Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان بانک وژغورئ/ دلاور خان

درنو لستونکو ما په تيره ليکنه کې له تاسو سره ژمنه کړې وه چې زه به د افغانستان بانک کې د روانو  چارو په اړه تاسو ته  معلومات درکوم له ژمنې سره سم  دا دی  د افغانستان بانک وژغورئ تر عنوان لاندې دويمه ليکنه کوم هيله ده د افغانستان حکومت د دې ډول اشخاصو په اړه ډير ژر پريکړه وکړي .له تيرو څو کالو راهيسې چې د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري ټاکل شوی دې ښاغلي په بانک کې يوازې دوه کارونه تر سره کړي لومړی کله چې د افغانيو ارزښت را ټيټ شي د دې لپاره چې د افغانيو ارزښت بيرته لوړ شي دی بازار ته ډالر عرضه کړي دا په دې مانا چې د بانک چارواکي په دې نه پوهيږي چې په بازار کې څومره افغانيو ته اړتيا ده تر څو بازار ته عرضه شي  ځکه که دوی  پوهيدلی بازار ته يې ډيرې افغانۍ نه عرضه کولو او په دې ډيری افغانان پوهيږي چې د افغانيو ارزښت د هيواد په سياسي استحکام پورې تړاو لري په دې نه چې د هيواد په بازارونو کې ډير افغانۍ شتون لري موږ او تاسو وينو چې د هيواد په ډير سيمو کې د افغانيو پر ځای بهرني اسعار چلښت لري . د افغانستان بانک  د قانون د 33مادې له مخې د هيواد دود پيسې افغانۍ دي چې په AFسره ښودل کيږي .خو د افغانستان بانک چارواکي بيا په دې اړه هيڅ ډول اقدام نه ترسره کوي. او دویم کار يې د بانک د کارمندانو تبديليدل او راتبديلدل داسې خلک شته چې په تير يو کال کې دري يا څلور ځله تبديل شوي. یو کارمند هيڅ ارتقا نه کوي دا په داسې حال کې ده چې ښه وړتيا به یې لري خو څوک يې پوښتنه هم نه کوي خو يو شمير نور بيا ډير ژر ژر ګرېډونه تبدلوي. (يو انجلی ده د افغانستان بانک په مالي برخه کې کار کوي  لومړی په دريم ګريد کې وه له لږ وخت وروسته پنځم ګريډ ته لاړه او بيا اووم ګريد ته لاړه اوسمهال اتم ته لاړه او دا ټول ګريدونه په څه کم يو کال کې اخيستي).د افغانستان د اساسي قانون د دولسمې مادې له مخې د افغانستان بانک د دولت مرکزي او مستقل بانک دی چې مشر يې د ولسمشر په امر د ولسي جرګې په تائيد ټاکل کيږي .دا ښاغلي د همدې مادې څخه په ګټې اخيستنې سره څه چې زړه غواړي تر سره کوي او داسې فکر کوي چې هيڅ قانون اجازه نلري تر څو د افغانستان بانک تر خپل نظارت لاندې راولي خو د افغانستان بانک د هيواد مرکزي بانک دی او دا بانک د افغانستان د ولس بانک دی نه د يو څو ځان خوښو او خود غرضه خلکو . د  افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې د قانون د دريمې مادې شپږمې فقرې له مخې (له دندې ناوړه ګټه پورته کونه ) بايد دا چارواکي  د هيواد عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شي .

په افغانستان بانک په سلګونه بکلوريا(د خطراتو امر،لومړی مرستيال،بشري منابع،خدمات،مالي امر او يو شمير لوړ رتبه مامورين ) کارکونکي کار کوي او ډيری يې د اوسنۍ ادارې له خوا مقرر شوي. همدرانګه د هيواد په ټولو ادارو کې د کار کوونکو معاشونه د خپل اړوند امر لخوا لوړيږي(په افغانستان بانک کې دا پروسه يوازې د هغو کارمندانو لپاره ده چې د افغانستان بانک له چارواکو سره اړیکې نلري ) په ځانګړي توګه د لوی ریس او د لومړي مرستیال خو دلته د دې پروسې خلاف د افغانستان بانک چارواکي په خپله خوښه چې چا ته خوښه وي معاش لوړوي او ډیر معاشونه هغه چاته لوړیږي چې د ریس او یا لومړي مرستیال سره اړيکې ولري  او دا خلک ډيری بکلوريا دي چې د افغانستان د کار قانون د نهه پنځوسمې مادې د څلورمې فقرې له مخې: په مزد کې هر ډول تبعض جواز نلري . خو دا چارواکو دا ټول قوانين تر پښو لاندې کړي او په خپله خوښه کار کوي .

د افغانستان بانک د ټولو مشر د امريکا د متحده ايالاتو  کې اوسیږي که خدایی مکړه په هيواد کې مالي سيستم  له ناورين سره مخ شي  دا ښاغلی کولای شي په اسانۍ سره امريکا ته لاړ شي او د عبدالقدير فطرت په څير به هلته خپل ژوند غوره کړي بيا به يې هيڅوک د محاکمه کولو وس ونلري ښه به دا وي چې دا چار واکي سم د لاسه عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي تر څو هيواد له يو لوي مالي ناورين څخه وژغورل شي . درنو لوستونکو  په راتلوونکو  ليکنو کې به د افغانستان بانک په ټولو  څانګو کې د کار کوونکو نومونه در ښکاره کړم هر څانګه به جلا وڅيړم د څانګې دندې او د چارواکو  زده کړې به يې هم درته روښانه کړم او د لومړي مرستیال په بې کفایتۍ به هم پرته له کوم شخصي ستونزې رڼا واچوم او کړنې به یې لکه څنګه چې په خپل وار سره روښانه کوم دا پروسه به دوام لري د لوی افغانستان اونیزې نه مننه چې د حقیقت په خپرولو کې خپلواکه رسنۍ ده له هیچا څخه ډار ویره نه لري او په نره زما لیکنې خپروي زه هم د لو افغانستان اونیزې سره ژمنه کوم چې هېڅ خبره به بې اسنادو نه وي څه چې لیکم د اسناد پربنسټ به یې لیکم

له لوی افغانستان اوونیزې څخه په مننې

 

297 total views, 1 views today

2 comments

  1. orfan Reply

    شاغلی دلاورصاحب دایو لوی حقیقت دی چی افغانستان بانک باید وژغورل شی په تیر څو کالونو کی دهیواد دیو لوی مالیا ومهم ارګان چاری ډیرو بی کفایتو اوفاسدو کسانو ته سپارل شوی چی ددوی دناپوهی ناکاری له کبله دهیواد مالی سیستم په ډیر بد جالت کی قرارلری ددغه بی کفایته چارواک له لاسه ډافغانستان څخه دبانکداری جناره ایستل کیژی دافغانستان بانک دچارواکو دبی کفایتی له کبله دبانکداری نظام ته لوی زیان واوښت اودنورو بانکونو په اړه څوک لا تراوسه خبر ندی ددی نورو بانکونو حالت هم تر کابل بانک غوره ندی غواړم دافغانستان بانک درهبری په اړه بو څه درته زیات کړم هغه دا چی ددبانک مشر شاغلی دلاوری چی دتنظیمی او قومی مصلحتونو په اساس راغلی اصلا لوړی زدکړی نلری سن یی لوړدی دکار کولو توان نلری نه کومه اراده لری صرف دوختی تیریدل او دخپل امتیاز اخستل ددی ترڅنکه ډیری وخت الکولی مشروبات څکی اونیشه وی لومړی مرستیال خان اقضل هډوال دشرعیانو په برخه کی پنجاپی دیپلوم لری چی دلوړو زدکړو له خوا ندی څیړل شوی دا شاغلی په پشتو اود ری په بشپړ دول لیکل هم نشی کولای او داشاغلی د ډلی ټپلی په جوړولو کی شه مهارت لری ترڅو وروسته پیسو دپیداکولولپاره کار ورته اسانه شی چی ترنن پوری بریالی هم دی په میلونونه ډالر یی په ملی بانک او افغانستان بانک کی پیدا کړل یو عادی وګړی ونن میلونر دی ترڅنک یی په اخلاقی فساد هم تر ِغوژو پوری غرق دی اوبل دځان په کته شه روابط سانی همیشه یا دچا میلمه وی او یا یی څوک میلمه وی چی ځان وساتی اولا پورته ارتقا وکړی کله په خوشه راستورانت کی وی کله په کابل سزینا کی اوحتی کله کله دمشرانو لپاره شاپیری نغمه اویانوری پشاوری ندرغاړی هم راولی چی همدی کار دغه شخص په لږه زدکړو دی خای ته راورسوه نورډیر مهارنوته لری چی دخان په کټه اودجوکی ساتنی او پیسو دپیدا کولو لپاره یی کاروی نه غواړم چی باد ی کړم رابه شو دوهم مرستال شاغلی عیسی طراب چی ښاغلی پیر صاحب سید احمد ګیلانی له ګریوانه یی سر راایستلی نه بانکر دی نه په بانکداری کی کار لری هرڅوک چی ریس وی پروا نلری خو شاغلی باید دوهم مرسیال وی او خوش کذرانی وکړی دمعاش تر څنک لژ نوری هم پیداکړی خو داددوهم مرستال نوم یی هم کفایت کوی چی په تتیجه کی دغو
    پورتنیو شاغلو نه تنها مرکزی بانک بلکی بانکداری نطام هم وشرموه

  2. dawlatzai london Reply

    manana grana
    allah dei kamyab lara

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2