Categories

اعلان

Loading…

جرګې د زلمي رسول پر ځای قیوم کرزی غوره کاندید وباله

تاند- د جمعې په ورځ یوه جرګه جوړه شوه چې د ولسمشرۍ لپاره د قیوم کرزي او زلمي رسول ترمنځ، چې د ارګ کاندیدان ګڼل کېږي، یو غوره کړي.

جرګې، چې د راپورونو له مخې، د برخوالو شمېر یې۱۷۰ تنه و، پرېکړه وکړه چې زلمی رسول دې قیوم کرزي ته تېر شي. خو ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر کرزي د جرګې پرېکړه نه ده منلې او ویلي یې دي چې قیوم کرزی دې د زلمي رسول په ګټه تېر شي.

دواړو، هم زلمي رسول او هم قیوم کرزي تر جرګې مخکې ټول واک جرګې ته سپارلی و چې د دوی دوو په منځ کې یو غوره کړي.

د جرګې تر جوړېدو مخکې د زلمي رسول سرچینو ویلي و چې ښاغلی قیوم کرزی به د شنبې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې له یو شمېر نورو کاندیدانو سره د ده په ګټه تېر شي.

ویل شوي چې ولسمشر کرزي د قیوم کرزي په ځای د زلمي رسول ملاتړ کړی ځکه د جرګې پرېکړه عملي نه شوه.

82 total views, 2 views today

7 comments

  1. نومیال Reply

    که کرزی په هره معامله کی جرګه را بولی او بیا یی فیصله نه عملی کوی نو د جرګی را بلل څه معنی لری.

  2. pattang Reply

    که دافغانانو داسې سياسي شعور ته ګورم نو اعصاب مې خرابېږي کنځلې کوم ! او دتاند هلکان تل
    !زمالنډې کرښې ړنګوي

  3. speen Reply

    Karzi bya de Pashtano de dod spekawai kerhai aw dey jargey faisala ye na da maneley, hal da chey da de Zami Rassoul aw Qaum Karzi ter manza wa. Kamid Karzi pe key madakheley zarurat ne wu, kho bya de tel pe tseyr spinstergi kerhey da.

  4. سلطان Reply

    زما په نظر دغه کسان چې ولسمشر ته ورغلي دي، د دموکراسي، انتخاباتو او د خلکو د حقونو په معنا نه پوهېږي. دوی تر اوسه لا په منځنیو پیړیو کې اوسي او په دې یې سر خلاص نه دی چې حکومت باید په انتخاباتو کې بې طرفه وي .

  5. مسیح الله Reply

    دې کرزي په زلمي رسول کې څه لیدلي ولې غواړي چې بیا د ملت په سرنوشت ۱۰ کاله نور هم لوبې وکړي د حکومت ټاکونکي ملت دی بیا ولې فیصله ملت ته نه پریږدي ترڅو پخپله خوښه خپل راتلونکی حکومت جوړ کړي ملتونه دی چې حکومتونه جوړوي نه دا چې حکومتونه دې را چګ شي ملتونه دې جوړ کړي

  6. انجنر حبیب الرحمن حکمتیار Reply

    کرزیانو سره اهل کار خلق شته او زلمی دیوانه سره فشتو یی هم نه ده ږده دوی دی اهل کارو ته دا مقام وسفاری دقیوم کرزی اول معاون خو څو ځلی درسو او فو هنتون کی نا کام شو وی او فو هنتون سخه سیز شو وی

  7. salaam Reply

    زلمی رسول بیچاره لکه بی ګناه موسیچه داسی یو شخص دی او غواړی د هغوی له نوم او انسانیت نه سوی استفاده وشی. مګر په تاسف سره که زلمی رسول بری ته ورسیږی نو د کرزی په واکمنی به شکر وباسو حال به مو له دی هم خراب شی.
    که غواړی چی په هیواد کی واقعی سیاسی او اجتماعی تغییر راشی نو لدی کاندید نه تیر شی او یو بل چاته رایه ورکړی . له زلمی رسول نه به داکتر عبدالله هم لږ ښه وی که هر څه وی سیاسی موقف یی روښانه دی او پښتانه به پوهیږی چی له هغه نه ځان وساتی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *