Categories

اعلان

Loading…

قیوم کرزي رسماً د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ لاس واخیست

تاند- د ولسمشرۍ کاندید قیوم کرزي نن اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ له کاندیداتورۍ تېرېږي او د حمل د شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې د زلمي رسول ملاتړ کوي.

قیوم کرزي په یوه خبري غونډه کې، چې زلمی رسول یې ترڅنګ ولاړ و، وویل:«ما ځان د خلکو د ګټو او د افغانستان د پرمختګ په خاطر کاندید کړی و. زه هغه هدفونه، چې په انتخاباتو کې مې په پام کې نیولي و، له ډاکتر زلمي رسول سره په یووالي کې وینم.»

ښاغلي کرزي همداراز وویل:«موږ دا یووالی د افغانستان خلکو ته اعلانوو. موږ باور لرو چې زموږ ټیم به د دې نوي ايتلاف مهمه برخه وي.»

په غونډه کې زلمي رسول وویل:«دا پرېکړه ډېره ضروري او مهمه ده. له دې وروسته به دواړه ټیمونه د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټلو لپاره په ګډه هلې ځلې او سیالي کوي.»

ولسمشر حامد کرزي په ځلونو د قیوم کرزي له کاندیدا سره مخالفت څرګند کړی و او په وروستیو کې یې هڅه وکړه چې د قومي جرګې له لارې قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ لاس اخیستلو ته تیار کړي.

ځینو کاندیدانو او د سیاسي چارو کارپوهانو د ولسمشر کرزي دا هڅه غیرقانوني او په انتخاباتو کې د ولسمشر لاسوهنه بللې ده.

د نړیوالو رسنیو او عامو افغانانو په باور د قیوم کرزي له تېرېدو وروسته زلمی رسول له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وروسته درېم مهم کاندید ګڼل کېدای شي.

8 total views, 1 views today

6 comments

  1. عزیزی Reply

    hands off election Hamid Karzai 🙁

  2. Dr. M.M.Musafir Reply

    تاند چلوونکو او لوستونکوته سلامونه
    ده افغانستان کړیدلی ملت په خاصه توګه پښتانه دمصلحت مآب کرزی صاحب په حکومت کی دیر زیات وټکوول شوول خو له بدمرغه کرزی لس لکچی ده پښتنو په اصطلاح تورسپی څټلی نه شمالی ټلواله او نه یی هم امریکان خپل کړی شوو په پښتو او پښتنوته یی لا له واره شاکړی ووه. او پښتنو خو هم ده کرزی ده دغو کرغیړنو کړنو په ځواب کی تصمیم نیولی چی ده کرز اولیاو ته خو به لا رایه ور نه کړی ، که هرڅه وکړی کرزی به بیا خپله کورنی یی او نور تالی څټی لکه ځلمی رسول ، احمدضیامسعود او نور ده پشتنو ده اعتماد وړونه ګرځی نو داټولی منډی ترډی بی ځایی دی والله کی دی په ځلمی رسول خو ګټلی ووی مګر دا چی شمالی ټلوالی ده لنډه غرو په مرسته لوی ټګی او برګی ته لاس وانه چووی.دا په تذګره پښتانه او په ارزښتونوکی پښتون دښمنی څیره یی نور دی ملت ته ده منلو وړنه دی.. الله دی خپل یو نیک او خدمتګار بنده د دغه ملت مشرتابه ته ورسووی تر څوچی دپښتنو هغه له لاس وتلی عظمت بیرته ستون او ده هیواد سره له دوباره نه ودان شی.

    مسافر

  3. هلال Reply

    داډېر بد کار وشو
    زما په فکر حکومت په ټاکنو کې ډېره لاس وهنه کوي او ښايي چې هغه کس میدان ونه ګټي، چې خلک یې غواړي.

  4. ګنډېری Reply

    بدبختانه او بیا هم بدبختانه چې د لوی کندهار د سیمې پښتانه نورو پښتنو ته ډېر په سپکه ګوري. حامد کرزي دغه کار یوازې د دې له پاره وکړچې له اشرف غني څخه د جنوب د خلکو رایې پرې کړي.

  5. سردار Reply

    ډیر ژر به ډبل عبدالله هم د ږلمی رسول به ګټه تیر سی او د تا کنو امر یکایی درامه به بشبړه سی. سربیره بردی داسی شکا ری چی تالبان به هم د کرږی د کاندید ملا تړ وکړی. خیر به یی غواړو
    مننه

  6. واغظي Reply

    كرزي اخير كي زان وشرماوه
    دده مندي نتجه نه وركوي تيرو انتخاباتو كي درغلي وكره او خلگو يو سه رايي په دي خاطر وركري چي عبدالله يي ونه گتي له داواري خو غير له رشوت خورو او غاصبانو پرته هيسوك حاضر نه دي چي داسي انسان ته رايه وركري چي شزه او نر يي نه دي معلوم زكه دا شرعي نه دي چي ولسمشر دي بي …….وي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *