Categories

اعلان

Loading…

غزني ټول هېواد ویاړمن کړ

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

غزني د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه خپله یو کلنه دوره پایته ورسوله. د اسلامي تمدن د کلتوري پلازمېنې په توګه، د غزني غوره کېدل د افغانستان لپاره لوی ویاړ و.

د اسلامي تمدن فرهنګي پلازمېنې ته د چمتو کیدو لپاره د غزني ښار د بیارغونې په پروژه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د ملاتړ برنامې د پام وړ برخه لرله او له نېکه مرغه غزني ښار له رغنیزه اړخه د دې ستر ویاړ لپاره چمتو شو.

د ویاړ او اعزاز د دې یوه کلن بهیر بریالي سرته رسیدل په هغه ولایت کې د ژوند او پرمختګ ښه خبر دی، چې د وطن او خلکو دښمنان یې په دوامداره توګه د نا امنه کولو هڅې کوي.

غزني د افغانستان او سلامي نړۍ تاریخ د مهمو پېښو په رامنځته کولو کې یې ستره ونډه درلوده او د غزنویانو د لویې امپراطورۍ مرکز و. غزني د افغانستان مهم ولایت دی او پرمختګ، سوکالي او امن یې د ټول افغانستان پر وضعې اغېز لري.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د اسلامي تمدن د فرهنګي مرکز په توګه د غزني د چمتووالي د پروژې ټولو اړخونو، د غزني ولایتي ادارې او ولسونو څخه مننه کوي، چې په دې لوی ملي چار کې یې د زړه له کومې برخه واخیسته او د تاریخ دا ویاړمن پړاو یې په بریالیتوب پایته ورساوه.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، هڅه کوي، چې په غزني ولایت کې، د متوازنې ودې، امنیت او ثبات لپاره له اړوندو اورګانونو سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي او د دې ولایت د خلکو لپاره د سوکالۍ او هوساینې فرصتونه رامنځته کړي.

18 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *