Categories

اعلان

Loading…

معتصم او د سولې خبرې/ مجیب ‌الرحمن ساپی

له هغه وروسته، چې د معتصم آغا جان په مشرۍ د ځینو پخوانيو طالب چارواکیو له لوري په دوبۍ کې غونډه جوړه شوه، د سولې عالي شورا یو پلاوی دوبۍ ته تللی، څو لدغو طالب چارواکو سره د سولې خبرې پر مخ یوسي. د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې په دې غونډه کې د طالبانو د واکمنۍ شپږ پخواني وزیران او یو شمېر اوسنيو قومندانانو برخه درلوده. له غونډې وروسته د آغاجان معتصم له لوري په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې ټولو ګډونوالو د افغانانو ترمنځ په خبرو او له سوله ‌ییزې لارې د افغانستان د ستونزو پر هوارۍ ټینګار کړی دی.

د سولې عالي شورا د دارالانشا د مشر معصوم ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی دوبۍ ته تللی، څو له دغو پخوانیو طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

آغا جان معتصم د طالبانو واکمنۍ پر مهال د مالیې وزیر و؛ خو د طالبانو واکمنۍ له نسکورېدو څخه وروسته د نورو طالب چارواکو په څېر پاکستان ته لاړ. په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ناپېژاندو وسله ‌والو کسانو له لوري تر برید لاندې راغی؛ خو له برید څخه روغ ووت او ترکیې ته لاړ. د دغه برید لامل هم د سولې خبرو اترو د معتصم لېوالتیا په ګوته شوې وه.

د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې معتصم له وسله ‌والو طالبانو او په افغانستان کې له جنګېدو طالبانو څخه لرې پاتې شوی دی. دغه لرې پاتې‌ والی د دې لامل کېدای شي، چې پر طالب جنګیالیو دې د نوموړي نفوذ کم وي. د نفوذ دغه کموالی د دې لامل کېدای شي، چې د سولې خبرې اترې دې په پراخه توګه مثبته پایله ونه ‌لري.

په وروستیو کې د طالبانو فعالیت ته په کتو سره دغه ډله په درېیو ډلو وېشلی شو: لومړۍ ډله هغه طالب مشران دي، چې په پراخه توګه پر جنګیالیو نفوذ لري، چې د جهاد (!) او له مقدساتو څخه د ساتنې تر نامه له افغان ځوانانو څخه د مشخصو ډلو، هېوادونو او کړیو په ګټه کار اخلي او اصلي امتیاز د همدغو طالب مشرانو دی. دغه ډله بهرنیو کړیو کې د ښکېلتیا او خپلو شخصي ګټو ته د ژمنتوب له امله خبرو اترو ته حاضره نه‌ ده. دویمه ډله ټيټ پوړي طالبان دي، چې تر ډېره بریده په جګړه کې ښکیل دي او له پورتنیو مشرانو څخه ملاتړ کوي. دغه ډله د جهاد (!) او له اسلام څخه د دفاع په نامه جنګېږي پداسې حال کې، چې د لومړۍ ډله له لوري د یوه ابزار په توګه کارول کېږي. دویمه ډله نا خپلواکه ده او په بشپړه توګه لومړۍ هغې پورې تړلې ده. دغه ډله د لومړۍ هغې له لوري یرغمل شوې، چې بیا هم خپلو مقدساتو ته د ژمنتوب له امله خبرو اترو ته حاضره نه‌ ده او غواړي، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ وجنګېږي. درېیمه ډله هغه پخواني طالب چارواکي دي، چې د سولې خبرو اترو ته لېواله دي او غواړي د وسلو کارولو پر ځای سیاست ته مخه کړي.

په اوسنیو شرایطو کې د وروستۍ ډلې غړي او پلویان کم دي. د آغاجان معتصم په مشرۍ طالب چارواکي هم په درېیمې ډلې کې شامل دي. د دغه ډلې لږ نفوذ او په وسله‌ والو طالبانو کې د دوی د پلویانو نشتون له امله، د سولې خبرې اترې به پراخې نه ‌وي.

باور دا دی، چې افغان دولت غواړي له درېيمې ډلې سره د خبرو اترو ور پرانیستلو له لارې د طالب جنګیالیو په لیکو کې درز پیدا کړي. که افغان دولت وتوانېږي د دغې ډلې ملاتړ ترلاسه کړي؛ پر دې سربېره، چې پایلې به یې پراخې او هر اړخیزې نه وي؛ اما د طالب جنګیالیو او ځینو مشرانو ترمنځ په درز پیدا کولو به بریالۍ شوې وي.

په لنډ مهال کې به د جګړې پر ډګر د دغه درز اغېز کم وي؛ خو تر ډېره شونې بريښي، چې په اوږد مهال کې به افغان دولت پدې بریالی شي، څو د همدغه درز په پياوړي کولو سره زیات شمېر طالب جنګیالي او حتی د لومړۍ ډلې ځینې قوماندان هم را جلب کړي، چې پدې سره به د جګړې پر ډګر هم اغېز ولري.

267 total views, no views today

2 comments

  1. Homayon Reply

    Mohtaram safi saheb! sha tashrih di nada kari. lazema nawah chi manfi garai di karaiway wa low kah mosbatah ham wi

  2. مجاهد Reply

    مولوی معتصم اغاجان صاحب خپل کارته ایدامه ورکه الله دی خپلومخوته ورسوه ټول تحریک له تاسوسره دی باید له تش پنامه تبلی غاتوڅخه ارام کښی نه نی داټول خرڅ سوی خلګ دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