Categories

اعلان

Loading…

د کابل پوهنتون نوم کرزي د ځان له پاره پټ ساتلی/ نظرمحمد مطمئن

د کابل حربي پوهنتون د مارشال قسیم فهیم په نوم ونومول شو،  له دې مخکې د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون د استاد رباني په نوم شوی و. کرزي صاحب ممکن د کابل تاریخي پوهنتون نوم خپل ځانته ساتلی وي، چي که دی مړ شي د کابل پوهنتون دې د ده په نوم ونومول شي.

د طالبانو او اسلامي حزب وار لا پاتي دی، اوسنی دولت کوشش کوي چي د هغوی تر راتګ پوري د علمي او تاریخي ځایونو نومونه ژر ژر تبدیل کړي،  تر څو د ملا دادالله ، ملا عبیدالله او ملا بورجان دا ډول د ښاغلي حکمتیار، استاد فرید او نورو له پاره ځایونه پاتي نه شي.

د کمونسټانو د وخت هم ډیر کسان مړه او ځيني یې مرګ ته انتظار دي،  هغوی به هم د ببرک کارمل ، ډاکټر نجیب الله او نورمحمد ترکي په نومونو پوهنتونونه وغواړي، دا ډول د ګلابزوۍ، شاهنواز تڼي، مزدک، کاویاني له پاره هم سر له اوسه باید حکومت او دهغوی خواخوږي فکر وکړي، چي علمي ځایونه ورڅخه خلاص نه شي،  داسي نه چي د دوی له پاره بیا تاریخي ځایونه پاتي نه وي تر څو د دوی په نومونو ونومول شي.

حضرت صبغت الله مجددي هم د مرګ په بستر پروت دی، ارګ ته يې ځای ناستي آمين جان آغا په یخ ژمي کې د اسلام آباد څخه کابل ته راغلی دی، پیرسید احمد ګيلاني، استاد سياف او د کابل حزب غړي هم تر اوسه ژوندي دي، دوی به هم يوه نه يوه ورځ مړه کيږي، د دوی له پاره هم د علمي او تاريخې ځايونو لټه په کار ده، تر څو د دوی تر مرګ وروسته يې په رسمي ډول په نومونو ونومول شي.

دکمونسټانو حکومت ، د مجاهدینو د حکومت په  لومړۍ دوره او دا ډول طالبانو د تاریخي او علمي ځایونو احترام وکړ هر څه یې په خپلو نومونو او حالت پریښودل.

ښاغلي کرزي د نورو تاریخي ویاړونو لکه لویه جرګه، قومي اربکيان او  قومي مشرانو تر سپکاوي وروسته دعلمي ځایونو سپکاوي ته هم ملا تړلي ده.

څومره به ښه وای چي د مارشال زامنو او خواخوږو د قسیم فهیم له شتمني څخه د زړه او شکرې د ناروغیو د تداوي مجهز روغتون د هیواد مرکز کابل کي د مارشال په نوم جوړ کړی وای، چي دهغو ناروغانو درملنه به پکي کیدله د کومي ناروغي څخه چي د دوی پلار ومړ.

د ډیر شرم خبره خو دا ده چې د ولسمشر میرمن د ماشوم د زيږيدو له پاره د ډاکټرانو په مشوره هند ته ليږل کيږي، او هلته د ولسمشر لور په هندې روغتون کې پيداکيږي، او د هندې روغتون سره يې د پيدایښت نيټه او ځای ثبت کيږي.

د هيواد نورې ميرمنې چې بهرنيو هيوادوو ته د تګ له پاره لګښت نه لري، ډیری يې د ماشومانو د زيږون په وخت کې مري، آیا شرم نه دی چې دهيواد لومړۍ میرمن دي په خپل هيواد کې د تداوي له پاره ډاکټر او روغتون ونه لري.
د علمي او تاریخي ځایونو د نومونو بدلون او دغه ډول د ځینو کسانو په نومونو يادول پرته له شکه په راتلونکي کي ستونزي پیداکوي.

افغان حکومت، افغان روڼ آندې او سیاسي ګوندونه باید چي په دغه ډول حساسو او نازکو مسایلو کې له ډیر احتیاط او غور څخه کار واخلي.

—————————————

د لیکوالو نظر خامخا د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

402 total views, 3 views today

7 comments

  1. احمد شاه کندهاری Reply

    مطمئن صاحب! حقیقت دی، کشکي کرزی یو با تدبیره سړی وای، ټول افغانستان یې همداسي ګډ و وډ ک کړی، رباني پر یوه غونډۍ ښخوي فهیم پر بله غونډۍ، کشکي کرزي یو هوښیاري کړې وای د وزیرانو په شورا یې یو هدیره تعین کړې وای چي مشهور خلګ پکښي دفن کېدلای، په دې شکل سره به د کابل ښار نه چټل کېدلای د همدغو غونډیو پرسر یې ښه پارکونه یا ښکلي مسجدونه جوړ کړي وای.

  2. لالا ، بټنوال Reply

    پیاوړئ ، مطمـئن صيب ! تاسې ډېر ښه اود پام وړ ټکي ته اشاره کړیده خو تر ټولو مهم زمونږ د نيکونو افتخارات اود هغوی د درناوی په خاطر چې په شاهي دوره کې کوم مدالونه قبول شوی وو هغه ېې په څه ډول سپک کړل ؟ او چا ، چاته ېې ورکړل ، عسکري القابو او حيثيت باندې څومره لوبې وشوې ـ که مو په یاد وی د سترقومندان په میلمستون کې به د ډوډۍ په وخت آواز پورته کیده چې ډګرواله د میلمنو لاسونو پریمينځلو ته کوزه او چلمچي راواخله ـ خو تاريخ نه تکراريږي او حق انشاء الله ځای نیسي ، مایوسه کيږو به نه د حساب ورځ به راځي اودا به هغه وخت وي چې د خلکو واک خلکو ته په لاس ورشي ، انشاء الله

  3. khalid Reply

    ډیره ښه لیکنه ده او د افغانستان له کابینی څخه غوښتنه کوو چی پدی هکله داسی څه جوړ کړی چی هر هغه څوک چی ددی خاوری نومیالی دی د هغوی د مرګ څخه وروسته دی د هغوی پانګی وکتل شی تر څو پری له ټولو کوچنی کلینیک هم جوړیدی شی پری جوړ دی شی او ددی نومیالی نوم دی پری کیښودل شی تر څو هر هغه وګړی چی ترینه برخه من کیږی دی نومیالو ته به دعا کوی او نوم به یی تل تر تله د خلکو په ژبه او ذهن کی پاتی وی.منندوی

  4. Najibullah Payman Reply

    درنو لوستونکو سلامونه
    راشی له بلې مو خبر کړم مسلمیار صاحب یې د مرګ پر وخت ویلي وه چې د فهیم پلویان د سره را ټول شي او بل کس دی د هغه پر ځای معرفي کړي چې د ولسمشر مرستیال شي

  5. پنجشیری Reply

    وروڼوکابل ته نورکابل مه وایاست مطلق پنجشیردی خلګ یی ټول پنجشیریان دی حکومت ارګ دعلمی ځایونونومونه تپی دڅلورلاری نومونه اوداسی نورټول یی دځان کړل..متل دی وای پورچی ترسلوواویښت زیاتی وریجی غوښی خوره!!

  6. شمشیرالدین Reply

    محترمه وروه، ستاسو دا ډول لیکنی بی لدی چی مشکلات راپورته کړی نور کوم پیغام نه لری، داډول لیکنو ته بی بنسټه لیکنی وایی چی کوم اساس نه لری ، تر دی مو چی خپل قیمتی وخت د یوه مولده فکر په جوړولو کی لګولی وایی په تخریبی عمل مو لګولی دی، وخت سره زر دی او په دی شیانو یی مصرفول د پوه سړی کار نه دی، هیله کوم چی هم خپله علم وکړی او هم نور علم لوری ته وبولی چی ژوند مو سم شی، مهمه دا نه دی چی پوهنتون د چا پر نام دی بلکه مهمه داده چی ایا نوموړی پوهنتون کی څه د زده کړی لپاره شته او که نه؟ د وړ نوم او ناوړه نوم فیصله به آینده نسل کوی او تاریخ به یی کوی بیا به ناوړه نومام هم لیری شی خو دا هرڅه طریقه غواړی.
    د کرزی صیب هم دومره ویاړ بس ده چی نن سبا هر مار او ملخ په ده پسی خبری کوی ، یوه ګوته یی ده ته نیولی خو خبر نه دی چی څلور ګوتی یی خپلی لوری ته نیولی دی که نه نو دومره همت خو چا په نورو رژیمونو کی نه درلود چی په کوم عادی دولتی مامور پسی خبری وکړی ریس جمهور خو پریږده اصلا رشتیا هم دی ملامت دی چی هر چا ته غوږ نیسی او د هر چا بی بنسټه خبری پر ځان وړی، دلته خو صرف یو قانون چلیږی هغه دا چی سر یی چټ او مال یی لیلام او بس

  7. Nasrat Reply

    دشاغلي كرزي دري ستر ملي خيانتونه تاريخ به روشانه كي. يوخيانت يي داده جي أفغانستان يي فارسي زبي هيواداعلان كه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2