Categories

اعلان

Loading…

انجینر قطب الدین هلال ته پرانستی لیک/ افغان محصل

محترم قطب الدین هلال صاحب سلامونه او نیکي هلې!

ښاغلې  هلال صاحب! په  اول قدم  کې درته  د جمهوري ریاست د نوماندي په اړوند مبارکي وایم او د متعال خدای دربار ته لاسونه لپه کوم چې  دغه خیالي خوب مو رښتیا شي،  قدرمنه ستاسو هلې ځلې او مناظرې له نږدې څارم
چې ځانونه  ډیر سپین او د وطن خواخوږي معرفي کوي،  الله دی توفیق در کړي چې په رښتیا د وطن او د خلکو د خدمت مصدر وګرځې ،محترمه مشره غواړم  ستاسو د مناظرو او هلو ځلو په اړوند یو څو یادشتونو ته اشاره وکړم  چې په ترتیب سره به یې لاندې ذکر کړم
۱.ښاغلیه تاسو  ډیر انځورنه مې تر سترګو شول  چې کوم شعار نلري ، او په
مناظرو کې هم تاسو کوم شعار نلرئ چې دلایل یې څه دی ،
۲.ښاغلیه تاسو په هره مناظره کې ډیر احساساتی یاست ، او احساسات مو دومره
پاریدلي وي، چې خپل پروګرومونه په ښه ډول خلکو ته نشئ بیانولی نو زما
هیله ده ،  چې په مناظره کې په ښه سړه سینه خبرې وکړې، او مقابل لورې ته
په سیاسي ډول ځواب وویاست
۳.  تاسو  کمپاینونه ډیر ورو روان دی، چې دغه تاسو په بې وسي دلالت
کوي،تر اوسه مو داسې لویه غونډه په نظر نه راغله چې  د نورو کاندیدنونو
سره دې سیالي وکړي
ښاغلیه اوس تاسو  ته یو څه حقایق په ګوته کوم هیله ده چې خطر مو پرې
دروند نشي، محترمه تاسو هره مناظره کې دعوه کوی، چې زما لاسونه په اداری
فساد نه دی ککړ او تر اوسه په کابل کې کور نه لرم  ښاغلیه دا درسره منوچې
په کابل کې به کور نه لري خو دا مو هم په یاد دی  چې  پیشور په حیات اباد
کې خو لوکس  کور لری
د شمشتو د کیمپ دوکانونه مو هم په یاد دي، چې هلته یې لری او دمیاشتو په
زرګونو روپی تر لاسه کوې،او هغه خبره مو هم په یاد ده چې د خپلو دوکانونو
د ګټې په خاطر مو د شاعر لطیف الله صادق دوکانونه ور بند کړل هغه یو
مجاهد وو او نن د پل چرخی په زندان کې شپې او ورځې سبا کوی، ښاغلیه که
تاسو  رښتیا په فساد کی ښکیل نه وی، نو تاسو د دومره لګشت له کومه کوی
تاسو چرته تجارت لرئ،او دغه د کور او د کمپاین لګښت له کومه کوی،
اوس مو ولې
ځان نوماند کړ دغه کار دی ولې پخوا نه کوه  اوس به هغه شهیدانو او
زندانیانو ته څه ځواب وایی چې تاسو په هدایت یې خپل ځانونه قربانی کړل،
رښتیا بلې خبرې  ته دې پام راګرځوم هغه دا چې  ستاسو کامیابی  خو ختمي نه
ده کیدي شی چې تاسو ډیره لږه فیصدی واخلی  نو ایا دا به  د حزبی اسلامی
په نظامی فعالیتونو منفي تاثر ونلری او د افغان دولت ته به د موقع په لاس
ورنکړی چې حزب اسلامي په سیاسی ډګر کې ماتې وخوړه په ملت اوخلکو کې
محوبیت نلری که زما منی نو راشه او یوه بهانه جوړه کړه او له دغې ډارمې
تیره شه او له خپلو خلکو معافی وغوړه
افغان محصل

103 total views, 1 views today

9 comments

  1. مین په وطن Reply

    ګرانه محصله
    دیره مننه چه ډیر ښه او نیکو شیانو ته دی اشاره کړې وه ولی دا باید ووایم چه ګلبدین او د هغه ورانکاره ډله به هیڅ کله هم په افغانستان کی کامیاب نشی ځکه چی دوی د ای اس ای سر ټړلی غلامان دې او د دوی د دروغ په وسیله زمونږ دیر بی ګناه ځوانان ځانونه مړه کړل
    لعنت دی وی په دوی منافقینو چه د جهاد له نوم د خپل ګټی واخستی او اخلی !

  2. تور جان Reply

    سلامونه
    گرانه محصله گله دا د ملت قاتلين او د گران افغانستان خرسونگي په پنجاب نه پت لري نه عزت لري نه شرم لري نه حيا لري دوي د انسان په قيافه او جامه كي لوي لوي شيطانان دي،
    دوي له شيطان سر يو زاي قسم كراي چه تر سو ژوندي وي نو افغانان او د افغان خاوره به په راحت نه پريژدي تر سو چه د دوي شيطاني جسم او روح له بينه نه يي تللي دوي لاس له د كاره نه اخلي
    نو پكار ده چه افغانان يو موتي شي او خپل زان او دا هيواد له دي شيطانانو خلاص كي او يا صبر وكي چه الله ج لكه د مارشال فهيم غوندي د نورو روحونه هم واخلي، بله لار نه لرو
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  3. Pesarlay Reply

    I think they still live in Shamshatooo.

  4. نجیب وردګ Reply

    ټولوته سلام
    ملګرو که چیری قواری معلومیدای چی داستاسی به څه قسم قواره وی هسی نه چی په خپله هنداره کی نورو مخلصو انسانانوته هم ګوری زه خپله دهلال یا کوم بل چاپلوی نه یم هیله کوم چی کوم تور راباندی ونه لګوی او همدارنګه رانه خفه هم نشی

  5. Mustafa Totakhil Reply

    یوه خبره زه غواړم چی دی محصل ورور څخه پاتی شوی ده هغه داده چی هلال صاحب په هره مناظره کی وای چی ما فساد ندی کړی په کابل کی کور نه لرم ته چی پیسی نه لری ولی دی ځان کاندید کاوه ځکه څوک چی ځان کاندید کوی هغه شخص لس لکه افغانی د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ضمانت په ډول کیږدی که چیرته بریالی شی لس لکه افغانی بیرته ورکوی که بریالی نشی هغه پیسی یی سوځی ، څومره چی ټول خلک او هلال صاحب هم په همدی ښه پوهیږی چی زه نه بریالی کیږم او همدغه پیسی می هم سوځی ولی دی ځان کاندید کاوه او همدغه پیسی د له کومه کړی ایا لس لکه افغانی ډیر شی ندی . خو زما مشهوره تاته داده چی د یو مطرح کلک پښتون نوماند څخه ملاتړ وکړه او په اینده کی ددی هیواد د خدمت مصدر وګرځه هغه نوماند ټولو هیوادوالو ته معلوم دی زه یی نوم نه اخلم
    مننه
    مصطفی له کابل څخه

  6. انجینیر فیض احد فیضی Reply

    افغان محصل ښاغلی هلال ته ډیره ښه مشوره ورکړی ده امید دی چه ښاغلی هلال فکر په باندی وکړی

  7. Hameed khan Reply

    Slam. Bi zaya likana da

  8. عمر Reply

    دیر شه محترم افغان محصل

  9. Ajmal Reply

    که هلال صاحب غواړي چي په رښتيا خدمت وکړي نو د ډاکټر اشرف غني نه د ملاتړ وکړي ځکه دده ملاتړ به افغانانو ته د ژوند په هر ډګر کي ګټورپيښ شي او ده ته به هم د خدمت کولو چانس پيدا شي . او دا ليکوال چټات وايي .ولي ددوکانونو لرل او په کرايه ورکول جرم ده ?

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *