Categories

اعلان

Loading…

کيور شفاخانه که قصاب خانه!!! نصيراحمد احمدي

له ګيلې او شکايته مې بد راځي، ځان ټيټ او کمزوری راته ښکارې، خو نن چې څه ليکم، هر توری يې زما يوه اوښکه ده، په هره جمله کې يې زما يوه چيغه پرته ده، ليکم يې، ليکم يې، که بد ښکارم که ښه، نور خو به پوه شي، زړه خو به مې تش شي. .

بس! يو ساعت مخکې مې د پلار سترګې ښکل کړې، پلار سترګې پرانيستې، نا اميده يې را پسې و کتل، خو ما مخ ترې واړاوه، نه مې غوښتل چې د خدای په امانۍ پر وخت مې اوښکې وويني.

په ما پسې هغه مړاوې سترګې راواوښتې چې  ټول عمر به زما سترګې ور اوښتې، هغه سترګې چې شايد بيا يې خلاصې ونه وينم.

تېره دوشنبه زنګ راغی، نومره مې د ورور وه، بس! همداه شېبه مې زړه سستي وکړه. ځکه زموږ په کلي کې  د تاليبانو له برکته تليفون يواځې د سهار له اتو د غرمې تر دولسو بجو کار کوي. نو ورور مې په دې ماخستن کې له کوم ځايه زنګ وهلی و؟ ولي؟ خيريت دی؟

خيريت نه و، ورو مې وويل چې غرمه مې د ابا ( موږ پلار ته ابا وايو ) په ګېډه درد شول، دوه ساعته د ولسوالۍ د بازار په کلينيک کې و، اوس مو د غزني ملکي روغتون ته راورساوه، خو په ملکي روغتون کې له يوه نرس پرته بل سړی نشته.

حيران شوم، د غزني يونيم ميليون نفوس، يو دولتي روغتون او يو نرس؟

له وروره مې علت وپوښت، د نرس له خولې يې راياده کړه چې جشن دی، غزني د اسلامي ثقافت مرکز ټاکل شوی.

په هرصورت، له دولتي شفاخانو به ليونيان تمه لري، ورور ته مې وويل چې د شخصي شفاخانو پوښتنه وکړه، موټر خپل و، يوه شخصي شفاخانه يې ومونده، خو غټ کولپ ور لوېدلی و. غټه خبره وه، غزني د اسلامي صقافت مرکز!!!!!!!!!!!

په تليفون مې يو شناخته ډاکټر پيدا کړ، ويې ويل چې د نثار شفاخانې ته يې راولي.

هماغسې يې وکړل، معايناتو د پانقراس د غدې ميکروبي کېدل ښودلي و.

پلار مر بستر شو، سهار ته مې کابل ته راوغوښت، خو مخکې مې له ځينو دوستانو او ملګرو سره مشوره کړې وه، ډيرو يې د کيورشخصي شفاخانه ښه يادوله.

سه شنبې سهار اته بجې مې پلار کابل ته راورسيد، ښکلې سترګې يې بې سېکه ښکارېدې، ذګيروي يې ډېر ول، ګېډې ته يې لاس نيولی و.

ټکسي مې ونيوله، له يوه موټره بل موټر ته په خپله ور وخوت. په لاره کې يې خبرې راسره کولې، خو په جمپونو کې به يې تېره ناره له خولې راووته. له درې پاوه مزل وروسته د دارلامان ړنګې ماڼۍ ته نږدې د کيور شفاخانې ته ورسېدو.

په دروازه کې يې راته وويل چې له ناروغ سره يواځي يو پايواز تلی شي، ورياده مې کړه چې ناروغ عاجل دی، خو دروازه وان وويل چې په شفاخانه کې د مرستې کسان تيار دي.

سمه ده، هر څه تيار ول، نو ورور ته مې حاجت نه و. ورور مې همالته له موټره کښته شو. ټکسي حرکت وکړ، له پراخې ميدانۍ تېر شو، د صالون دروازې ته ودرېد. پلار مې په ټکسي کې پرېښود او زه صالونه  ته ورننوتم. ارت سالون و، پر څوکيو يو يو پايواز ښکارېده. د سپينې چپنې يو دنګ ځوان مې ودراوه، ومې ويل چې عاجل ناروغ لرم، څه وکم؟

تليفون ورته راغی، غوږ ته يې ونيو او روان شو. مخ مې واړاوه، کونج ته يوه ټاير لرونکې کراچۍ ولاړه وه. تر ښکرو مې ونيوله، پلار مې په خپله له موټره کښته شو، خو په کراچۍ کې د کېناستلو پر مهال موټروان هم مرسته راسره وکړه.

کراچۍ مې ټيله کړه، خو د سالون له دروازې سره مې ورو رانه ونيوله، نه پوهېږم چې څنګه يې را پرېښی و.

په سالون کې د معلوماتو درېڅې ته ودرېدم، له وړې درېڅې ور هاخوا يوه لوېشت توره نجلۍ ناسته وه.

وار له واره يې راته وويل:

_ناروغ دې کوم وارډ ته وړې؟ جراحي که داخله؟

څه پوهېدم، ومې ويل چې په ګيډه يې درد دي

_ښه نو کوم وارډ ته يې وړې؟

له ځان سره مې فکر وکړ، داخله څانګه سمه راته ښکاره شوه.

نجلۍ په تريو تندي وويل:

_اوس پنځلس سوه افغانۍ فيس دی، خو که دې مريض اوس وړې او له غرمې يې وروسته راوړې، پنځه سوه درنه اخلو.

ټولو خلکو زما پلار ته کتل، ډاډه يم، د هغه چيغې او ذګيروي ښه نه پرې لګېدل.

د تورې نجلۍ وړانديز احمقانه راته ښکاره شو، ومې ويل:

_ته د ما د پلار چيغې نه اورې؟

له کېبورډه يې ټکا وايسته، پرته له دې چې راته وګورې، ويې ويل:

_نه غواړم چې د هغه بل سړي په څېر جنجال راسره وکړې.

په ملنډو مې وويل:

_خير دی، پروا نه کوي، ناروغ به تر دوو بجو چيغې وهي.

نه پوهېږم، وشرمېده که څنګه، لاس يې راوغځاوه، يونيم زر افغانۍ مې ورکړې، يو کارت يې ور واخيست، ويې ويل:

_نام مريض

_فتح الله

د قلم څوکې ته مې وکتل، په انګليسي حروفو يې فتح محمد وليکل.

ور ياده مې کړه چې فتح الله

په بې اعتنايي يې وويل:

_مهم نيست.

ځای، ولايت او ځينې نور مشخصات يې هم وليکل، کارت يې راته ونيو:

_به بخش داخله برين.

ورور  مې کراچۍ ټيله کړه. ځای مو په اسانۍ وموند، يوه چاغه نرسه ناسته وه، زما د پلار لومړني معاينات ( فشار، وزن، تبه…) يې په ورين تندي ترسره کړل. وروسته يې يوې تيارې خونې ته رهنمايي کړو، وخت ووت، سترګې مې وختې، خو د ډاکټر درک نه و. په تياره کې مې يواځې د پلار ذګېروی اورېده.

پاو وروسته ډاکټر راغی، معاينه يې کړ، د غزني تشخيص يې هم وليد، ويې ويل چې د غزني په پاڼو کې يې د پانقراس غده ميکروبي ښودلې ده، ولاړ شو:

_په ما پسې راځی:

تر څو چې مو کراچۍ راګرځوله، ډاکټر نه و. دهليز ته راغلو، دواړو خواوو ته مې وکتل، ورور  مې په ډاکټر پسې يوې خواته لاړ او زه بلې خواته، خو ډاکټر پيری و، په هوار ميدان ورک شو.

له يوې نرسي نه مې وپوښتل:

_داخله ډاکټر چېرته دی؟

شونډې يې بوکې کړې:

_زه څه خبره يم، دلته خو سل ډاکټران دي.

روانه شوه.

په زړه کې را تېره شوه:

_ښه نو، چې سل ډاکټران دي، نو بيا خو تر ناروغ مخکې مه ځه.

 بېرته داخله څانګې ته راغلم، له هماغه نرسې څخه مې ادرس واخيست چې زما د پلار فشار يې کتلی و. ورغلو، ډاکټر صاحب په عاجله خونه کې و.

پلار مې بستر شو، په لنډ وخت کې يې سيروم او دوې نورې کڅوړې ورته وتړلې. يوه نرس  يې له لاسه وينه وايسته، په شنه کاغذ چې د همدې روغتون لوګو يې هم لرله، څه وليکل، له وينې ډک کوچينۍ بوتل او کاغذ يې ماته ونيول:

_اي خون بايد معاينه شود، برو به کلينيک جمال.

_ښه نو، دا د جمال کلينيک چېرته ده؟

_نميفامم،فکر ميکنم،  بين سرک ٩ الی ١٤ دارلامان.

ټکسي مې ونيوله او په نهم سړک ترې کښته شوم، وګرځېدم، وګرخېدم، وګرخېدم، خو په دې سيمه کې چاته د جمال کلينيک نه و معلوم.

ورور ته مې تليفون وکړ، له هماغه نرس سره وغږېدم، ور ته ومې ويل چې جمال کلينيک مې نه کړ پيدا، خو دلته سيټي لابراتوار شته، د يوه بل لابراتوار لوحه هم معلوميږي.

_نې! جمال کينيک دقيق است.

چاره نه وه، که له ځمکې وای که له اسمانه، جمال کلينيک مې بايد موندلی وای. اخير مې په يوه دواخانه کې د جمال کلينيک ادرس وموند. ماته يې غلط ادرس راکړی و، کلينيک پل سوخته  ته نږدې و.

ټکسي مې ودروله، ټکسي د علاوالدين په درې لارې را تاو شوه، د دواړو غاړو له کورونو او دوکانو مې سترګې نه اړولې، جمال کينيک ب بايد لوکس تعمير ولري، که نور نه وي،  تر سيټي لابراتواره خو به عصري وي. په همدې وخت کې ټکسي ودرېده، ټکسي وان وويل:

_وروره، دا يې هم جمال کلينيک.

باور مې نه راته، د کلينيک په چټلو ديوالونو کې  جمال نه و، له يوې زړې دوه منزله تعميره پرته بل څه نه ښکارېدل. ورغلم، ويره راولوېده، په دهلېزونو کې د خدای بنيادم نه و. پر زينو وختم، وړه ليکنه وه، لابراتوار، همالته ورغلم. دوه کسه ناست  ول. کاغذ ته يې وکتل، ويې ويل:

_زر افغانۍ.

پيسې مې ورکړي، پر اوږده څوکۍ کېناستم. مخامخ لوحه وه. د هغه ډاکټر نوم پرې ليکلی و چې يو ساعت مخکې يې همدا معاينه راته وليکله.

اه! ډاکټر صاحب خپل کلينک ته رالېږلی وم، په حقه و، زر افغانۍ يې څنګه په بل لورېدلې!

معاينات مې راواخيستل او بېرته شفاخانې ته راغلم. کشر ورور مې په دهليز کې ولاړ و، سترګې يې سرې وې، په غريو کې يې راياده کړه چې ابا مري.

ومې ويل:

_څه چټياټ وايې:

_ډاکټر راته وويل چې ناروغ مو يواځې شل فيصده د ژوندي پاتې کېدو چانس لري.

په بيړه عاجل اطاق ته ورغلم، د پلار پر لوڅه سينه مې مختلف سيمان پراته وو، ټول سيمان د راديو غوندې يوې دستګاه ته ختلي وو، په دستګاه کې درې انګليسي شميرې راتلې، غمي يې بل او مړه کېدل، چونګاه يې خته.

نرس ولاړ و، له پلاره مې يې پوښتنې کولې، خو د هغه سترګې پټ وې، پر خوله او پزه يې د اکسيجن نرۍ رڼه پلاستيکي کاسه پرته وه.

نه پوهېږم چې تر ما مخکې به يې کومې پوښتنې ترې کړې وې، خو پلار مې په پټو سترګو يواځې (نه) او (هو) ورته ويل، زه په دې ځای کې ور ورسېدم:

نرس: شکر داري؟

پلار: ني.

_چرس ميکشي؟

_نې

_سګرت؟

_نې

نصوار؟

_ها

_چای سياه تېره ميخوري؟

_ها

_شراب؟

_ها

کټ کټ خندا راغله، مخ مې ور واړاوه، يوه نرسه وه، پيته پزه او سور مخ يې نيولی و. چې ماته يې وکتل، خولې ته يې لاس ونيو. پوه شوم، هغې ته زما د پلار ځواب د خندا وړ و، کليوال سړی، دا عمر، لونګي او شراب؟ ډېر سره لېرې دي. خو ايا دا پر ناروغ باندې د ملنډو او خندا ځای و؟ هغه هم يوه طبي کارکونکې!

اعصاب مې سره راوخوټېدل، خدای خبر چې په دې کې په څومره عيبونه و، خو ځان مې کابو کړ، نرس ته مې وويل:

_شراب نه خوري.

په ذګېروې کې مې د پلار غږ واورېد:

_څه وايي؟

_ډاکټر دی، وايې چې پلار دې شراب خوري او که نه؟

د پلار ټيټ غږ مې واورېد:

_نه، نه، توبه. توبه، توبه…

شېبه وروسته د ډاکټر پوښتنې خلاصې شوې.

د پلار تر څنګ مې کېناستم. سترګې يې پټې وې، شېبه وروسته يې د لاس ګوتې وښورولې، ومې ويل:

_څه غواړې؟

په ذګېروي کې يې را ياده کړه:ـ

_لاس راکه.

لاس مې يې ټينګ نيو، په زحمت يې وويل:

_نصيره، ها نصيره؟

_ها ابا، دلته يم.

_سينه مې ډېر درد کيي، سوځي، اخ، ډير درد کيي.

ومې ويل:

_همدا اوس به ډاکټر ته ووايم:

په پټو سترګو يې وويل:

_شناخته ډاکټر پکې لرې؟

_ شناخته ته ضرورت نسته، ډېره شه شفاخانه ده.

ذګېروی يې ډېر شو:

_نصيره! ها نصيره.

_څه وايې ابا؟

_له درده ډېر پازاب يم، نه يې سم ذغملی، نه کېژي، داسي پيچکاري به نه يې سي مړ سم.

سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، خو بيا مې هم د خندا له پاره په زړه زور راووست:

_يه، يه ابا، شکر پنځه زامن لرې،  موژ دې چېرې پرېژددو چې داسې ژر رانه لاړ شې، اوس دې اتياوو کالو يې، انسان تر دې ډېر عمر کولای شي. بس، مازې يوه عادي مريضي ده، خدای به هرڅه سم کي.

په ټيټ غږ يې وويل:

_نصيره، ها نصيره؟

_څه وايې ايا، دلته يم.

_ګوتې مې ټينګي که.

 د پلار پر ګوتو مې زور راووست.

ويې ويل:

_نه پاتې کېژم، هسي زحمت مه باسی، کورته مې يوسی.

سخته وه. غلی وم.

پلار مې وويل:

_دلته يو چا وويل چې د پاتې کېدو نه دی، شل فيصده چانس لري.

خولې ته مې د جمپر ژۍ تخته کړه، د پلار ګوتې مې پرېښودې، په بېړه دهليز ته ووتم. نه  مې په يادېده چې څه وخت مې ژړلي و، خو نولس  کاله مخکې مې خپله ژړا په ياد وه، هغه وخت يې زما د تره زوی يې له جنګه مړ راوړی و. خونولس کاله وروسته بيا هماغسې چيغو واخيستم. شرم و، ځان مې کابو کړ، خو بيا هم په دهلېز کې هر تېرېدونکي کس ماته کتل. چاره نه وه، د شفاخانې انګړ ته ننوتم او ليرې  پر سميټي څوکۍ کېناسم.

وه احمق ډاکټره، که مې په ورور د هغه د پلار د مرګ زيری کوي،  يو ګوښه ځای  خو ورته ووايه! کم له کمه په هماغه کوټه کې خو د ناروغ له کټه يو څه ليرې شه.

څه به مې کول؟ دعوه! جنګ!  ځای يې نه و.

بس تر مازديګره ييې شل رقمه معاينات وشول، ماښام نرس راغی، ويل يې چې په تاسو کې د شپې لخوا يواځې يو نفر د پاتې کېدای شي. ته که دې ورور؟

ومې ويل:

_زه.

خو کشر ورور مې ټينګ و.

تياره ترې راووتم، کور ته راغلم، د شپې تر دولسو بجو مې په تليفون احوال اخيست.

ورور مې ويل چې ابا  ښه دی، خو دروغ و، په تليفون کې د ده له غږه د پلار ذګيروی لوړ و.  سهار وختي پاڅېدم، خو تېرې ورځې مې جيب راتش کړی و، مجبوره وم چې د بانک تر خلاصېدو پورې په کور کې ووسم. اته نيمې بجې روغتون  ته ورسېدم، د تېرې ورځې د شلو معايناتو شل رنګه نتيجې راوتلې وې.

اه! هغه سړی چې تر راتګ يواځې يوه ورځ مخکې  په خپلو پښو ګرځېده او لرګي يې  ماتول، په څلرويشتو ساعتونو کې څنګه له پښو ولوېد؟

د زړه د شريانونو ستونزه، د ګردو مشکل، د پانقراس د غدې التهابي کېدل، نفس تنګي، د بدن ناڅاپي پاړسوب …دا له کومه شول.

له ډاکټر  سره وغږېدم، ويې ويل چې د پانقراس د غدې ميکروبي کېدل، د بدن په ټولو غړو تاثير اچوي.

نه پوهېدم، سم به يې ويل نو، ډاکټر نه وم.

لسو بجو ته يې لومړۍ د پښو او بيا د ټول ځان پاړسوب ډېر شو.

بيا مې په پوښتنه پوښتنه ډاکټر پيدا کړ، د ناروغ د وضعي پوښتنه مې ترې وکړه. ويې ويل چې خوښه مو، دلته خو يې هره دقيقه حالت د خرابۍ خواته ځي، که يې پيښور ته  يوسی ، ښه به وي.

اه خدايه، پرون مې همدا وخت،  همدلته يوه بل ډاکټر ته همدا خبره کړې وه، خو د هغه تريو تندي مې لا اوس هم په ياد و:

_ولي، دا موږ افغانان لکه چې ډاکټران نه درته ښکارو. چې اسمان ته يې يوسې هم همدغه يې علاج دی.

کلي ته مې تليفون وکړ، له مشر ورور سره مې مشوره وکړه، ويې ويل چې همدا اوس درځم.

ډاکټر ته ورغلم، ومې ويل  چې ناروغ پاکستان ته بيايو.

يو ساعت خو يې متفکرانه قواره نيولې وه، په خدايکه خو په طب کې د نوبل د جايزې ګټونکی هم دومره مغروره وي. بيا روان شو.

منډه مې پسې ور واخيسته، ويې ويل:

_نه پوهېږم، خو ناروغ له امبولانس، ډاکټر او  اکسيجنه پرته ژوندی نه شي پاتې کېدای.

اه خدايه! پرون خو مو په ټکسي کې راووړ، نه امبولانس و، نه ډاکټر نه اکسيجن. يواځې زګيروی يې خوت.

ومې ويل:

_ښه نو، امبولانس له کومه کړم؟

_زه يو نفر پيژنم، تر تورخمه به  مو ورسوي.

_له هغه وروسته؟ _

_سړی شناخته دی، هلته بل امبولانس درته پيدا کوي.

ومې ويل:

_سمه ده.

ويې ويل:

_زه يې نومره درته پيدا کوم.

اه خدايه، شيبه وروسته هماغه فيلسوف ډاکټر په ما پسې ګرځېده.  په سترګو کې يې هغه پخوانۍ  غرور نه و پاتي.

خو بيا يې هم کور ودان، د تليفون نومره مې ترې واخيسته، د امبولانس له موټروان سره وغږېدم، مجهز امبولانس او ډاکټر.  بس دولس زره افغانۍ يې غوښتې، ما هم بله پکې ونه کړه.

د تليفون له قطع کېدو سره يو د سپيني چپني ځوان را په څنګ شو، ويې ويل:

_قيمته درته وايې، زه به يې ارزانه درته پيدا کم، لس زره.

ورنه رهي شوم،بل مې غوږ ته خوله رانږدې کړه:

_امبولانس جديده بريت پيدا ميکنم، پشت ديګرا نه ګرد، نو ( ٩) هزار افغاني.

حيران شوم، دا د کيور انټرنشنل شفاخانه وه  که په کوټه سنګي کې د موټرو  هډه يا هغه خيرات غوښتونکي چې په زور دې تر لمنې کشوي. اه خدايه، لکه چې سم ښکار په ګوتو ورغلی وم.

په دولس نيمو بجو مې وروسته له ٢٤ ساعتونو ډوډۍ وخوړه، کور يې ودان، د شفاخانې لخوا وه.

 اوس يو کار راته پاتې و، له روغتون سره وروستی حساب. دوی کليرنس  فارم ورته ويل. مالي برخې ته ورغلم، افغانۍ نه وې راسره، له بانکه مې ډالر اخيستي ول، خو  د دوی په اصطلاح خزانه دار  بهرنۍ کرنسۍ نه قبلوله. خوښ مې شو، اقلا دا يو کار خو يې د دې وطن په ګټه و. خو ډېر ژر نهيلی شوم، خزانه دار راته وويل چې ډالر اخلو، خو ١٠٠ ډالره په ٥٤٠٠ افغانۍ.

حيران شوم، ورته ومې ويل چې ما پرون مازديګر  سل ډالره مات کړل، ٥٧٥٠ افغانۍ شوې.

وي ويل چې موږ ته امر شوی، همدا يو ثابت نرخ دی.

کيور انټر نشنل هسپتال صرافي هم کوله. پروا يې نه لرله، خلک مظلوم و، کليوال وو، نابلدوو، ژر غلطيدل،  له طبابت سره صرافي هم چلېده، خو دومره بې انصافي؟ د باندې ووتم، ډالر مې په ٥٧٢٠ مات کړل.  پيسې مې ورکړي، ګيټ پاس مې واخيست، ګيټ پاس د پيسو د تحويلۍ وروستۍ سند دی او په عمومي دروازه کې دې له ګيټ پاس پرته نه پرېږدي.

خو يو بل کار هم پاتې و. امبولانس تيار و، ورور مې هم نږدې رارسيدلی و، اوس مې بايد د امبولانس او د روغتون ډاکټر سره مخامخ کړي وای چې که ناروغ په لاره کې په تکليف شي، نو کوم سيروم ورته ولګوي، کومه پيچکاري ښه ده، اندازه يې څومره ده…..که يې ساه بنده شي څه وکړي؟

عاجل اطاق ته ورغلم، له نرسي مې د ډاکټر پوښتنه وکړه،  ويې ويل چې راځي، يو ساعت نور هم ووت، د ډاکټر درک مالوم نه شو، بيا مې ورته وويل، ځواب يې هماغه و، مشر ورور مې هم راورسېد، پلار ته يې وکتل، ان پوښتنه يې هم ونه کړه، سترګو ته يې څادر ونيو او د باندې ووت.

پسې ورغلم،  ويې ويل چې دا خو جک جوړ و، هسي مازې يې ګيډې درد کاوه.

ومې ويل:

_مه پسې ګرځه.

د ډاکټر په پيدا کولو پسې مې سترګې وختې، خو ډاکټر پيدا نه شو. څلوريشت ساعته مخکې راتګ مې په ياد شو، پر مريض ډاکټران او نرسان را ټول ول،. خو اوس يو هم نه و. اخير يوه نرس د امبولانس ډاکټر په دوا وپوهاوه. خو زما زړه نه منله.

يو بل نرس راغی ، ويې ويل چې پلار دې بايد د روغتون جامې وباسي.

سخته وه، تکليف مې نه ورباندې لورېده، ورته ومې ويل چې د جامو بيه درکوم. لس چنده. نرسه د باندې ووته، ژر بېرته راغله، ويې ويل چې نه، په قانون کې نشته. چاره نه وه، پرده مې کش کړه. د پلار له تنه مې د روغتون جامې په اسانۍ وختې، خو خپلې جامې يې پړسيدلې ځان ته نه ورتلې. لستوڼۍ مې په دوو ګوتو کې ونيو، زور مې وواهه، خو ټوټه نه څيرې کېده.

اخير يې په يو ترتيب په ډير زحمت کميس غاړې ته ور ولوېد، اوس نو د پرتوګ وار و. پرتوګ مې ور اغوښت. د پلار سر مې په لومړي ځل ځړېدلی وليد، هغه سر چې تل به هسکه غاړه روان و، خو نن شرميده. ومې ويل:

_خير دی ابا! زوی دي يم، د زړه ټوټه دې يم، ځان دي يم.

سترګې يې پټې کړې. د سترګو له دواړو کونجانو يې رڼې اوښکې رابيلې شوې.

اه خدايه! سخته وه، ډېره سخته.

نرس په بيړه اکيسجن او نور سيمونه ترې خلاص کړل، نرس ته مې وويل چې تر امبولانسه بايد اکسيجن ورسره وي، خو ځواب يې رانه کړ. پلار مو په ټاير لرونکې کراچۍ کې په زحمت کېناوه.  موږ دريو وروڼو راووست، شاته مې وکتل، يو د سپيني چپني وال هم نه وو. څه به يې کول، ښکار له ګوتو ووت.

دوسيه يې هم رانه يووړه، هغه دوسيه چې ټول معاينات پکې پراته وو. ورته ومې ويل چې دا خو مهم دي، بل ځای خو به يې هم ويني، بل زما حق دی، خپلې پيسې مې پرې ورکړي، ويل يې چې قانون ما هميطو  است. دوسيه ره به مريض نميتيم.

امبولانس مجهز و، مشر ورور مې د مخې په سيټ کې کيناست، زه ، کشر ورور او ډاکټر مې د پلار  له چپرکټ  سره نږدې پر اوږده څوکۍ کېناستو.

د پلار مې تر حبيبې ليسې پورې ذګيروی خوت، خو وروسته ارامه شو. په دهمزنګ کې يې په پټو سترګو  وويل:

_نصيره؟

_ها ابا؟

_اسد ( اسدالله غضنر ) ولاړ؟

_هو ، هغه خو پرون مازديګر راغی و.

_شه ، شه ، شه

غلی شو. بيا يې وويل:

_ورته ووايه چې ماصديق ( خدای بخښلی پسرلی صاحب او زما پلار تقريبا سره همزولي او خواږه ملګري و، يو بل به يې په خپلو نومونو يادول ) يې ولي په کابل کې خښاوه، قره باغ شه و.

_سمه ده ابا ، ورته وايم.

وروسته يې د خپلو دريو مساپرو لوڼو نومونه واخيستل، ويې ويل:

_مه يې خبروه! خفه کېژي.

_سمه ده ابا! نه يې خبروم.

_نصيره! د امۍ ( زما مور امۍ بولي )  پښې هم ښې نه دي، درد کوي.

_سمه ده ابا، انشاالله چې کابل ته يې راغواړم.

غږ يې په زوره کړ، خو لړزه پکې پرته وه:

_نصيره؟

_ها ابا

_ته مه ځه! بشير دوی سته ، کار ( د دفتر کار ) دې پاتې کېژې.

ومې ويل:

_خو تا يواځې نه شم پرېښودای.

_مه ځه! زما خبره ومنه.

په زړه کې راتېره شوه:

_اه پلاره! ستا خبره به ولي نه منم. ما خو تر اوسه  ستا خبرې ته ( نه ) نه دي ويلي، ستا په خبره خو دوزخ ته هم ځم.

غلی شو، په ذګيروي کې يې و ويل:

_هغه زما جای دې په باد دی؟

_پوه شوم چې هدف يې څه ده، پلار مې لس کاله مخکې په باغ کې يو ځای راښودلی و، ويلي يې و چې که مړ شوم، نو هديرې ته به مې نه وړی، په همدې ځای کې به مې خاورو ته سپاری، نه غواړم چې له کوره ليري شم.

ومې ويل:

_هو ابا، په ياد مې ده.

_نصيره! نور نو ورځه.

موټروان ته مې ور غږ کړل چې موټر ودروي.

پلار مې وويل:

_مه خفه کېژه! شه؟

_شه، نه خفه کېژم، چې ته راته ووايې نو نه خفه کېژم.

موټر ودرېد، پلار مې پر پټو سترګو ښکل کړ، مړی سترګې يې راواړولې. اه خدايه، هغې زيږې سترګې څومره کمزورې شوې وې.

له موټره کښته شوم، وروڼو  ته مې غېږ ورکړه، مشر ورور مې تر ما هم په زړه نرۍ و. هغه په ژړا کې  امبولانس ته وخوت او ما ټکسي ته لاس وښوراوه.

د شپې يوه بجه زنګ راغی، ويښ وم، پاکستانۍ شمېره وه، کشر ورور مې و، ويل يې چې له تورخمه مو  بل امبولانس ونيو او دا دی د    رحمان  هسپتال ته راورسيدو.

ورته ومې ويل چې پوليسو خو څه نه درته وويل؟

_نه، يواځي امبولانس ته يې له کړکی وکتل، دروازه يې خلاصه کړه، نورو ته يې ورغږ کړل چې (( چاچا بيمار هې )) بس همدومره،  د دې ځای امبولانس تر خط واوښت. بل امبولانس تيار ولاړ و.

اه ډاکټره! پردی پنجابی چې نه يې وينه را ګډه ده او نه هم وطن، زما په چاچا زړه سوځوي، خو ته چې خپل تن او وجود  دې بولم، او د دې وطن په پيسو ډاکټر شوی يې، دومره بې رحمه يې!!!

سهار مې بيا کشر ورور زنګ راته وواهه.  غږ يې ژوندۍ و، ويل يې چې معاينات لا نه دي خلاص ، خو ډاکټرانو راته وويل چې بيغمه اوسۍ، تر دې د سختو ناروغانو علاج شوی دی، خدای مهربانه دی.

رحمن شفاخانه هم د خدای په جات تداوي نه کوي، بزنس کوي، خو له دې سره د انسان قدر  پرې معلوم دی، که مري هم ، نو وار له واره خو د ناروغ په پايواز  او په خپله ناروغ  د مرګ زيری نه کوي.

اه زما ډاکټره! تا خو په ژوندوني پلار را وواژه!

خو څوک خبر دي، د خدای بېله پاچاهي ده، کېدای شي چې ستا وړاندوينه سرچپه شي، اتيا فيصده ژوند.

پای

يادونه: دا ليکنه مې په بيړه ليکلې ده، کېدای شي تايپي غلطۍ ډېرې ولري. وبخښی.

12 total views, 1 views today

21 comments

  1. میرویس هاشمي Reply

    نصیر جانه ډیره دردیدلی لیکنه وه هغه د چا خبره چې د زړه بړاس د پرې ایستلی ده هو ګرانه هر افغان باندې دیړی داسې دردونه تیر شوی چې هیڅ د زغم وړ نه دی داسې ترخې خاطرې چې عمر یې د هغې د ترخو خاطرو تریخ خوند یې په خوله کې د مرګ د سلګیو اخیره پاتې شوي!!!!

    زه هم داسې ترخې خاطرې لرم چې هیڅ مې نه هیریږي خدای ج شته چې دغه د افغانستان ډکټران ډیر کبرجن او مغروره خلک دی په عموم کې د زړه ډاډ نشته احترام نشته د انسان عزت نشته یوازې پیسې دي چې پیسې ولرې نو هغه مغرور او کبرجن ستاس د پښو بوټان هم سموي بس د انسان په ژوند تجارت دی!!

    یوه ورځ مې ورو په نس درد دی او چیغې وهي ما ویل چې بس مړ کیږي نیمه شپه وه توره تیاره وه کلیوال ته مې غږ کړ چې هله موټر راوباسته ورور مې مریض دی موټر یې راوباسه کله چې ډاکټر ته ورغلم کورته مې نارې ووهلې ښځه یې راووته او راته وویل چې ډاکټر په ناوخته مریضان نه ګوري ما ورته وویل چې د ډاکټر خو وظیفه هر وخت او د مریضانو لپاره وخت ناوخت نشته او ډاکټر چې دی دولت پری مسرف کړی د همدغو وطنوالو د خدمت لپاره زما ورورو به مړ کیږي ته به د هغه تداوي نه کوي خیر دی راودوځي ډیر سوالونه مې ورته وکړل چې مړ کیږي هغه کور اباد راووتو او له شرمه یې سترګې راسره نه شوي غړولي دا څګه چې پوهیدو او زما در یې حیس کولای شوو!!!!

  2. هيواد همت Reply

    احمد صیب ستا لیکنه مې ولوستله ، یقین دې وشه چې د هرټکي په لوستلو مې ژړلي وي ، که دا خو شفاخانه وي او یا داسې يې ډاکټران وي نو په دوی دې الله پاک داسې تندر راوغورځوي چې له ټولو يې خلاص شو، ستاسو محترم پلار ته عاجله شفا غواړم ، او د همدغه ځایه د صحت عامې وزارت مسولو کسانو باندې غږ کوم چې شخصي شفاخانې دې تر جدي څار لاندې ونیسي !

  3. Mangal Reply

    Nasir Nana salam, hila mand yam Che ABAJAN de rogh ramat wi.Ma ham plar ta ABA waiel .Sta likane der wozhalowalam.khpal ABA ra po jad sho.

    Po dranesht

  4. Abdul Reply

    واقعاً زياته دردونكي ليكنه وه.الله تعلي دي به مونز افغانانو وريا فضل وكري!سوك دي

  5. Nazir naimy, Oslo , Norway Reply

    احمدي صاحب! سلام.
    هیله ده تاسو قبله ګاه صاحب ته خدای پاک ژر شفاه ورکړی او خدای موخوشحالی په نصیب کړه. یو متل دی وایئ چه هغه ګډ او هغه یئ کربوړې.زما او ستا په وطن کی څه شی سم دی. حکومتی مامورینو/چارواکو ته مو وګوره.دوکاندار, تکسیوان،تجار, , مالدار، پولیس، قاظي او همداسی نور, ټول یو د بل په غوښو او هډوکو نښتی یوو. په هیڅ کسب، مسلک او طبقه کی ایتیک او انساني همدردی نه ده پاتی. طبابت او ډاکتري هم د خپل ماحول محصول دی او له همدی کبله طبابت ته هم خلکو د پیسو را ټولولو لپاره مخه کړی ده. دا بد بختانه یوه لویه ملی غمیزه ده چه داکترانو او طبابط هم خپل انسانی ارزښت له لاسه ورکړی ده. تر څو چه د بره څخه ښکته خواته په وطن کی اساسی اصلاحات رانشی, ښه کار تشویق او غلط کار ته جزا ورنه کړای شي نو همدا به مو حال وی او کوم خلک چه نیک او انساني همدردي لری هغوی به هم دا د نورو تر منځ ورک وی.
    ی به

  6. هارون الرشید جلالی Reply

    یقیننا هم داسی ده
    د افغانستان اکثره داکتران دا خاصت لری .
    او هیڅ انسانی کرامت ته احترام هم نه لری.
    ځما یو ملګری ته په کابل دیوان بیګی چوک کی مشکل پیدا شو بی فی کمه شوه په دی وخت کی مو هلته یو نذدی کمپلس وو چی د الجامع په نوم وو سم رته یاد نه دی خو ملګری مو هلته بستر کړوو داکتر ورته دومره ګولی لیکلی ا ورکړی ووی چی هیځ انسان غقل نه منلو او په اول کی ۱۵۰۰ افغانی هسی فیسونه ورباندی کړی وو.. بیا ورغللم او ورته می وویل چی دا دوا نه غواړو ویل چی دا زما مریض زما دی او بس زه ورته دا توله دوا ورکوم باید دا وخوری..
    ما ورته وویل چی دا خو دیر زیاته
    اخری دا چی بیرته رانه وانه خستله او د خولی جنګ مو ورسره وکړه..

  7. Abdul hanan Reply

    واقعاً دردونكي ليكنه وه.الله تعلي دي به مونز افغانانو فضل وكري

  8. Homan Reply

    نصیر احمد وروره ابا دی روغ شه
    دی ډاکټر چی دا دوسیه نه درکوله اصلا دا درملنه د ټوله غلته او په دروغو کړی
    ستا سره یې دوکه او چلبازی کړی
    که وس دی پری رسیږی یو جزا ورکړه یا یو خانمرګې ورواسته وه
    چی نور انسانان وژغوری
    مننه

  9. احمدشاه Reply

    نصیر احمد جانه تاسی او تاسی غوندی ټولو دردیدلو افغانانو ته سلامونه!
    د معصومو او مظلومو افغانانو د وینو زبیښاک په دی بدبخته ټولنه کی د څو محدودو جابرو او وحشی صفته انسانانو لخوا د ددی فاسد دولت او مفسدو چارواکو په حمایه اوس یو معمول خبره ګرځیدلی چی هر څه یی تر پښو لاندی کړی حتی انسانی کرامت او حرمت.
    د طبابت مقدس مسلک اوس دلته ډیر سپک شوی حتی دومره سپک شوی چه هغه درانده طبیبان یی هم د سیوری لاندی راغلی او خپل د ژوند بقا یوازی په همدی کی ګوری چه که دا کار ونه کړی نو اسمانی رزق به پری ودریږی. وجدان یی مړ او احساس یی دلاسه ورکړی او هغه عزت او وقار چه الله دوی ته د دی علم په برکت ورکړی دوی یی په قدر یی پوه نشول او اوس یوازی د قصابانو په نامه پیژندل کیږی البته په ټول احترام سره ټولو هغو ته چه لا یی هم د طبابت تقدس ساتلی.
    ستا بیان کړی حالت ډیر دردونکی دی او داسی په لسهاوو حالات په اونی کی تکراریږی اوهمدی حالاتواړ کړم چه خپل مسلک (طبابت) چی تقریبا د ژوند د نیمی برخی په قیمت راته تمام دی پریږدم او يوی غیر دولتی ارګان سره د حلال رزق لاسته راوړلو لپارکار وکړم .
    آخر کی دومره وایم خدای دی زمونږ په حال ورحمیږی او خدای دی داسی وخت راولی چی د هرافغان درد د بل افغان احساس هم دردمن کړی.
    څه به احساس د چا د اوښکو وکړی —-چا چی په عمر کی ژړلی نه وی
    په ټوله مینه

  10. Dr. M. Farid Bazger Reply

    د افغانستان د روغتيايي سيستم يو ريښتينی انځور
    ما یو وخت د عامې روغتيا د وزارت د يو لوړ پوړي چارواکي سره ايران ته رسمي سفر درلود، په الوتکه کې راسره په څنګ سیټ کې ناست وو. ورته مې وويل: ښه به وي چې د افغانستان د ټولو دولتي روغتونونو او کلينيکونو ودانۍ دولت په کرايه ورکړي، په لاس ته راغلو پيسو باندې امبولانسونه واخلي او روغتيايي کارکوونکو ته د ډرايوري ښه ټريننګ ورکړي چې ناروغان د افغانستان تر سرحدونو ورسولای شي، هغو چې وروسته ناروغ وړي ولې يې په پيل کې چې هم يې وخت او پيسي تلف نه شي، يوسي.

  11. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    نصير احمد جانبه ::
    ستا ليكلي مضمون جه دردوونكي متن وو يؤخوا لوستل او دبلي خوا داوشكو تو يد لو كنترول مى دلاسه وركر به دير او غور مي ولوست .
    دا يو منلي واقيعت دي ،تر خو جه دا ساري مرض جه هغه مذهبي،لساني ،قومي ، منطقوى،حزبي ، تنظيموي اختلافات موجود وي دأبه موحال وي ،نن به تا سبا به ما او هم أسي به نورو ورونو دانكليسانو متل دي .( تفرقه بي انداز وحكومت كن ) ته فكر وكره زما يو تاجك ورور بشتانه ديني اسرائيل به نامه يادوي زه هم كولي شم جه تاجك ورونه به بد نامه سره ياد كرم مكر نه دافغانستان تول قومونه زمونز ورونه او يو دبل تن او وجود يو زه بخبله خوله غزي زعم او هغه ورور جه بد كلمات دقومونو به ادرس ليكي هغه دبل خاي خخه الهام اخلي هغه أفغان نه بلكه بريدي نوكر او دوطن او خلكو دشمن دي.
    كه جيري ملي وحدت منخ ته راشي دغه تول مشكلات حل كيزي ،تأسي ته دزره صبر أوتول فأميل ته مو تسليت غوارم :: به درناوي

    حبيب الله جلال زوي

  12. ویس الله امان Reply

    کیسه خوډیره دردونکې وه ،هغه دچاخبره زمونږ په هیواد اوهیوادوالو دی الله (ج )غیبی رحم وکړی

  13. ILHAM Reply

    ګرانه الله ج دې ټولو بیمارانو ته شفا ورکړي، خو کاشکې مو د ډاکټرانو او نرسانو نومونه په دې کیسه کې ذکر کړي وای. کیور روغتون ډېره په وطن مین مخلص ډاکټران لري که تاسو شکایت پرې وکړئ او هغه بې تربیه ډاکټر او بې تربیه نرس به ډېر ژر رخصت کړي.

