Categories

اعلان

Loading…

امرخیل: مسلکي او ناپيلی چلند په کمېسیون د خلکو باور یقیني کوي.

د کب ۵ مه نېټه:

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون  د دارالانشاء رئيس ضیاء الحق  امرخیل  د ولایتي روزونکو د شپږ ورځني ورکشاپ په پای کې  له کارکوونکو په کلکه غوښتنه وکړه چې  په تیرو ټاکنو کې د ټاکنو دخپلواک کمېسیون  دزیانمن شوي باور دبیرته ترلاسه کولو، درڼو، سراسري او ټولو ته دمنلو وړ ټاکنو په ترسره  کولو کې  دټاکنو دکمېسیون د ټولو کارکوونکو مسلکي، ناپیلی،اخلاقي او  په تمامه مانا سره دهر ډول سمتي، حزبي،قومي او ژبني تعصباتو پرته  ستاسو مخلصانه او نه ستړي کیدوونکې هلې ځلې ددې هېواد  دسیاسي قدرت انتقال  په ښه توګه تضمینولی شي.

ښاغلي امرخیل وویل دتیرو تجربو او تیروتنو دمخنوي په اړه دا ځل د شفافو، سراسري او ټولو ته دمنلو وړ ټاکنو  لپآره کمېسیون هڅه کوي چې خپل کارکوونکي ښه وروزي، ستاسو له لارې به په ولایتونو کې  ساحوي ناظمان چې  د ټاکنو مهمه دنده پرمخ وړي ټاکنیزه وړتیا یې لوړه  او په هره مرحله کې ترې څارنه وشي، داځل دکارکوونکي دکمې غلطۍ او یاهم دټاکنیزې سرغړونې په اړه  به کمېسیون دمتخلفو کسانو سره  قانوني چلندوکړي او که احیانا که کوم کارکوونکی  دکمېسیون خپلواکې تر پوښتنې لاندې راولي  د ګوښه توب سربېره به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.

ښاغلي امرخیل له ټولو ولایتي روزونکو څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې  ور سپارل شوې دنده په پوره صداقت  پرمخ وړي او کمېسیون ستاسو دهر قانوني چلند او ګام  تر شاه تاسو سره په ټول توان سره ولاړ دی.

نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې په ساحه کې دکوم  چارواکي او یاهم زور واکي له زر او زور تر تاثیر لاندي را نه شي.

دیادونې وړ ده چې  دولایتي رزونکو دغه شپږ ورځني   ورکشاپ کې ۸۶ تنو برخه اخیستې وه چې  ۳۳ تنه یې ښځینه وې او نوموړو ته دټاکنو په تصویب شوي لارښودنه او هم دټاکنو دټولې پروسې په اړه معلومات ورکړل شول.

302 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2