Categories

اعلان

Loading…

په کندهار کې د م.م. متخصصين به د محلي ادارې حمایه کولو پروګرام

خبرپاڼه

نېټه : ١٣٩٢-١٢-٢٨

کندهار، افغانستان- په افغانستان کي د UNDP یا ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام عمومي مرستیال او ورسره پلاوي نن له غرمې وروسته د کندهار والي سره په کتنه کي ژمنه وکړه چي د محلي ادارې د حمایه کولو پروګرام به د کندهار ولایتي ادارې په غوښتنه جوړ کړي.

د کندهار والي سره په دغه لیدنه کي په افغانستان کي د UNDP یا ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام مرستیال رینونډ مایار، د پلان او پروګرام متخصصنو هم ګډون کړی و.

راغلي پلاوي کندهار والي ته په خبرو کي وویل چي نن یې په هلمند ولایت کي د ملګرو ملتونو پرمختیایي سیمه ایز دفتر پرانیزي او ترڅنګ یې پلان لري چي په کندهار ولایت کي هم د کندهار ولایتي ادارې او ولسوالیو د کارکوونکو د کاري تقویې او سمون په موخه محلي روزنیز پروګرام په لاره واچوي.

په افغانستان کي د UNDP عمومي مرستیال رینونډ زیاته کړه چي د دغه ادارې یو پلاوي ته به وظیفه ورکړي ترڅو کندهار ولایت ته راسي او  د کندهار ولایتي ادارې د غوښتني سره سم د محلي ادارې د همایه کولو پروګرام تنظیم او په لاره واچوي. په ورته وخت کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالی ویسا راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي نه یوازي باید د اداري کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه په لاره واچول سي بلکی د ځوانانو  او ښځو مسلکي روزل یو له مهمو اړتیاو څخه ده.

ښاغلي ویسا زیاته کړه چي ولایتي ادارې ته د پرمختیایي پروژو د تطبیق لپاره تر یو میلون افغانیو مصرفولو اختیار ورکړل سوی دی ولي بیا هم مرکز کابل د ټولو پرمختیایي پروژو د تطبیق چاري پر خپله غاړه اخیستي دي.

دغه راز کندهار والي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د دغه لوړ رتبه هئیت څخه وغوښتل چي د پیسو مصرفول مهم نه دي بلکی باید د ځوانانو لپاره په بهر کي د لوړو زده کړو لپاره زمینه مساعده سي ترڅو ځوانان مو په مسلکي ډول روزل سوي او د هیواد په جوړولو کي پوره ونډه واخلي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام عمومي مرستیال کندهار والي ته ډاډ ورکړی چي د محلي ادارې د روزلو لپاره به ډير ژر روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي او ژمنه یې وکړه چي د ځوانانو او ښځو د روزلو لپاره به هم بېلابیل روزنیز پروګرامونه پلي کړي. راغلي پلاوي دغه راز ژمنه وکړه چي خپل دغه نوې برنامه به د کندهار ولایتي ادارې تر تائید وروسته تطبیقوي

6 total views, 1 views today

1 comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *