Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا د ټاکنو مشرد ناظمینو اومبلغینو پیسې نه دي ورکړې

محمدالله همت یار: پکتیکا

د پکتیکاولایت د ټاکنو د ولایتي دفتر مشر د تېرې دورې د ناظمینو اومبلغینو د څلورنیمو میاشتو د ترانسپورټ پيسې نه دي ورکړي.

د دې ولایت د مټاخان ولسوالۍ ناظم محمد فرید وویل، ناظمینوته له دېرش ترپنځه دېرش زره افغانۍ پورې دلارې سفریه اوکرایه منظوره شوې وه.

نوموړی زیاتوي، د ټاکنو کمیسیون مشر ورته یوازي معاش ورکړی، د ترانسپورټ پیسې یې خپل جېب ته اچولې دي.

د فرید په خبره، د ټاکنو د کمیسیون یوشمېرناظمینوته دترانسپورټ کمي پیسې، بعضو ناظمینو ته نیمايي اویاهم هیڅ پیسې ندي ورکړي.

د دې ولایت د ارګون ولسوالۍ یو تن مبلغ خیال محمد وايي چي، مبلغینوته دتېرو څلورنیمو میاشتو لپاره دیوسلو اوپنځه دېرش زره افغانۍ په شاوخواکې نرانسپورټ پیسې منظورې شوې، خو کمیسیون ده ته یوازي پنځلس زره افغانۍ ورکړې دي.

هغه وايي چې دټاکنو خپلواک کمیسیون بایدژر ترژره ددې موضوع څېړنه وکړي، اودپکتیکاناظمینو او مبلغینو ته خپل حقوق ورکړي.

ددې ولایت یوبل تن ناظم قلندر وایې که یې حقوق ورنه کړل شي، لاریون به وکړي، اوهم به خپل غږ د ټاکنو تر دارلانشا  پوري ورسوي.

له بلې خوا ځیني کسان تور پورې کوي، چې دټاکنو کمیسیون اوس مهال هغه کسان دناظمینو اومبلغینو په توګه ټاکلي چې پیسې يي ورکړي دي، یا يي خپلوان دي، اویاهم ورته دځینو چارواکو له لورې معرفي شوي دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه دپکتیکا ولایت دټاکنو دخپلواک کمیسیون  دمشر ظراف ګل نظر هم واخلو، خونوموړي  پولیسوته امر وکړ، څوکمیسیون ته  خبریالانوته دننوتلو اجازه ورنه کړي، وروسته مو په ټیلیفون د ځواب موندلو هڅه وکړه خو ځواب مو تر لاسه نه کړ.

یاده موضوع مود ټاکنو په مرکزي کمیسیون کي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنرې شریفه زرمتۍ سره شریکه کړه،  آغلي زرمتۍ وویل چې دپکتیکا دناظمینو اومبلغینو دغه موضوع به ددارلانشا له مشر ضیاالحق امرخیل  سره شریکه کړي.

هغې وویل، که چېري رښتیاهم دپکتیکاناظمینو اومبلغینوته دټرانسپورت پیسې نه وي  ورکړل شوې، دا دهغوی پرحقوقو تېری شوی اودکمیسیون رییس باید مجازات شي

5 total views, 2 views today

1 comment

  1. میرویس هاشمي Reply

    چیرته به یې مجازات کړی دا خرکوسي خو په ټول افغانستان کې روانه ده او زور بلای زور خبره ده او که ریس دی نو بیا خو زور لري داسې ډیر شوی میډیاته یې موضوع رسیدلی خو وروسته بیا موضوع پیشو خوړلي!

    خدای ج مو د ایمان ته ورحمیږي!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *