Categories

اعلان

Loading…

د میرمن بهیر او کتابښار له خوا د مارچ اتمه ونمانځل شوه

مینه ابراهیم خیل

دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر او کتاب ښار ټولنې له خوا د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د(۱۳۹۲)دکب میاشتی په اتلسمه نیټه په کتاب ښار کې د غونډو په تالار کې یوه ستره غونډّه جوړه شوه. په دې غونډه کې په ځینو چارواکو او لیکوالو میرمنو سربیره د یوشمیر  دولتی ادارو ځینو میرمنو هم ګډون کړی و.

د غونډی ویانده د میرمن بهیر غړې کاینات سعادت او دغونډی منشی مینه ابراهیم خیل وه . غونډه د میرمن بهیر د غړې مریم امرخیل له خوا د پاک قرآن د څو مبارکو  آیتونو په تلاوت کولوسره پیل شوه.

 د غونډې په پیل کې د میرمن بهیر د اړیکو د څانګې مسوولې  پاکیزې آرزو د مارچ د اتمې په مناسبت  د میرمن بهیر اعلامیه ولوستله . دغه راز په غونډه کې د میرمن بهیر د دارالانشآ د مشرې ساهری شریف پیغام هم په دې مناسبت وړاندې شو.

  او همدارنګه میرمن منلې د غونډې بله وینا واله وه، دې د غونډې ګډونوالو ته د ښځو د نړیوالی ورځې وویله  او دښځو پر ضد د تاوتریخوالي په اړه یې ارزښتناکې څرګندونې وکړې او ویی ویل زه د افغانستان له ټولو ښځو څخه دا هیله لرم چی کوښښ وکړي او د هغه تاوتریخوالي څخه چې دښځو لخوا پر نورو ښځوکیږي او د نارینه و لخوا چی د ښځو په واسطه د بلې ښځې په وړاندې تاوتریخوالی رامنځ ته کوی مخ نیوی وکړي  او له هغو ښځو څخه چی دا تاوتریخوالي رامنځ ته کوي زما هیله داده چی له دی کار څخه ځان لری وساتی. ورپسی آغلې نعیمې غني د ښځو داجتماعی ارزښتونو تر سرلیک لاندې خپله لیکلی مقاله ولو ستله. او لیمې نیازۍ هم په خپل وارسره وویل ښځه دژوند معیار، ښځه دانسانیت معیار،ښځه دعلم معیارده، ستاره هغه څوګ چی د اسلامی نړۍ طبیب شیخ کبیربوعلی سینا وروزوه اونړیوالو ته یی وړاندی کړ، زرغونه انا هغه ښځه چی دشرق امپراطورستر احمد شاه بابا یی وروزوه یاد کړل،که ښځې څه ندی نو ډیر څه یی او ډیرو انسانانو ته یی څه کړي دي .

مینې ابراهیم خیل، د ښځو نړیوالی ورځی په اړه چی دی مارچ په اتمه په ټوله نړۍ کې د سلوکالونو را په دیخوا نمانځل کیږی وویل،دټولیزو مبارزو په تاریخ کی داسی تلپاتي ورځې شته چی دخپل حق غوښتنه او عدالت نښې دی چی یوه یی هم د ښځو نړیواله ورځ ده ،خو مونږ مسلمانی ښځو ته الله تعالی په نړۍ کې تر ټولو لو ړ مقام او تر ټولو ډیرسهولت په ډالۍ کی راپه برخه کړۍ چی نورو  هیڅ کوم نر او ښځې ته ندی ورکړل شوی.خو ځینی ډیر ی افغانې میرمنې شته چې  له دې حقونو بې یرخې دي او هیله منده یم چی میرمن بهیر به په دې برخه کې هم ګام اوچت کړی،بیا هم ټولو خویندو ته ددی ورځې مبارکي وایم.

د غونډې بله برخه چی د مشاعرې برخه وه د ښځو دنړیوالې ورځې ته ځانګړې شوې وه د بهیر غړو هرې یوې نعیمه غنی ، مینا نظری، لیمه نیازی، مسعوده نیازی ،کاینات سعادت ، پاکیزه ارزو ،زمزمه نیازۍ،مینه ابراهیم خیل،  اوږۍ امیل ، دنیا طوطاخیل،او ځینو نو رو نجونو د ټلیفون له لاری خپل شعرونه وړاندی کړل او د ښځو نړیوالې ورځې مبارکی یی ټولو ته وړاندی کړه. د یادولو وړ ده چی دمیرمن بهیر اونیزه غونډه هره چهار شنبه د ماسپښین یوه نیمه بجه دپامیر سینما کتاب ښار دویم پوړدغونډو په تالار کی جوړیږی او همدا رنګه راتلونکی غونډه کی به د بهیر په کاری پلانونو باندی خبری وشی او دتیرکال په کارونو به هم یادونه وشی .

242 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2