Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان پوځي پوهنتون د مارشال فهیم په نوم شو

تاند- د افغانستان کابینې پرېکړه وکړه چې د هیواد پوځي پوهنتون د مارشال قسیم فهیم پوهنتون ونوموي.

محمد قسیم فهیم د یکشنبې په ورځ د زړده د سکتې په اثر ومړ او نن د کابل په بادام باغ سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وویل، کابینې پرون د ولسمشر کرزي په مشرۍ په غونډه کې وپتېیله چې د فهیم د خدمتونو د درنښت لپاره د افغانستان دفاعي پوهنتون د محمد قسیم فهیم په نوم کړي.

حامد کرزي نن د قسیم فهیم د جنازې د لمانځه له ادا کېدو وروسته وویل چې قسیم فهیم یو ریښتونی، زړه سواند، مسلمان، ژمن، خدمتګار او د ملي وحدت طرفدار شخصیت و.

کرزي همداراز وویل چې فهیم تل په افغانستان کې د سولې او امنیت پر پیاوړتیا تاکید کاوه.

د مارشال قسیم فهیم د تدفین په مراسمو کې ولسمشر کرزی، د ده دوهم مرستیال کریم خلیلي او د مارشال فهیم زرګونو خواخوږو برخه اخیستې وه.

154 total views, 2 views today

21 comments

  1. alamoona gharkaweena Reply

    Der zar ba da Jalalabad khar noom hum badal shee aw ya ba dwazal Abdullah ya Yunus Qanooni pa noom wanoomandawale shee. Zaka che awal Talibano aw bia Hamid Karzi da Afghanistan na da pukhtano noom wrak krro.Da Shamaliano maze dee.

  2. Atal Zadran Reply

    د قیامت ورڅې دي نور به په کې څه نه وایم!!!
    خپله پوه شي!!!

  3. حامد Reply

    زموژپوهنتونوه كم او مشران مو زيات دي شه به دا وي چي يو پوهنتون په سو نومو ونمول شي.

  4. Muhammad Sabir Reply

    ّّّّّههههههههههه اوس یی خوند وکړ (دانشګاه ارتشی فهیمیان )که خیر وی له دی پوهنتون څخه به یو هم د وطن خدمتګار فارغ نشي
    ټول به فهیمیان وي….کرغی (کرزی) لالا خو د ملی شتمنیو سره لوبی وکړی… الله دی زر تر زره له مونږه دا افت لری کړی …. او الله مو دی نوره (ټول افغان قوم )له دی افت او له دی سره ورته افاتو نه په امان لری…

  5. speen Reply

    ورکه ډنګ!
    پکه دادې لا بله سپکه . کرزی خاین اوفاسد په هرقدم کې افغانستان سره جفااوخيانت کوي.دملت ګټې په هره شېبه کې دشخصي ګټو اومصلحتونوقرباني کوي.
    افغان ملت بايد ژرترژره داهېواد ددې خاین او مفسد بانډ څخه خلاص کړي.

  6. Hakim khan samsoor Reply

    پښتنو الله ته په دوعا شۍ ،چه جمیعتیان او دنظار ډله په خپل مرګ هم مه وژنه ، او که نور په تبه هم مړو شول ولله کرزی غیر له عینو مینی نور ټول هیواد او کوڅی ورته ډالۍ کوی ،

  7. saeed Rahman Reply

    ښاغلی کرزی او دهغه کابینه د افغانستان له تاریخه ناخبره ده ځکه خو دهیواد مشهور پوهنتونه دهغه چاپه نامه نوموی چی تر اوسه یې پشتون وژنی ته دوام ورکړی

    پټه دی پاتی نه وی چی راتلونکی تاریخ به د کرزی کابینه دسترو جنایتکارانو په لیست کی ورکډه کړی

  8. دقبر تورې تختې Reply

    هو کیدای شي چې د ده په نوم یې ونوموي خو خفه پدې یو چې داسې علمي ځایونو باندې د غادارانو نومونه ولې کدي!!!!

    کرزی لالا تا هم که خدای کول خپل تاریخ چټل کړ او سبا به د نن ورځې تاریخ به ټوښتنه کوي چې ولې د علمي ځایونو نومونه د خاینانو په نوم نومول شوی؟ ځواب به یې ویې د خاینانو او غربیانو یو خدمتګار چې حامد کرزی یې نوم ؤ او په خټه پښتون ولې پښتو ته هیڅ خدمت نه دی کړی او تل یې پښتانه زورولي دي!!!!!!

  9. نعیم Reply

    د انسان او مسلمان په صفت باید هر متوفي او مړي ته د بخښنی او مغفرت دعا وکړو،خو د علمي،ادبي او تاريخي موسسو او ځایونو نومونه ملي دي او د ملت خوښه بایدپه پام کی ونیول شي،
    زمونږ ښاغلی ولسمشر چی یو څو ورځی یی پاتی دي او بیرته به یو عادي شخص وي په ډیر سخاوت سره دغه ملي میراث ویشي ،په افغانستان کی نه جنګ سالار معلوم شو نه ملي اتل او نه خاین،که په ټوپک ګرځولو شي نو ټول افغانستان په اوږه ګرځولی دی،او ډیر نوم ورکي مجاهدین لرو چی نه یی خیانت کړی اونه یی د چا ځمکی او شتمنۍ غصب کړي او نه یی کوم بی ګناه کس وژلی،باید د هغوي نومونه راژوندي شي، د سید جمال الدین افغان په نوم باید یو ښار، ولایت یا یوه لویه علمي موسسه ونومول شي ،ډیر ښه ادیبان او شاعران مو بی نومه پاتی دي،مارشال صاحب دی خدای وبخښي خو هغه دنیم نه زیات افغانان د جنګسالار په نوم پیژنيي،باور وکړۍ که دا د نومونی سلسله همداسی دوام وکړي نو یو تاريخي نوم به هم پاتی نه شي،خو دا هر څه هسی تر یوی لوحی پوری محدودیږي،ځکه چی د خلقیانو په وخت کی هم د جلال آباد ښار د تړون ښارپه نوم نومول شوی و ،خو ملي نوم نه و کومه نتیجه یی ورنه کړه په دی هیله چی زمونږ مشران په هر حال کی ملي ګټی په نظر کی ونیسي که د سر په بیه هم وي.
    نعیيم

  10. hafiz Reply

    مونږ دا فکر کولو چه له دی کسانو په ژوند نه خلاصیږو نو ګوندې په مرک تری خلاص شو خو تر ژوند یی مرګ ډیر مضیر تمامیږی چه ژوندی وی یو ډول غم وی چه مړ شی بیا بل ډول غم شی پوهنتونونه ، څلور لاری، کوڅی او روغتونونه ټول د داسی ناولو کسانو په نوم شوی چه هلته درس ویل به د بی شرمی ځای الله دی خرزۍ تباه کړی دا چاپلوس بیغیرته ملی خیانت کوی داسی فکر نکوی چه ۹۰ سلنه افغانان له شمالی ټلوالی کرکه لری

  11. فریدالله فرید Reply

    دا خبر دې هغه جنابان ولولي چې زلمي رسول ته کمپاین کوي او د کرزي خېلو د جنایاتو ادامه غواړي.

  12. بلال ستانکزی Reply

    الله پاک د تا ته هدایت وکړی پښتنو وساتلی اوس د پښتنو پسی راخیستی دی

  13. ahmad dubai Reply

    deer sha kar ye karay dey. star mujahid aw yaw zerawar rehbar wo. nom ye bayed tal roshana we.

  14. عبدالغیاث Reply

    اوس یی خوند وکړ، کرزي لالا به که خیر وا د کندهار د شهیدانو چوک هم د عطاء محمد نور په نوم کړي نور خو کوم شی نه دي پاتي چې په نامه یی کړي.

  15. Samiullah Reply

    دې ته په کتو سره داسې ښکاري چې په کابینه او ارګ کې پښتانه مشران یواځې سمبولیک بڼه لري نور د پریکړي او تصمیم نیولو کې هېڅ رول نه لري. نه پوهیږم چې تر څو به دولت یواځې د یوه ولایت د وګړو په لاس کې وي. خو په هر صورت اوس یواځینې هیله دا ده چې ډاکټر صیب اشرف غني واک ته ورسیږي تر څو دولت او قدرت د اوسنیو ټیکه دارانو څخه نجات ومومي.

  16. سترګه ور Reply

    پر ځای دا وه چې د داسې مارشال چې د هیواد په دې ترینګلي حالت کې په بړستن کې مري ګوم ډول بړستنه نومولې وه نه پوڅي پوهنتون.

  17. سترګه ور Reply

    له دې وروسته به له نوموړي پوهنتونه ټول وتلي پوځیان تر مارشالۍ رسیږي خو د سنګر پرځای به خدای مه کړه په بړستن کې مري.

  18. محمد نبی Reply

    تاندوالو سلامونه اونیکی هیلی دالله په خاطر به زما دلیکل راته نشر کړی

    کرزی خو په والله قسم که یا داسلام غم کی وی او یا دپښتنو کابینه هم تول خرڅ شوی وزیران دی ډیره دشرم خبره ده چی فهیم مردار شو ربانی مردار شو بیا یو پوهنتون ددی په نوم کړی دیته ضرورت څه دی زما سره دا غم دی چی کوم وخت ونه وایی چی میرویس فهیم او یا زینت فهیم الله دمسخه کړه کرزیه بی غیرته الله د په دارینوکی شرمنده کړه

  19. قاری رحیم الله Reply

    د سپین ورور په ځواب کی باید وایم که کرزی مفسد وخاین هر ځه چی ده زموژ هم ژبه ده

  20. Khalil Reply

    داټول افغانستان دې دوۍ په نوم شی،خوخدای دې دوۍ مړه کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *