Categories

اعلان

Loading…

مورنۍ که ميرنۍ ژبه/ عزيز احمد تسل

په دې موخه د مورنۍ ژبې د نړېوالې ورځې له پاره ليکل کوم چې را روان تعلمي کال په ټولو پښتون مېشتو سيمو کې د درسي نصاب انډول وساتل شي. دا چې پر مورنۍ ژبه نه تدریس کول کومې تشې لري په لاندې عنوانو کې يې ولولئ.

۱.سيمييز پېغور.

۲. د ژبې اقتصادي تاوان.

۳. د ژبې ليکنی عزت

۴.ذهني ړوندوالی.

۵.اروايي واټن.

الف. سيميز پېغور:

په وړو پښتون مېشتو ولاياتو کې تر ډېره له نجونو سره، د لوست ظلم روان دی،په ټولګي کې يې څلور يا پنځه درې ژبې ناستې وي،پاته ۲۰ پښتنې مجبورې وي چې ليک،لوست په دري ژبه وکړي،ځکه هغه ښوونکې چې دوه،درې حکومته وړاندې،د ښوونې او روزنې له پوهنتونو يا دارلمعلمينونو څخه فارغه شوې،هغوي په ښوونځیو کې واک او ځواک لري.

دوی د مورنۍ ژبې د لیک،لوست ارزښت نه پېژني ،ځکه چې د دوي د زده کړو پر مهال د حکومتي ادارو د نفوس او نفوذ، ژبه دري وه.

 په همدې اساس پر پخوانۍ عصري او اوسنۍ تعصب ګرې ژبې لوست ډېرو ځوانانوته د کور کلي پيغوره پرې اېښئ.

له ډېرو دري ځپلو پښتو نه چې د ېوې پښتو جملې د ليکلو غوښتنه وکړې د ليکلو توان يې نه لري،دليل دا راوړي چې د پښتو ژبې ادبیات کم او ګران دي.

پښتو ادبيات غښتلي او خواږه دي،خو ستونزه دا ده ،چې لا تر اوسه د هغو ښوونکو کمی دی چې دوی پر خپله ژبه پوره لاس بري ندي.

ب. د ژبې اقتصادي تاوان:

که د ژبې پر ګړنۍ څانګه يوڅوک ښه لاس وسي  وي، بيا هم یوه ،نيمه جمله د اصراف په توګه ترې ويل کیږي چې دا کومه لويه تېروتنه نه ده ،خوپه ليکنه کې که دغه ستونزه رامنځته شي بیا ژبې ته اقتصادي زیان اړه وي.

هغه په دې مانا چې بې ځايه او بې ګټې جملې لکيل کیږي، دا ستونزه هغه وخت ډېره  وي چې پر موره نۍ ژبه زده کړه نه وي شوې.

ټ.د ژبې ليکنی عزت:

د ژبې عزت هغه وخت تر پښو لاندې کیږي چې، د خپلې ژبې سره ګرامري اشنا يي ونه لرې،کله که د خپلې ژبې د جملې پر جوړښت نه وې پوه نو ښکاره ده چې ژبې ته سپکاوی اوړي،که چېرې پښتو جمله د خپل ګرامري فارمول نه خلاف وليکل شي نو نثري ماتوالی راځي.

پښتو کې مضاف اليه تر مضاف مخکې راځي، مثلاً،پارلمان مضاف اليه دی،د پارلمان ریس،مضاف دی،

مانا داسې نه شو ويلی (ریس د پار لمان)

همدارنګه که څرخي پُل وایو،د خپلې ژبې د قاعدې پر اساس دا کار کو،بیا هماغه د مضاف الیه او مضاف خبره ده .

ث.ذهني ړوندوالی:

ذهن هغه وخت ړنديږي او له واکه غورځي،چې په کور کې د ويلو ژبه دمور له غېږې زده شوې وي  او په ښوونځي کې لوست پر پردۍ ژبه وي.

په داسې حالت کې ماشوم دوه زړی کیږي،له ځان نه يې کرکه کیږي، د نورو ماشومانو په پرتله ځان ورته لږ وسی او ټمبل ښکاري،هغه مزل چې باید په يوه کال کې وشي۳ کالو وخت نیسي،چې تر ډېره له دغه ستونزې سره پښتانه ماشومان مخ دي.

که د هېواد ددويمې رسمي ژبي خاوندان خپل بچی په داسې یوه چا پر يال کې وګوري هېڅ کله به زړه ښه نه کړي چې ماشومان يې هلته  ستر شي.

ج.اروايي واټن:

 هغه ماشوم چې له مور نه يې خبرې زده کړې وي، هغه ورته ډېرې خوږې وي، خو کله چې په ښوونځي کې په بله ژبه لوست کوي بیا خپله ژبه ورته،يواځې د يوه کور ژبه ښکاري،چې په لوی لاس ماشومانو ته تشويش پيدا کول دي.

  دا ډول ماشوم کوښښ کوي چې د ښوونځي ژبه په کور کې هم ووايي،چې بیا د مور،پلار يا نورو ماشومانو له لوري پرې خندل کیږي،چې په پايله کې يې ماشوم په روحي تشويش اخته کیږي، له خپلې ژبې سره يې اروايي واټن اوږدیږي.

په پای کې هغو کورنيو ته چې خپل ماشومان په دې موخه په دري ژبو ټولګیو کې کېنه وي چې ګواکې بله ژبه زده کړي،دوی له ماشومانو سره مرسته نه بلکې پرهغوی ظلم کوي،ځکه ماشوم دوه ځله انرژي مصرفه وي،يوځل په دې چې ژبه زده کوي بل ځل پر دې چې مفهوم اخلي.

 له دوی نه مې غوښتنه ده چې د خپلې خوږې ژبې د پياوړتيا او د ماشومانو د ذهني قوې د غښتلتيا په خاطر له دې کاره لاس واخلئ.

همدارنګه له پوهنې وزارت نه هيله لرم چې نه يوازې د نصاب انډول د پښتو او دري ژبې تر منځ وساتي بلکې ،نورې ژبې لکه پشه يي،ترکمني،نورستاني….. ددې ټولو له پاره نصاب پر خپلو ژبو کړي.

د مورنۍ ژبې د غوړېدا په هيله.

6 total views, 1 views today

1 comment

  1. speen Reply

    Deyra shayesta likena aw she wrhandiz, kho ke mofsid aw darghali charwaki ye de sitami matasebino la dhara amali krhai shi. Zmong Peshtan yaw andaza kahel khalk di. Ke kom tsok baidara pe key rapaida shi aw de zrhuno awaz de media le larey dhareno Peshtano charwako ter ghwaguno werasawi no sel rang tapey aw toruna prey legawel keygi. Sha belga ye de Zhwandoon TV pe zad bandey de Karzi beybaka ghbargun wu.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *