Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو امارت، د کرزي ریاست او د اشرف غني حکومت

نبي حبیبی – کاناډا-

د اوسني دولت له غیر مصلحتي کړنو، خلک هماغومره سرټکوي لکه څومره چی په آخر کی خلکو د طالبانو او یا د رباني له حکومته سر ټکاوه.

ټولو ته معلومه ده چی عام ولس د داخلي او تنظیمي شخړو نه سخت په تنګ راغللی وو. ۱۹۹۴ شاوخوا ملا عمر د کندهار د یو وړوکي جومات د طالبانو په کومک یو پاټکي شړلی وو او د بي بي سي لخوا یی خبر خپور او د طالبانو تحریک هیډلاینز او د عدل راوستلو وعدې او سوري د هماغه ځایه شروع شوې.

څرنګه چی خلک هم ذهنا او عملا د جنګه ستړي شوي وو، دغه حرکت ته یی په پټو سترګو ښه راغلاست ووایه. دا مهمه نوه چی ددوی ترشا څوک او څه معاملی رواني وی، خو ولس ته مهم امنیت وو. او دوی امنیت تر یو حده تامین کړی وو(احمدرشید).  طالبان ولی ناکام شول دابله موضوع ده. خو هغه هم ددوي سیاسي شعور پوری تړاو لري او بلکل جدا بحث دۍ.

 خو اوس به دی ته راشو چی د ولس اکثره تعلیم یافته او ځوان کول ولی اشرف غني، اشرف غني کوي؟

د کرزي د پاسه دیارلس کاله مصلحتي نظام کی، دومره غیر مصلحتي کارونه وشول چی ملي اجنډا وۍ یوبل سره په ټکر کی شوی،  او داسی یو نظام یی مروج کړ، چی د افغانستان حکومت په دنیا کی مالي، اقتصادي، فرهنګي او حتی په کانکوري فراډ او نور قسما قسم فسادونو کی په دنیا کی اول نمره فاسد دولت اعلان شو. پدی هم ټول پوهیږو چی داسی افغان به نوي چی رشوت یی نوي ورکړي او یا یی نوي اخیستی.

اداري فساد، اخلاقي فساد، اقتصادي اختلاسونه، بانکونه په بډه وهل، سرکونه نه جوړیدل، سفارتونو، وزارتونو کی نا اهله کسانو ته د کارونو ضمینه برابرول، د ځمکو شخړی، پیسه دار ته عدل، او فقیر سره ظلم، او داسی نوری بی عدالتیاني خاصی بیلګی دي چی روزانه یی د رسنیو د لیارو اورو.

هماغه مصلحتیان د فساد فی الارض جرړی وګرزیدی، کوم چی باید د حکومت پایی او زمامداران  واي.

کرزي سره خو ټول چپیان او راستیان یوځای شول، چا چړت هم ونکړ. او کرزی هم  د مصلحت په نوم، قاتل، مقتول، او مظلوم سره جدا جدا ناستی وکړی چون ټول د عفوی عمومي قانون لاندی بښل شوي وو. ټولو ته به یی سر ټکاوه او د قدرت ویش یی ورته په خروار ورکاوه.

بالاخره، دی نظام افغانستان کی فیوډالزم  مروج کړ، قدرت، پیسه، کارونه، قراردادونه ټول څوکسان سره په شریکه خوړل شروع کړل. دا وزیر د هغه د ځوی خیال ستاتي، او بیا هغه بل وزیر دده د ځوی خیال ساتي. د فلاني وزیر ورور هلته مشاور، او ددی وزیر ورور دلته مشاور. فلانۍ آمر زما ځوی ته د کار ضمینه برابروي، زه بیا د فلاني آمر صاحب ځوی ته، او عام بیچاره ولس دي د کارونو لپاره امتحانو ته کیني او یا دی ترکاریانی خرڅوي، او حالاتو ته دی د لری ګوري.

آخر خلک ولی اشرف غني غواړي؟

بعضی خو اشرف غني هم د کرزي د سیستم اتل ګني، بیا نور پدی عقیده دي چی ده ته خو چانس ندۍ ورکړ شوی.

ټول یوی معجزی ته په طمعه دي. او غني ته د هماغه ویرچول لیډر چی ددوی په ذهن کی کامیاب لیډر ګرزي، سترګی په لیار دي. افغانان فکر کوي چی دا کس به یو ریښتنۍ عادل سیستم ورته جوړکا. ددی فساد د شره یی خلاص کا، ددی فیوډل سیستم پر ځای د میډل کلاس (منځنۍ طبقې) او لاندی خلکو اقتصاد ته وده ورکا، اوبلاخره ځوانانو ته د کار زمینې برابری کا. دوۍ بیا اشرف غني د خپل درد امریکايي دوا ګني.

خو لکه څرنګه چی طالب (یوه ناکامه یوناني دوا وه) خلکو د امنیت وعده ورکړه  اوهغوی هم طالب ته  لبیک ووایه اوس ملت فکر کوي چی غني به دوی د فساده له جرړو خلاص کړي، ځوان کول به په کار وګماري، قدرت به ولس ته ورکړي او د امنیت ټینګیدو کی به مثبت رول ولوبوي. ځکه چی دۍ طالب ندی عالم دی.

دا اټکلونه به څومره ریښتیا وي؟ دا به وخت ثابت کړي.

د یو آباد او سرلوړي افغانستان په هیله.

34 total views, 2 views today

1 comment

  1. speen Reply

    اشرف غني په خپلو تېرو کړنو که ترډېره بريده بريالی وو اودنوموړي تېرته په کتو سره به ډېرې برياوې ولري. هوپه دې باندې بايد هم پوه واوسو چې د۲۰ کلنې ړنګې شوې او يافاسدې ادارې سمونه تقوااوکلکه اراده اووخت غواړي. تقوااواراده په اشرف غني کې شته اووخت بايد ورته ملت ورکړي.دابايدهم له ياده ونه باسوچې دافغانستان دنظام سمونه دملت په مټواوديوه ښه مديريت لاندې کېدای شي.داهرڅه به له ننګونوخالي نه وي. که غواړوچې پرمختګ وکړو، نودننګونوڅخه بايدډار ونه لرو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *