Categories

اعلان

Loading…

سر او سنگر/ مطيع الله عابد

ماته نه یادیږي چې د کوم وخت نه زه په دې مورچل ولاړ یم. خو دومره خبر یم چې زه د دې خاورې نه پیدا یم او د دې خاورې د دفاع دپاره د خپل سر نه تیر یم. زه افغان سرباز یم او دا سربازي ما تل کړیده. کله مې د باچا دسلطنت دپاره،کله مې د سردار د ریاست دپاره .بیا مې د خلکو د کور دپاره او ورپسې مې دکابل د اور دپاره سر قربان کړیدی. کله ملگرې شم کله مجاهد .کله سرباز شم کله فاسد. وینه مې ډیره تویه شوه خو د لمنې نه مې د نوکر عسکر داغ لرې نه شو. د نوکر دولت نوکر عسکر.

غازي امان الله خان دپاره د حبیب الله خان سره وجنگیدم او د خادم دین رسول په دربار کې مردار یاد شوم. د نادرخان دپاره سقاو سره وجنگیدم نو بیرته سردار یاد شوم.د ظاهر خانه تر حامد خانه پورې زما جامه، زما نامه او زما نښانه بدله شوه. خو بیا هم د عسکر نه افسر نه شوم. نه تقدیر شوم او نه تصویر شوم. نه د چا قهرمان شوم نه د چا ارمان.

ډیرو بیرغونو ته سلامي دریدلی یم. نوو نوو سرُدونو ته دایمي دریدلی یم. سرحدونو ته د سهار نه تر ماښامي دریدلې یم. خو نه مې کوم بیرغ له تابوته تاو شو. نه مې کوم سرود په جنازه کی وغږیده او نه مې چا د یتیم بچی د سهار د مکتب او د مور د ماښام د ډوډۍ پوښتنه کړیده. زه خو هغه بدبخته یم چې په شهادت مې طالب غازي کیږي او د کلي ملا مې د جنازې د مانځه نه انکاري کیږي.نه د وطن شوم نه د کفن .

خلک راته وايي چې تا تنخا اخیستې او سر دې ورکړی. دا زما وظیفه وه باید چې سر مې ورکړی وای. خو دا تنخا خو د ارگ خاوندان هم اخلي نو مرگ یوازې زما دپاره ولې دی؟. دا وطن خو د ټولو دی نو کفن یوازې زما ولې دی؟. دا خاوره خو د هر افغان ده نو تورې خاورې زما ولې دي او سره زر ېې د بل چا ولې دي؟.دا ځکه چې زه بې سواد یمه . زه بې کتابه یم. په انگلیسي نه پوهیږم، په لپ ټاپ او سي ډي نه پوهیږم. خو دا چې با کتابه او انگلسي دان دي .دا چې د کمپوټر او د موټر خاوندان دي. دوي په کوم میدان دریدلي او د کوم نه تښتدلي دي. د طیارو نه څوک خطا شویدي؟. کولاب ته څوک رسیدلي دي؟. حیات اباد کې د چا بنگلې دي او دوبۍ کی دا محلونه د چا دي ؟.

زه خو پخوا هم دې یوې تذکیرې سره په دې څلورلارې ولاړ ووم او نن هم یم. نه مې خارجي پاسپورټ اخیستی . نه مې بچیان په اروپا کې خوندي کړي. نه مې بانکي حساب په دوبۍ کی ساتلی او نه دا فکر لرم که خارجیان لاړ شي نو زه به دوی نه وړاندې خپل خارج ته ځان رسوم. ځکه چې زما خو غم او ښادي، ابادي او بربادي، مړي او ژوندي همدې خړ پړ افغانستان سره تړلي دي.

خو زما سربازي ،زما د غاړې د مډال په ځای د زما د لارې دیوال شویده. زه مړ هم یم او پړ هم یم. د ١٣٢٨ د کلکاني نه واخله د ١٣٩١ د حقاني پورې د هر چا په کتاب کی زه واجب القتل یم. هغه د شمال نه وژلم، دې مې دجنوب نه وولي .کلکاني په دې وژلم چې ولې د انگریز غلام نه یم او حقاني مې په دې وژني چې ولې د انگریز غلامي کوم. د کابل سره د کلکاني او حقاني دښمني په یو ټکي ده چې انگلیس دوست دی که دښمن؟. خو دوي کې یوه نه هم چا دا پوښتنه ونکړه چې دا عسکر چې یو پکې د خوست حبیب الله دی او بل د حسین کوټ جلال الدین، دوي کې کوم یو شهید دی او کوم یو لعین ؟.

زه خپله هم د شهید او مردار په فلسفه کې ورک یم. ټوپک لرم خو جذبه نه لرم. دریشي لرم خو حوصله نه لرم. زه هم د وار سره الله اکبر واېم او زما مقابل هم د کلیمې په پټۍ سر تړلی دی. زه نه پوهیږم چې هغه په حقه دی که زه. زما په لاس کې هم د بل چا ټوپک دی د هغه په غاړه هم د بل چا واسکټ. ما ته هم د بل ځایه ټیلي فون راځي، د هغه د مخابرې مزي هم ډیر لیرې غزیدلی دی. کله کله جنگ داسې تود شي چې دوست دښمن پکې ورک شي. زما شاته ولاړ افسر زما په وجدان شک کوي. زما مخې ته ولاړ برادر زما په ایمان شک کوي. زه نه پوهیږم چې وطن زما دی که د زما د افسر . زه نه پوهیږم دا دین زما دی که د مخامخ ږیرور.

زه د هغې ورځې په طمعه ټوپک په لاس ولاړ یم چې زما د باچا ورور هم راشي او ما سره په سنگر کې یو شپه سبا کړي او زما دعلماو د شورا مشر لاړ ‍شي هغه بل سنگر کې پراته ځوان نه پوښتنه وکړي چې بچیه ستا او زما په شریک کتاب کې هغه پاڼه چرته ورکه ده چې ما ته پکې د باچا ارگ په حقه ښکاري او تا ته پکې د باچا مرگ !!!!

68 total views, 2 views today

3 comments

  1. کریم صالح Reply

    زنده باد!

  2. Khalid akhonzada Reply

    شه ليكنه وه زنده بادسرباز

  3. salaam Reply

    عابد صاحب ستاسو لیکنه ویده ضمیرونه راویښوی او هغوی چی په یو اوبل نوم سره د خپلی خاوری ساتونکی وژنی، په خپل جنایت پښيمانه کوی. له خپل هیواد نه ساتنه د اسلام او افغانستان ساتنه ده . هرڅوک چی خپل هیواد ته خیانت کوی ، هغه د اسلام دښمن هم دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *