Categories

اعلان

Loading…

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین پر کاروان برید وشو

تاند- وسله والو طالبانو نن د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین پر کاروان، هغه مهال برید وکړ چې له جلال اباد څخه بېرته کابل ته روان و.

عبد الله عبدالله او مرستیالان یې پرون جلال اباد ته تللي و او هلته یې د انتخاباتي هلوځلو په لړ کې په یوه لویه غونډه کې وینا وکړه.

د عبد الله عبدالله د انتخاباتي کمپاین یوه غړي فضل الرحمن اوریا تایید کړه چې نن ماسپښین د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین پر کاروان برید شوی دی. ده وویل، د حملې په لړ کې چا ته هیڅ راز زیان نه دی رسېدلی. خو د عبد الله عبدالله رسمي ویاند فاضل سنچارکي بیا دا رد کړه چې ګنې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کاروان پر موټرو ډزې شوي دي.

خو وسله وال طالبان وايي چې په برید کې د عبدالله عبدالله د کمپاین درې ساتونکي وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې همداراز ادعا کړې ده چې د ډاکتر عبدالله د انتخاباتي کاروان پر قطار نن ماسپښین درې بجې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په شېرخاني سیمه کې په کمیني برید کې ۲ رینجر موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

خو له عبدالله عبدالله سره په کاروان کې ملګري وايي چې څو ډزې وشوې مګر چا ته مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

طالبان عموماً د خپلو حملو په نتیجه کې مقابل لوري ته د تلفاتو په اړولو کې له مبالغې کار اخلي . له همدې کبله رسنۍ هم د دوی پر ادعاوو زیات حساب نه کوي.

58 total views, 1 views today

3 comments

  1. salaam Reply

    ذبیح خانه دا خو ناځوانی ده . که نر یی له مسلح کسانو سره یی معلومه کړه او یا په انتخاباتو کی د زور ورسره وآزمایه . خپل کاندید معرفی کړه او قدرت په سیاسی او سوله آمیزه توګه تری وګټه.

  2. سلطان Reply

    د یو چا په ا نتخاباتي کمپاین برید کول او په هغه باندې فخر کول!
    حقیقت دا دی چې د طالبانو اخلاقي سویه ډېره ټیټه ده. زه عبدالله ته رایه نه ورکوم مګر د هغه په اسلامي او بشري حقونو باندې تېری هم نامردي ګڼم. ډاکتر عبدالله خو دومره شخصیت لري چې جلال اباد ته ځي او هلته له خلکو رایه غواړي.ملا کاکا دې هم یو ځل له ځا ن سره حساب وکړي چې په خپل کلي کې څوک رایه ورکوي؟ ډ ېر فرق دی.

  3. SUNN Reply

    او ذبیح جان آخند ترسو په دی وطن جنگ او تباهی وی بس کی نور دخدای په رضا.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *