Categories

اعلان

Loading…

د زیتون بانو یوه کیسه/ پاکیزه ارزو

  پښتو ادبیاتو کې د شعر تر څنګ لنډې کیسې هم ډېرې لیکل کېږي او کابو هر لیکوال په دغه ژانر کې خپل ذوق ځلولی دی چې په دغو لیکوالو کې ښځینه او نارینه دواړه راځي. ما یوه درسي سیمینار د ښځینو د لنډو کیسو په موضوعاتو اخیستی و او دا هڅه مې وکړه چې د ډېرو ښځینه کیسه لیکونکو کیسې ولولم او دې کار کابو بریالی هم شوم او په دې وتوانېدم چې دېرې پخوانۍ کیسې پیدا کړم او دا تکل مې وکړ چې دغه کیسې کمپوز کړم او د سایټونو پاڼو ته یې وسپارم له یوې خوا به خوندي شي او له بلې خوا لوستونکو ته اساني وي، دا ځکه چې ما د دغو کیسو په پیدا کولو کې ستونزې ولیدلې او کله چې مې په دغو کیسو پسې سایټونه کتل نو په سیاټونو کې په دغه برخه کې هېڅ معلومات نه و او زه غواړم چې په راتلونکې که څوک علاقه ولري چې دغه کیسې ولولي نو ما غوندې به سرګردانه نه وي.

 د مېرمن زیتون  بانو یوه پخوانۍ لنډه کیسه ولولئ.

 زنځیرونه

شیرینې خور دا خط چې تر تا درسي نو ما به د خپل ژوند د کتاب یوه نوې پاڼه اړولې وي. شیرینې ته هډو اوس زما د مستقبل او حال تصور قدرله هم نه شې کولی ځکه چې ستا په نظر کې زه څه یمه نو یوه تور بخته سپېره شمو به یمه . کومې چې پلار، مور او د ژوند ملګری وڅټل. دا زما د ژوند هغه ملګری و، کوم سره چې ما یو ګام هم د ژوند په میدان کې وانه خیسته  او کوم چې زما د سیاه بختۍ له کبله په ځوانۍ کې د ګور تورتم  ته ورکوز شو. د کوم  د کوزېدو سره چې زه ستا او ستا د دنیا د اوسېدونکو په نظر کې سپېره وګرځېدلم او بیا ؟ بیا مانه  زما مور او پلار هم پرله پسې مرول شول. زه په دنیا کې ایکې یوازې د تره او د چاچې ډغړو ته پاتې شومه. ما په هر څه صبر او شکر کړې وو خو ما د چاچي پیغورونو ، سپوروستغو خبرو او د تره د سرو قهرجنو غضبناکو سترګو ته ځان ټينګ نه کړی شو او بیا مې تا کره د پناه اخیستو کوشش وکړو خو شرینې ! تا ته هغه خپل جواب یا دی کنه؟ هغه چې ما ته دې را کړو، ته خو ړومبی زما د ستا په کور کې د پناه اخیستو په خبره لږه ساوې غوندې شوې او بیا دې یو سوړ اسویلی وکړو او خپله مجبوري دې په دغه ټکو کې را ښکاره کړه چې:

شمو ته زما د وړکوالي سهیلۍ وې خو  اوس در باندې داسې وخت راغلی دی چې هغه ستا نه هم ستا قرباني غواړي ته دې تره کره اوسه،پېغله جینۍ یې زما خاوند که څه هم نه وایي نو دا د دنیا به څه وایي او زه درته په ژړا شومه ، شرینې نو ګڼې زما د ځواني اوس د دې جوګه نه ده پاتې شوې چې چرته د حیا او پردې ژوند تېر کړې شمه ؟ تا راته ډېر په فراخ دلۍ جواب راکړی و چې هو اوس ته د دې قابله نه یې پاتې ځکه چې قسمت درسره لوبې کوی او هسې نه چې تا سره زما راتلونکی ژوند خاورې خجل شي. ته د تره کره اوسه خپله ځمکه دې شته که تره دې درباندې ظالم شوی دی نو هم ستا خو تسلي ده کنه چې ته خپله خورې څښې. خو شیرینې ته هډو زما په احساساتو پوهېدلې نه، قسمت رښتیا ما سره لوبې کولې زه د قسمت په لاس کې یوه لوبه ومه. شیرینې تا ته خو به زما هغه پخوانی قسمت هم یاد وي کنه  کوم چې زما په لاس کې لوبېدلو زما چې د تره زوی سره کوژدن وشو نو په هغه کال هغه په لسم جماعت کې پس له دریو کالو ډغرو خوړونه پس په فرسټ ډویژون کې پاس شوی وو او بیا په کالج کې داخل شو نو هم په ښوښو نمبرو زر تر زره یونیورسټۍ ته ورسېدلو او بیا د هغه د M,A  د نتیجې نه وړاندې هغه ته یوه اعلی سرکاري عهده وړکړې شوه. هغه خو زما بخت و کنه او زما چاچي او تره به څنګه ما نه ځارېدل، قربانېدل او تا خو به هم راته د ستاینې په نظر کتل وویل به دې:

شمو دا هم ستا بخت دی چې اکرم دومره زر تر زره ترقي وکړه ګڼې چې  ستا ورسره ټړون نه و شوی نو څنګه به هر جماعت کې یو وار خو به ضرور فېل کېدلو او اوس ــ او ما ستا خبره زرپوره کړله چې اوس زما د بخت یا قسمت خبره نه ده. اوس هغه ته د ذمه وارۍ زما په سرکېږي. راشه خوشې تشې ګرځېدل پرېږده سبق ته پام  کړه  او چې سبق ته پام کړو نو دا دی اوس د خېره پوړۍ په پوړۍ په بره خېژي تا راته بیا دا ووې چې وګوره شمو، تا په سکول کې یوه ټکی هم نه دی لوستی بس قران شریف او کتابونه لوستی شې او چنغول دې وګوره چې د خېره… او تا بیا خبره پوره نه کړه او ژر دې پکې خپله بدبختي را وړاندې کړله، چې په خپله مقابله کې ماته وګوره زه ټول عمر په ښار کې اوسېدلې یمه. مور او پلار راباندې لسم پاس کړې دی ، پکار ما سره وو چې د چا لوی افسر ښځه وې. نو زما خاوند ایله چې لسم پاس دی او په جایداد ناست د هغې امدن ګذاره کوي خو دا د قسمتونو خبر دي.

شمو! ته ومنه چې ته په بخت دېره زوره وره یې، ړومبی خو د قسمت ته وګوره کنه چې دومره  لوی جاییداد په یوازې ځان مالکه یې او اکرم سره د ودېدو نه پسته دا د اکرم شي نو هغه به یې چرته وړي  د هغه پلار که په ځوانۍ کې خپل جاییداد په خوشو تشو دوړه کړی وي نو د هغه د کومې داسې پرګنې بچې دی چې خو یو اکرم دی او یوه سکینه ده . سکینه به چرته واده شي او بیا ستا مزې چرې چې دي.

شیرینې ته د هغه وخت اندازه څه لګولې شې کله چې تا په منډه ما له د تر ټولو نه ړومبی دا سپېره خبر راوړلو چې اکرم د پالنګ دپاسه د چا د مګري د تماچې د ګولی ښکار شو او دې نه پس بیا ما نور هیڅ وا نه ورېدل، په منډه د هغه تر پالنګه ور ورسېدلم د اکرم د ژوند شمه د چا د ملګري د خوشالۍ د لاسه مړه شوې وه . د اکرم مازغه ډړې وړې پراته وو او زه چې پرې ورټیټدمه  نو چاچي مې د لاسه راښکم او راته یې په سرو سترګو او چیغو سورو کې اووې: وې سپېرې که تا سپېرې پورې مې نه وې ټړلې نو نن به ولې د واده پالنګ نه د مرګ کټ جوړېدو. سپېرې، سپېرې او ما ته داسې ښکاره شوله لکه چې لږه لحظه وړاندې کومو ښځو د خوشحالۍ سندرې ویلې هغه ټولې اوس په چغه چغه د سپېرې ، سپېرې اوازونه کوي او ژاړي.

شیرینې دا هم ته وې چې د شین اسمان د شړک غوندې ناساپه هغه ګوزار دې راباندې په کټ کې کړې وو او بیا هم ته وې چې زه دې زر دغه تېل ماټېل او درزاوغوبل نه په ډډه کړمه زما په لاره کې غورزېدلی بنارسۍ دې را واخیستله او راته دې په سروله چې دې کې مې چاچي را منډه کړه ، بنارسۍ یې زما د سره وشکوله او زه یې سرتور سر پرېښودمه ځکه چې زه اوسر تور شوې ومه کنه او بیا! بیا! زه خبره نه یمه چې څه وشو. خو بس څو ورځې په کټ پرته ومه.دماغ مې شل شوی وو نه په څه پوهېدمه ، نه مې څه اورېدل او نه مې څه ویل او شاید نه مې څه سوچ کولو. په تشو تشو سترګو به مې یو بل ته کتل  او بیا ته وې چې زما طبع دې کوله اوزه د دې قابله شوم چې یوه ورځ مې د اکرم ځواني مرک تصویر ته په چغو چغو وژړل. زما د زړه او دماغ بوج د سترګو په لاره د اوښکو په بهیر کې لږ کم شو. د غمونو د سمندر ژور والي د کمېدو په ځای نور هم زیات شو. د غمونو د بې پایانه سمندر نه د وتو په ځای زه لا د سیاه بختۍ په بوختو کې ورښخه شومه.اوس به د  خلکو د خولې سپېره ټکی کوم چې ما دپاره د مور او بیا د پلار د مرګ په وخت بې واره بې واره د ژړاګانو او ساندو په ملګرتیا کې استعمال شوی وو، زه داسې بلده شوې وم چې چا به ولیدلمه، وۍ سپېرې به یې ونه وې نو ما ته به داسې ښکاره شو لکه چې دې بنده زما بې عزتي کړې وي او ډېره ځله  خو به زما دې زړه اووې چې ماسره دې خبرې کوونکې ته ووایه چې د خبرې شروع کولو نه اګاهو دې ماته  وۍ سپېرې ولې و نه وې. خو شیرینې دا خو دنیا ده کنه دلته خو ډېرې خبرې داسې دي چې مونږه به یې نه غواړو خو وشي او ډېرې خبرې داسې دي چې مونږه یې غواړو خو هغسې به نه کېږي.

شیرینې ! داسې وخت کې هم تا ما ته اډانه راکړله ګنې د مور او پلار د مرګ نه پس به زه د غرونو لیونۍ شوې ومه.ځکه خو ستا د دغه احسانونو تر مخه ما په هغه وخت چې زما د تره او چاچي پیغورونه د حد نه تېر شوی وو او زما  ژوند اوس د هغوی د سوري لاندې د سور اور نه د ډک تنور په مینځ کې د تېرېدونه تېر شو او ما یو وار بیا ستا محتاجي محسوسه کړله، نو زه ستا درله درغلم اوستا مدد مې وغوښتو خو تا دلته بیا ځان بلکل مجبوره وشمېرلو.

شیرینې! ستا جواب اورېدو نه پس زه د ژوند نه ویزاره شوم، خو حوصله مې و نه بایلله. زه د کوره ووتم او د ورانو ویجاړو کورونو مخه مې وکړله ، د مات ور په یوه ورانه غوندې دروازه وردننه شومه هغلته کې یوه بوډۍ ښځه ناسته لوښې یې وینځل. ما زر د هغې د لاسه لوښې واخیستل او په خپله وینځلو ته کېښناستمه. هغه یوه همدرده  ښځه وه . ما ورته د بغیر د وېرې ترهې خپله ټوله قیصه تېره کړله. هغې یو سوړ اسویلی وکړو د اوښکو ډکې سترګې یې را واړولې او راته یې اووې: چې زه هم ستا غوندې یوه سپېره ښځه یادېدمه ځکه چې لا مې ایله وړومبی زاوو زاد و چې کونډه شومه  او چې د تربورونو میراثو خورو د لاسه تنګه شومه نو دلته خوارۍ مزدورۍ له راغلمه. په لو رمې په خارورو زارو لسم پاس کړو. بیا هغې استاذۍ ټرینګ وکړو او نوکره شوه اوزما پیري لږه په راحته شوله . خوجمیله مې په سبق ډېره میینه ده هغې سبق پرې نه ښودو پر پرایویټ کې یې کوششونه کول او نن د خېره B,A ډګرۍ اخیستو له لاړه ده اوس به لږ ساعت پس راشي.زما اوس دوه لوڼي دي، شمع او جمیله. جمیله به په ګټۍ او شمع به د بوډۍ سره د کور په کار کې مرسته لاس کوي او ــ او شیرینې هم دغسې وشو خوجمیله یوه با همته او هوښیاره جینۍ وه ، هغې ما ته په کور دننه سبق ښودل شروع کړو او د ډیوې په رڼا مې ورو، ورو اتم  او بیا لسم پاس کړو. دا صرف په دوو کالو کې تر سره ورسېدل. بیا مې ټرینګ وشو او استاذه شومه. اوس جمیلې په یونیورسټۍ کې با قاعده  داخله واخیستله د شپې به مو کار جوړه د خلقو لوڼو او وړو ته په معقولو پیسو سبقونه ښودل او د ورځې به جمیله سبق له او زه به نوکړۍ له تلو. په اوزګار وخت کې به ما د مخکې سبق د پاره تیارۍ کړی وو. اوس د جمیلې د نوکړۍ وار و او ما په یونیورسټۍ کې داخله واخیستله چې M,A  مې وکړو  نو هم د جمیلې په کالج کې راته ځای ملاو شو او نن …! نن دا دی زما په درناوي کې د کالج عملې په خبره راغلې یوه درنه مېلمستیا کړې ده. نن به ستا او ستا د دنیا په  نظر کې هغه سپېره ،سیاه بخته شمو د خپل سیاه بختۍ تورې جامې  تار تار کړي او د همت بل مشال په لاس کې به د مسقبل په پلو په منډه منډه روانه شي. نن نه پس شمو خپل ژوند او د خپل ځان غوندې خدای خبر څومره جینکو ژوند ښه کولو ته وروسپارلو .

شیرینې! د خط ختمولو نه اګاهو درنه یو خواست کومه او هغه دا چې تا په ما ډېر زیات احسانونه  کړي دي او نن راباندې یو وروستی احسان  بل هم وکړه  او هغه دا چې ته مې تره ا و چاچي ته بس دومره قدرله ووایه چې شمو اوس سپېره ، بدبخته،سیاه بخته نه ده ځکه چې هغه بې همته نه ده ښه شیرینې

د خدای په امان

ستا سیاه بخته خور شمو

18 total views, 1 views today

1 comment

  1. سلطان Reply

    پاکیزه خور دې خیر یوسي چې زموږ د ادب یوه سابقه داره خدمتګاره یې یو ځل بیا یاده کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *