Categories

اعلان

Loading…

ته او موسمونه/ ګل رحمن رحماني

  لومړی ځل و چې ستا څنګ ته دومره نږدې ناست وم، زړه مې را ټول کړ او  درته ومې ویل چې روح مې یې، خو ته غلې وې او د ژمي په ماسپښین دې وړاندې په لاره را روان لاروي ته کتل، چې سړو سیلیو رانغاړلی و او زموږ په لور را نږدې کېده.

   له څه چوپتیا وروسته مې بیا درته وویل چې ته د ځمکې په سر د خدای را لېږلې پرښته یې، خو ستا سترګې د وړاندې غرونو په واورینو څوکو ګنډلې وې، د سړو سیلیو او ډبېدونکي لمر ننداره دې کوله، هېڅ پوه نه شوم چې زما خبره دې اورېدلې که نه ؟

 ته د غروب په نندارو کې ډوبه وې، په زلفو او تندي دې طلايي رڼا څپې وهلې، ما له خپلو ټولو حواسو سترګې جوړې کړې چې وخت مې ستا له نندارې پرته په بل څه تېر نه شي، خو ته دومره په فکرونو او وهمونو  را نغاړلې وې لکه کوم پیغمبر چې د اسمان له خوا د وحیې د راتلو انتظار کوي.

 زړه مې په خپل ټول جرئت راټول کړل او درته ومې ویل: ته چې په د کومو طبیعي منظرو په ننداره کې ډوبه یې، زه هغه ټولې ستا په سترګو کې ګورم. راته ودې کتل، سره ددې چې ورو ورو د ماښام ترږمۍ خپرېده، بې ځالو او سړو وهلو مرغانو له یخه وزونه څنډل او په همدې ترږمۍ او ساړه ماښام کې د څه لیدل ګران و، خو ما ستا په سترګو کې د لومړي ځل لپاره هغه نامريه رڼا حس کړه چې له مودو یې غوښتونکی وم.

    هملته زما ټولې پوښتنې ځواب شوې، له غرېو او خوښۍ خوب یوړم،  یو ځل هغه وخت را وېښ شوم، چې په غرونو او درو سپوږمۍ را وخته، په یخ او واورو کې هر شي ستا په څېر سپینې جامې اغوښتې وې او بیا هغه وخت چې د پسرلي د باران نرم څاڅکي مې په مخ ولګېدل او ټولې درې، غرونو او رغونو شنې  او ګلابي  په تن کړې  وې. هلته ته هم زما ترڅنګ د یوې ونې په څېر را شنه وې، تاندو څانګو او غوټیو دې په ټوله دره جنتي وږمې خورولې او بېنوا مرغانو دې تر څانګو لاندې پناه اخیستې وه.

۲۰۱۴ فبروري ۱۶ مه

49 total views, 1 views today

1 comment

  1. جلال یعقوبې Reply

    ډیر په زړه پوری لیکنه ده ګران استاده خدای دی وکړی چی قلم دی همیشه همداسی تاند وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *