Categories

اعلان

Loading…

په ميوند ولسوالي کي درې بند ښوونځي بيرته پرانيستل سول

خبرپاڼه

نېټه : ١٣٩٢-١٢-٥

کندهار افغانستان – تېره ورځ د کندهار په ميوند ولسوالي کي درې بابه ښوونځي چي د امنيتي ستونزو له امله بند سوي ول، يو ځل بيا د زده کوونکو په وړاندي رسماً پرانيستل سول.

ياد درې ښوونځي چي د ميوند ولسوالۍ په نو اباد، خوګياڼو او کلا شامېر کليو کي موقعيت لري ټول منځني ښوونځي دي چي په هر ښوونځي کي نږدي ١٥٠ هلکان او ٢٠ تنې نجوني زدکړه کوي چي د ټولو شمېر ٥١٠ ته رسېږي.

هغه غونډه چي د يادو دريو ښوونځيو د پرانيستني په موخه په ميوند ولسوالۍ کي جوړه سوې وه، د ميوند د ولسوال حاجي صالح محمد تر څنګ يو شمېر قومي مشرانو، سپين ږيرو، د کندهار د پوهني رياست مسوولينو او سلګونو زده کوونکو هم پکي ګډون درلود.

غونډي ته د خبرو پر مهال د ميوند ولسوال حاجي صالح محمد د يادو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د خوښۍ تر څنګ په ميوند ولسوالۍ کي امنيت د پخوا په پرتله ډېر سم وباله او د يادو ښوونځيو پرانيستل يې د امنيت د سمون په برخه کي د يوې ښکاره بېلګې په توګه ياد کړ.

په غونډه کي د ميوند ولسوالۍ ټولو قومي مشرانو، سپين ږيرو، او ځوانانو ژمنه وکړه چي د يادو ښوونځيو د امنيت ساتلو او په سيمه کي يې د نورو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه به هم تر خپله وسه هلي ځلي کوي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د يادو ښوونځيو زده کوونکو ته د کندهار د پوهني رياست د مسوولينو له خوا قرطاسيه توکي هم ووېشل سول.

ميوند ولسوالي د يادو دريو ښوونځيو په ګډون اوسمهال څوارلس ښوونځي لري چي له جملې څخه يې يوه لېسه او نور منځني ښوونځي دي، چي ٢٧٠٠تنه هلکان او ٥٠٠ تنې نجوني پکي زدکړه کوي.

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *