Categories

اعلان

Loading…

د فاطمې سترګې امانت دي/ سعيد زابلى

((اې مرګه! کله چې زما خواته راغلې، نو قسم درکوم،خاوروته ووایه چې ټول وجود مې خاورې کړه، خو سترګې مې مه خاورې کوه ، ځکه چې سترګې مې د یو بل چا(امید) د راتلو انتظار کوي))

های کاش چې دا جملې مې په یوه خیالي کیسې کې لوستی وای ،مګر له بده مرغه دا د هغې پیغلې نجلۍ(فاطمې) کیسه ده چې په ۱۳۹۲-۴- ۳۰ باندې یې ځان وژنه وکړه او دا میسج یې یې د هغه ګوزارش له مخې چې اوس مې مخې ته پروت و، تر ځان وژنې څو شیبې وړاندې خپل ورور ته لیږلی و

فاطمې له کلیوال امید سره مینه وه، کله چې امید د فاطمې پر کورنۍ د کوژدنې لپاره مرکه وکړه، د فاطمې کورنۍ ولور ۵ لکه افغانۍ کیښود، هلک غریب و، بل چیرته یې کوزده وکړه، بیا یې فاطمې ته حال ولیږه، چې نوره زما په انتظار مه پاتیږه.

کیدای شي لوستونکي د فاطمې میسج د یوې خیالې کیسې پاراګراف وګڼي، خو له بده مرغه تاسو د یوې خیالي نه بلکې په یوه ریښتني رپوټ کې د یوې واقعې کیسې په توګه ولوست او تر ټولو بده یې لا دا چې یو کال کیږي په محاکمو کې یې دوسیه روانه ده، مګر دوسیه او فیصله به څه وکړي؟؟؟ کاش هغه سترګې چې د امید په انتظار وې نه وای مړاوې شوې.
نو اې پر ارمان جنو سترګو ودان قبره ما اوریدلي چې امانت ځمکه نه خاورې کوي، هیله ده د فاطمې سترګې به د امید د لیدو په تمه وساتې!!

7 total views, 1 views today

3 comments

  1. نصیر کوټوال Reply

    زابلی صیب!
    خپه دې کړو، بلا درد وو پکې

  2. احسان الله صافی Reply

    ډیر په زړه پوری او ارمان جنه او درده وونکی مننه په ګوتو دی برکت شیه

  3. abdullah Reply

    کاشکی افغانان پوه شی چی ولور زیات اخستل دڅومره بدمرغیو لامل ګرځی چی یوشمیر یی ځان وژنی،غلا،دزړه په ناروغی اخته کیدل اوداسی نوری ناوړه پیښی دی لکه همداپورته چی تاسو ولوستلی .
    مننه!‏‎ ‎

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *