Categories

اعلان

Loading…

انتخابات که سیکولوژی او یا ذهني فراډ؟ – پوهنیار نبي حبیبی کاناډا

ورونو انتخابات نشته.

 د انتخاباتو  دا هله گوله د فيسبوك ټرت پرت، دا انلاين ډلى، دا چيغي او سوري دا ټولى هغه سياسي نسخي دي چى د افغانستان مريض (بي تعليمه) او بي وسى ولس ته په تدريج وركول كيږي. او ددوی سيكولوجي او ذهن هماغه كس چى لوبغاړي يي غواړي آماده كوي.

دا واړه سياست مدارن  بياد تلى زور ته گوري او هماغه خوا خپله انرجي مصرفول شروع  کوي کوم طرف ته چی توله درنه ښکاري.

په كال ٢٠٠٣ كى زما پيش بيني داوه چي د بوش نه باد به د أمريكي ولسمشر تور پوسته وي. زما ا ټكل درست وخات. اگرچى د اوبا نوم هم ما نه پيزانده. او نه د هغه باره کی عامو امریکایانو ته کوم اضافه معلومات ورکړل شوي وو.

خوهالي ووډ د امریکایانو ذهنو باندۍ کار وکړ، یو سیریال یا ډرامه یی د څلورویشت ۲۴:۰۰ په نامه هر ورځ خپروله. چی سپین پوستي یو تور پوست د امریکي ولسمشر ټاکي. بیا د تورپوستي ولسمشر زحمتونه ښایي چی امریکا د تروریستانو د پنجو ژغوري، او ددۍ تور پوستی امریکایی ولسمشر د امریکایانو ته یو ځانګړی او پیاوړی هیرو ښکاره کوي. دی ډرامی  د عادي امریکایانو ذهنو باندی دومر آثر وکړ چی آخر هم د بوش نه بعد یو تور پوستۍ د امریکی ولسمشر شو.

د امریکي په هغه تکنولوجیکی عظمت کی هم په انتخاباتو کی درغلۍ کیږي. پاکستان، مالیزیا، فلیپین، اندونیسیا، یا داسی نور ممالک چی د انتخاباتو سره له مونږه او تاسۍ ډیره تجربه لري، بیاهم هماغومر درغلۍ پکی کیږي او شفاف انتخابات چی د دیموکراسي اصلي ریښه ده، تر اوسه کوم ملک پدی ندی توانیدلی چی شفاف انتخابات وکړي. نو واي به حالی ما!!!!

د افغانستان د عالي تحصیلاتو د وزارت د کانکور امتحان د آي ټي بخش مسئول پدۍ وتوانیده چی د څو ولایاتو ناکام محصلین کامیاب او د په عالي نمرو په سستم کی داخل او کامیاب کړي. چی دی مسلی د افغانستان نور ولایات محصلینو مظاهری وکړی او د عالي تحصیلاتو د وزیر مقابل کی راجګ او حتی وزیر پارلمان استیضاح کړ. دا هغه مثال دۍ چی مونږ ته په ښکاره سره د اینده انتخاباتو د شفافیت باره کی یوه ښه آیډیا را کوي.

ملت څه پوهیږي چی ایلکشن کمیشن کی څوک دي او چاته کار کوي؟ د ا چا معتمد کسان دي؟ او ددوی تنخواوي څوک ورکوي؟ اعتماد نشته، ځکه د اعتماد پوړۍ خرابی شوي. دوی به صفرونه چاته اضافه کوي؟ او د چا به یی کموي، او د څه شي مقابل کی؟

د ملت یوه برخه په جنګ کی مصروفه ده، بله د انتخاباتو د نسخۍ په پیله کولو کی بوخت دۍ. اصلي ووټ به کیږی کنه؟ اصلي ووټ به شمیرل کیږي کنه؟ اصلي ووټ به څوک اچوي او کنه؟ خو یوشی معلوم دي، هغه داچی د انتخاباتو دۍ نسخي زمونږ په ذهنو کار کړۍ، زه او ته یی دی ته آماده کړي یو چی انتخابات به کیږي، او بیا مو ذهن دی ته هم آماده دی چی څوک به یی وړي.

نور مهمه نده چی انتخابات به شفاف وي او کنه؟ دا هم مهمه نده چی دری څلورو پښتون نشینه ولایاتو کی به د هغوي د انتخاباتو کڅوړي د هغو په نوم ډکیږی اوبیا پلورل کیږي. مهمه داده چی کیږي به…..نو زه هم فکر کوم انتخاب خه دي که چیری واقعا انتخابات وشي.

——————————–

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

26 total views, 1 views today

3 comments

  1. shakir Reply

    پوهنیار صاحب افغانستان لا په جګړه کی ګیر دی نو دا هم لوی غنیمت دی چی تر سره کیږی. موږ هیله لرو چی پنڅم، شپږم…………………..بلا خیره ۲۰ وار خو به ښه شی کنه.او څنګه چی دا کیږی دا انتخابات دهم نه کیږی؟
    دا خو د یوه پوهان تر درجی پوری روڼ اند سره نه ښی. پکاره چی خلک د تشویک کړی وای نه ده چی نا امیده یی کړی.

  2. میرویس Reply

    حبیبي صاحب! دای یو ستر حقیقت دی چي د پرمختللي نړۍ خلګ هم نه دي په خبر!
    په ټولو هیوادونو کي د یو مخصوصي پټي ادارې له خوا حکومت او سیاسي پارټۍ کنترولیږي، کله د انتخاباتو په نوم حکومت یوې پارټۍ ته ورکړي کله بلي پارټۍ ته! هیڅکله د یو ملک قدرت د حاکمو څرګندو سیاسي پارټیو په لاس کي نه وي. د پر دې تر شا یو واحد قدرت موجود وي چي څرګند سیاسي خلګ د سترنج د دانو په حیث ټاکي، ډېر وخت د پردې د شاد قدرت خلګ په څرګندو سیاسي پارټیو کي هم کار کوي

  3. Amire Reply

    ښاغلي پوهنيار نبي حبيبي ، ستاسو د دي ليکني څخه مطلب او هدف څه دي ، دا چه تاسو د افغانستان خلګو ته د ټولټاکنو د درغليو په اړه واياست ، ستاسو غوښتنه د خلګو څخه څه ده ، دا که تاسو واياست چه زه هيڅ غوښتنه او هدف نه لرم ، يوازي تر خلګو پوري د حقيقت رسول دي ، نو بيا په دي حقيقت او په دي حال اوس هر افغان ډير ښه پوهيږي ، فکر کوم تاسو د افغانستان څخه بهر ياست ، هغه کسان چه په افغانستان کښي دننه ژوند کوي ، تر تاسو په دير ښه ډول د افغانستان سياسي حالت څيړلاي سي .
    نو که بده يي نه ګڼي ددي ليکني هدف مو څه دي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *