۱۲ – د فدا محمد نظري څو شعرونه

دا وه زما دنياګۍ
يو ټکي شيدې،
د مور توده غېږ،
اوږد،
عاشقانه خوب،
يوه ماشومانه،
مُسکا،
- o
دا وه زما دنياګۍ.
يو ټکي ( شيدې، اوبه ) – يو غړپ، لږ غوندې.
ښکېلاک او زبېښاک
درياب،
پخپله،
لويه بدنه،
– بې له هيڅ شرم نه –
واړه واړه،
رودونه،
د خپلو اوبو،
له جريانه محروموي،
مچۍ،
په ډېره وړوکې،
تنه،
د ګلاب له بدن نه،
– سر په سر –
د سرو وينو،
جامونه،
نوشوي.
ډارنه تياره
روښانه،
شمعې،
په توره،
کوټه کې،
خپله،
اورينه
ژبه،
و تيارې ته،
نېزه کړل،
ډارينې تيارې منډه کړل،
او پټه شول،
– د پردې شاته –
- o
اوس،
هلته،
د شمع،
د مرګ،
سوچونه کوي.
ډېر د وحشت ګړی
د توپ په ډز،
د کلا دېوال،
– چې پوره سل کاله،
د کليوالۍ سمبول و –
د تل لپاره،
ونړېد،
د توپ بل ږغ،
د دريا آبشار،
مات کړ،
مرغۍ،
له ونو او ځاليو،
والوتې،
سپو،
انګولا پيل کړه،
- o
د ماښام تياره ،
نوره هم ژورېدل،
د ټوپک،
((پک)) ((پک)) او ((ټک)) ((ټک))
عناصر،
نا آرامه کړل،
مينان د ګودر نه،
ستانه،
مينه،
نيمه خوا شول،
زړونه،
د برګ،
بدنونه،
د سپېدار په څېر،
رپېدل،
- o
ډېره تياره شپه،
ډېر د وحشت ګړی . . .
زاړه هډوکي
هغه څه،
چې زما،
د هډوکو،
په مغزو کې،
ځای نيولی و:
ستا د ليدو هيله،
ستا د خولې مچه،
تا له سترګو سره،
خبرې اترې دي،
خو،
اوس چې هډوکي،
زاړه شول،
ماغزه هماغسې،
تازه او ژوندي دي.
448 total views, no views today
1 comment
په اوسنی نړیوال معیار نوی او سپین شعرونه
مبارک دی وی
اسد سمندر