    په درنښت

  14. صدیق Reply

    نصیر جان وروره ډیره دردیدونکې قصه ده. څو میاشتې مخکې زما مورکی مریضه وه خو له بده مرغه هغه مو اول این سینا صدري شفاخاني ته بولي وه. دا څه چې ته وایي عین همدا حال پر مونږ هم تیر شو. د ډاکټرانو بې پروایي، د واسطه والو بیلګه عزتونه او د نرسانو کبر او غرور ټول سړۍ ژړوي. تا ته خو خو ښه ده ډاکټرانو پاکستان ته د تلو اجازه درکړه، موږ خو یې ډارولو جې که له شفاخاني وباسي حالت به یې خراب شي او موږ مسولیت نه اخلو. دوی نه خپل وطن ته د عزت په سترګه ګوري، نه خپل وطندار ته او نه هم خپل کسب ته. خدای دې پر موږ ټولو ورحمیږي.

  15. ریان Reply

    الله تعالی د ستاسو والد محترم ته عاجله او کامله شفا ورکړی ،په رښتیا چی ډیر دردونکی سرکذشت مو لیکلی ډیر یی وژړولو،زه هم د همدغسی یو واقعی ګواه یم:تقریبا یوه میاشت مخکی یوه میرمن چی ولادت یی کولو او غوښتل یی چی تر ټولو ښه شفاخانی ته مراجعه وکړی نو خلکو ورته د کیور شفاخانی مشوره ورکړه پداسی حال کی چی د مریض ډیر عادی حالت وو خو کله چی دغی شفاخانی ته لاړه عملیات یی ورته وکړ خو دومره بی تجربی ډاکټران وو چی ویی نشو کولی چی د زخم وینه ودروی همدا وو چی هغه بیجارګی وفات شوه او واړه ماشومان یی بی موره شول او له د بدتره یی دا چی کوم ډاکټر یی عملیات کړی وو هغه چی رخصت شو نو نورو ډاکټرانو حتی د مریض لیدو ته هم رانغلل چی مریض مربوط ما نمییشه..الله تعالی د دظالمانو ته خپله سزا ورکړی.

  16. سید فخرالدین هاشمي Reply

    احمدي صیب ! سلامونه او احترامات .
    پاک خدای ( ج ) دې ستا قـدرمن پلار درته روغ کړي ، لیکنې دې ډېر وځورولم . یوه پوښتنه مې ذهین ته راغله ، هغه دا چې زموږ او تاسو هغه ملګري ډاکټران ( ځیني لیکوال او شاعران ) چېرته و؟ ایا تا ورته اړتیا نه لرله او که دوی مرسته ونکړه ؟ په هرصورت ، زه چې د روغتیا وزارت او روغتونونو دې حال ته ګورم ، سخت مایوسه شم ، دلته چې څه له تاسره وشول ، له موږ هـریـوه سره همدا رویه شوې ده . زموږ ډاکټران مغروره دي ، او مسلکي شکوندرې یې پیل کړې دي ، کله کله خو مې ځان ته غوسه راشي چې ولي مې له پاکستانه کابل ته خپله کورنۍ راوستله . ترڅو به موږ خپل ناروغان پاکستان ته زغلوو . له هغو خلکو سره به څه کېـږي چې له کلیو او بانډو څخه دې ښارته د درملنې په نیت راځي . افسوس او صد افسوس .
    سیـد فخـرالدین هاشمي

  17. عبدالبصیر Reply

    ګرانه نصیر جانه
    واقعا دیره دردونکی کیسه وه الله پاک دستا پلارجان ته عاجله شفاورکړی او الله دزمونژ په دی دردیدونکی مظلوم ولس ورهمیژی او خدای د په دی هیواد کشی یو واقعی خادم پیداکړی

  18. Mohammad ziaullhaq Reply

    ښاغلی نصیرجانه کیسه دې واقعاٌ چې ډیره دردناکه ده ، خو پاک سبحان (ج) دې پلارجان ته روغ صحت ورکړه اودغسې ظالمانوته دې خدای پاک سزا ورکړي چې دخپلوشخصي ګټو په خاطر دخلکوپه ژوندلوبې کوي.

  19. shahid ullah safi Reply

    ښاغلی نصیر جان صاحب سلامونه: الله دی ستاسو والد صاحب ته کامله روغتیا په برخه کړی واقعآ دیره دردوونکی لیکنه دی کړیده او دا باید ووایم چی حقیقت دی ویلی دی نو ځکه خو دیره تاثیر ناکه لیکنه ده په هر وظیفه کی که یو کس په واسطی سره مقرر کیږی باید په داکتری کی خو داسی ونشی! دا ظالمان دلته هم په واسطه راځي او تر ټولو موهمه دا ده چی بیا ددی اشخاصو سره د انسانی کرامت قدر هم نه وی او زما په فکر سره دوی د اصلاح هم دی الله دی ختم کړی او بله دا چی زمونږ د وطن مشران هم موتر لری هم داکتر لری هم د خارج سفر په اسانی سره کولی شی مشکل زمونږ د غریبو دی سره ددی چی مونږ پری پوهیږو چی تعلیم به نلری او د نرس پر ځایی ورته داکتر وایو بیا هم زمونږ کار نکوی الله دی زمونږ په حال رحم وکړی

  20. احمد جاوید تسل Reply

    نصیر جانه وروره سلام
    ډېر زړه بوږنوونکې قصه وه الله تعالی دې زموږ ډاکترانو ته د نیکو هدایت وکړي او ابا جان دې هم روغ رمت کړي
    باور وکړه چې دېقصې ته مې ژړلي دي الله د زړه صبر درکړي

  21. Nasrullah Rahimi Reply

    ګران احمدی صیب! دا چی له نږدی دی نشم لیدلای دا به د قسمت ګریوان راټینګوو ځکه مجبوره یو. پدی توګه د ستر څشتن تعالی له درباره د زړه صبر درته غواړم هغه ستونزی چی تا انځور کړیدی په رښتیا هم شته او زه چی په خپله یو ډاکټر هم یم ډیری ښی یی درک کولای شم نور هیڅ هم نه وایم خو الله دی موږ ټولو ته سمه لاره را وښیی او له داسی کړو وړو مو دی وساتی چی د خدای اورسول په مخ کی پری وشرمیږو او د الله د مخلوق مسئولیت را په غاړه شی. آمین

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *