل کلتور، دود  او ملی امنیت  خوندي ساتلولپاره د ژورنالزم په وزارتونو کې د کنټرول څانګې لری تر څو هغه مواد وارزوي کوم چې عام وګړی ته د رسنیو له لارې رسیږی، د لوېدیځ دنړۍ مشهورې ورځپانې لکه ټایم، نیوزویک، واشنګټن پوست …  مطالب او لیکنې هم تر خپریدو وړاندې چک کیږی  او همدا راز د نړۍ ټول هیوادونه دا  د مطبوعاتو د کنټرول څانګې لری، تر څو وکولای شي د عام وګړی فکر، کلچر، عقیده، اخلاق … په هغه چوکاټ کې وساتی چې د هغه هیواد له ملی او دینی هویت سره سمون لري .

سربیره په دې د هر هیواد روشنفکره او مثقفه طبقه مسؤلیت لری چې د خپل هیواد وګړو ته هغه فکر، عقیده او فرهنګ وړاندې کړی چې د دوی ملی هویت او دینی ارزښتونه په کې محفوط وي، که چیرې خپل هیواد ته صادق وي او پلورل شوی نه وي .

اوس که دافغانستان حالت وګورو . د لویدیځ د اشغال په سیوره کې زموږ د مطبوعاتو ټول ماشین د ایران او هند په لاس کې دی، کومې هندی ډرامې چې د افغانستان په مشهورو ټلویزونو نو کې نندارې ته ایښودل کیږی د افغانستان ټولنه د تباهۍ لوري ته بیایی، ځکه چې د فرهنګي پیغام وړاندې پکې دیني پیغام نغښتي دی، که د نوموړو ډرامو مضمون او محتوی وڅیړل شي پرته له دینی پیغامه بل څه پیغام نه لری ، د بوداییزم هغه دیني فلسفه چې د یوه سړی روح په اوو مختلفو کالبدونو کې د اوه ځله لپاره ژوندۍ کیږی ، او یو انسان اوه ځله په مختلفو څیرو کې ژوندی کیږی، پکې تمثیلیږي ، د کلتوری پیغام تر څڼګ د هرې ډرامې مرکزی پیغام دا دي چې د یوه انسان روح په مختلفو جسمونو کې ننوځي او ژوند وربښي  . که د دې ډرامو اغیزه په خپلو هغو کورنیو کې انځور کړو چې اکثریت ئې سواد نه لری او دینی پوه ئې ډیره کمه ده، او د دې ډرامو د لیدلو شرایط د بې وزلی سره سره ورته مهیا شوی دي. دا چې په لباس، خوراک څښاک کې د دې ډرامو تر اغیز لاندې راشو دا خو حتمی ده، زه په ټول باور ویلی شم ،چې زموږ په افغانی ټولنه کې به د سندرا ، دلهن ، ساغر … او داسې نور نومونه پیدا شوی وي، هندي لباس خو په پراخه کچه رواج  او د افغاني ټولنې دفیشن او سینګار  اړینه برخه ګرځیدلی، د هندوانو په څیر پر ټنده دخالونو ایښودل خو زموږ په اصیله ټولنه کې  دهر چا تر سترګو کیږي.

دا خو پردی فرهنګ او دود دی چې زموږ ټولنې ته یې لاره موندلې ده ، تر دې هخوا  هڅې روانې دي تر څو زموږ اصیل دیني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې را شي او د ناوړه بدلون په لور په حرکت کې شي، کومې ډرامې چې په ډیر فخر او ویاړ د افغاني ټلویزنونو له لوری لیدونکو ته په اسلامي مناسبتونو کې وړاندې کېږي، هغه اسلامی ارزښت یې چې د څورلسو پیړیو را هیسې په خپل حال پاتې وو د ناوړه بدلون  په لور په حرکت کې کړ یعني د اسلامي شخصیتونو تجسید او تصویر .

زموږ په ذهنونو کې  د پیغمبرانو او د صحابه وو د سپڅلېو څیرو بدیلې څیرې مجسمې شوې کومې چې د اسلامي حکمت پر بنسټ باید همدا راز پټې پاتې وی، تر څو یې د عظمت او لویوالی تابتیا زموږ په ذهنونو کې محفوظه پاتې وي، او له دې لارې مود الله تعالی عظمت او لویي درک کړې وی

دا هغه اصل او ارزښت دی چې د څورلسو پیړیو په اوږدو کې په خپل حال پاتې ؤ او اوس د بدلون په حال کې دی ، دیادونې وړ ده چې ډیری د دغو تاریخي ډرامو چې پکښې د پیغمبرانو او صحابه وو کرامو شخصیتونه تجسید شوي دي د ایران داسلامي جمهوریت له لوري تمویلېږي.

دا شرایط څوک برابروی ؟ دا د یو منظم پلان په پایله کې د ایران او هند له لوری په افغانستان او اسلامي نړۍکې د غربي اشغال په موجودیت کې برابریږی، د مختلفو مصلحتونو په پایله کې لوېدیځ د افغانستان کلتوری فضا ایران او هند ته سپارلی ده، د ډېرو شننوکو په باور د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزارت په مشرۍ دا پلان په وړاندې روان دی ، دا وزارت پر ځای د دې چې ټولنه له پردی یرغل څخه و ژغوری په خپله ټولنه د بربادۍ او تباهۍ کندې ته راکاږي، اود دولت څلورم ځواک د ایران او هند په واک کې ګڼي .

د پورتني تفصیل پر بنسټ دا استدلال کولی شوو، چې د افغانستان کشالې ته دوه ګواښه ژوند ورپښي: لومړي د بهرنیو شته ځواکونو حضور په افغانستان کې او دوهم د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه د افغانستان په چارو کې، تر کومه چې دغه دوه ګواښونه د افغانستان په سیاسي فضا کې شتون ولري د افغانستان حالت به د سمون لور ته په حرکت کې نه شي، په بل عبارت د افغانستان د کشالې د حل پروسه  په افغانستان کې د شته بهرنیو هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په لاس کې ده، هغه اړخونه چې د افغانستان د خلکو د سرښندنې او قربانۍ پوروړي دي، هغه اړخونه چې د انساني اصولو پر بنیاد هم پر دې پړه دي، تر څو د افغانانو د سرښندنې پور ادا کړي او افغانستان له دغه حالت څخه وژغوري، تر څو چې یاد حالت حاکم وي، نه به په افغانستان کې انتخابات  د خلکو په ژوندانه کې کوم ريښتنی بدلون را منځه ته کړي او نه به راتلونکي حکومت د خپلې ارادې خاوند وي.

په دې کې شک نشته چې پر افغانستان باندې د سره لښکر د خونړي یرغل پر مهال  او تر هغه وړاندې، چې کوم د وحشت او بربریت څخه ډک ظلمونه او کړاونه تېر شول، او تر نن پورې یې بهیر روان دی، دافغانستان ویاړلی او باتور ملت، چې د تاریخ په اوږدو کې یې چا ته د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی، دچا اسارت  ته یې  غاړه نه ده ایښیې، یې په بار بار د غم په تغر کینولی، د هرډول معیار پر بنسټ تر هغه وهمې “هولوکوست”  څخه کم نه دي، چې د نړیوال بشریت وجدان دې ته اړ کړي، تر څو  افغانانو ته خپل حقوق ورکړي، سرښندنې ته یې د درناوی په سترګه  و ګوري، ځکه چې افغانانو بشریت د هغه کمونستی خونړي زبرځواک څخه وژغوره، چې ټوله غربي نړۍ، د کمونستی نظامونو په کړۍ کې  میشت ملتونه او  پاتې نړۍ یې د ظلم او وحشت څخه په وېره کې ژوند کړ، افغانانو له قومي لحاظه دغه ټول ظلم او بربریت ونه زغامه او د مقابلې لپاره یې په پوره زړورتیا او متانت ور و نه دانګل، بلکه د خپل خدای ورکړی خوی له کبله چې د خپلواکۍ په لار کې هر ډول سر ښندنې ته تل تیار وي ور ودانګل او دهغه لوی هدف لپاره، چې دکمونستي نظام نړول او له منځه وړل وو، یې وحشت وزغامه.

نو له دې مخې افغانان د نړیوالو څخه هيله لري، تر څو یې سرښندنې ته درناوی وکړي، او لږ تر لږه یې خپلې مخې ته پرېږدي، تر څو خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي.

و ما ذالك علي الله بعزيز.

عبدالرحمن فرقاني

35 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *