Categories

اعلان

Loading…

د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په اړه دمصور بنسټ مطبوعاتي اعلامیه

د فبروري یویشتمه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده، د ۱۹۵۲ کال  د فبروري په ۲۱ پاکستانیو پولیسو ګڼ بنګالي محصلین له خپلې ژبې څخه د ننګې او دفاع له امله ووژل. د ۱۹۹۹ د نومبر له ۱۷ راهیسېهر کال دفبروري ۲۱  په بېلابېلو هېوادونو کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د فبروري یویشتمه د افغانستان په څېر جګړه ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو ته د ژبو او زده کړو د ودې او پالنې لپاره ښه زېری او الهام لري، ځکه په افغانستان کې لا هم ژبو ته  د یوې سیاسي پدیدې په سترګه کتل کېږي. سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې حکومت د ژبو د ودې په پلان ا وفعالیت مکلف دی، خو لا هم په دې برخه کې کوټلي او عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

په افغانستان کې لا هم د ژبو پر وړاندې بې غوري، تربګني او ناانډولي موجوده ده. له همدې امله لا هم د پلازمېنې په ګډون په ګڼو لویو ښارونو او ولایتونو کې ګڼ ماشومان په خپلو مورنیو ژبو له زده کړې څخه بې برخې دي. د هېواد د اساسي قانون پرخلاف لا هم په ښوونځیو، ادارو، خپرونو او رسنیو کې هر څه په یوه خاص ژبه دي، د پښتو ژبې په ګډون ګڼې نورې افغاني ژبې  او د هغو ویونکي د دغو ناانډولیوله امله له خپل حق نه بې برخې دي.

په مورنۍ ژبه زده کړه هم د ماشومانو حق دی او هم یوه مهمه اړتیا، ځکه که کتاب، ښوونکی او تدریس په مورنۍ ژبه وي، نو زده کوونکي چټکه زده کړه کوي، د کلیمو زېرمه یې بډایه کېږي. درسي  موضوعات ژر اخلي او ښه یې تعبيروي،د نورو ژبو زده کړه ورته اسانېږي،په تفاهم او پوهاوي کې پياوړی کېږي،IQیې لوړه روزل کېږي، له زده کړې ښه او پوره ګټه اخلي، او له نړيوالتوب سره اسانه تطابق کولای شي.

که زده کړه په مورنۍ ژبه وي، نو زده کوونکي پر ځان باور پیدا کوي، له اروایي عقدو خوندي وي، لوړ احساساتي لياقت (EI)پکې روزل کېږي،د ناکامۍ او محروميت له احساس څخه خلاص وي،متوازن او حوصله لرونکى شخصيت ترې جوړېږي.

مصور بنسټ په افغان حکومت په ځانګړي ډول په پوهنې او اطلاعاتو و کلتور وزارت غږ کوي چې د ژبو  متوازن پرمختګ ته پام وکړي او افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبو د زده کړو او رسنیزو خپرونو د اورېدلو او ننداره کولو اسانتیاوې برابرې کړي.

197 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2