Categories

اعلان

Loading…

په کندهار کي په لومړي ځل د جي ايس ايم نوی سيسټم پرانيستل شو

خبرپاڼه

 نېټه : ١٣٩٢-١١-٢٩

کندهار افغانستان- د افغانستان د مخابراتو وزير نن کندهار ته د يوه رسمي سفر پر مهال ددغه وزارت له خوا د سلام په نوم د نوي (جي ايس ايم ) سيسټم پرانيستنه وکړ.

هغه غونډه چي د يادې دستګا او سيسټم د پرانيستلو په موخه جوړه سوې وه پکي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په ګډون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير اميرزی سنګين، د همدې وزارت مرستيال محمد ايمل مرجان، د کندهار د مخابراتو او او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس انجنير شاه محمد، د کندهار ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال، د ولايتي شورا غړو او ګڼ شمېر ملي تجارانو ګډون درلود.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د غونډي برخه والو ته د ښه راغلاست تر څنګ په کندهار کي د جي ايس ايم سيسټم د پرانيستلو له امله زياته خوښي وښوده او يادونه يې وکړه چي دا د ټکنالوژۍ په برخه کي د کندهار لپاره يو بل ستر او نه هېرېدونکی ګام دی.

يادې غونډي ته د خبرو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير اميرزي سنګين ددې سيسټم د پرانيستلو او په اړه يې د معلوماتو ورکولو په توګه وويل، ياد سيسټم د مخابراتو وزارت له خوا د جي ايس يم نوی سيسټم دی چي د سلام په نوم نومول سوی او د اوسنيو شخصي شرکتونو د سيسټم په پرتله زيات فعال، قيوي او ټيټه بيه لري چي د نورو اسانتياوو تر څنګ د ټليفون له لاري د ويډيويي تماس اسانتيا هم لري او په مرسته به يې د ټليفون کولو پر مهال دواړه اړخونه د يو بل د ليدلو اسانتيا هم ولري.

د ښاغلي سنګين د څرګندونو پر اساس ياد سيسټم په مجموعي ډول د پنځه شپېته ميليونه ډالرو په مالي لګښت جوړ سوی چي د افغانستان په ټولو ولايتونو کي به فعاليت ولري.

نوموړي يادونه وکړه، که څه هم اوسمهال په افغانستان کي د موبايل ټليفونونو څلور خصوصي شرکتونه فعاليت لري خو په خبره يې د عامو خلکو له خوا د دوی د خدماتو او په ځانګړي ډول د انټرنيټ په برخه کي خلکو شکايت درلود چي کيفيت يې ټيټ او بيه يې لوړه وه. دی زياتوي:” ددې لپاره چي په دې برخه کي رقابت نور هم زيات سي، تصميم مو ونياوه چي افغان ټيليکام دولتي شرکت هم د موبايل خدمتونو په برخه کي رقابت ته داخل سي”.

نوموړي د خصوصي شرکتونو په پرتله د افغان ټليکام يوه بله ځانګړتيا دا هم وبلله چي ياد سيسټم د نوري فايبر په مرسته چلول کېږي او له کبله به يې د انټرنيټي خدماتو کيفيت ډېر سم او د يوه جي بي بيه ٢٥٠ افغانۍ وي.

د دې سيسټم د جي ايس ايم خدمات په لومړي ځل دوې اوونۍ مخکي د افغانستان د ولسمشر له خوا پرانيستل سول او تر هغه وروسته په مسلسل ډول ددې سيسټم لړۍ د کندهار په ګډون د افغانستان نورو ولايتونو ته هم غځول کېږي.

ښاغلی سنګين زياتوي چي اوسمهال افغانستان د ځينو نورو پرمختګونو تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کي د پام وړ ستري برياوي درلودلي دي چي له جملې څخه يې د ټول افغانستان په کچه د موبايل، انټرنيټ، تري جي، د خپلي سپوږمکۍ درلودل او داسي نور دي چي له کبله يې افغانستان ته د ځينو ګاونډيو هيوادونو په پرتله د ټکنالوژۍ په برخه کي وړانديوالی ور کړی دی.

دی زياتوي چي افغانستان ته د تري جي انټرنيټ خدمات دوه کلونه وړاندي راوستل سول، په داسي حال کي چي د ګاونډي هيواد پاکستان خلک لا هم له دې خدماتو څخه برخمن سوي نه دي.

د افغانستان د خپلي سپوږمکۍ يا سټلايټ د فعاله کېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کي د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير وويل: ” څه موده مخکي مو د افغانستان لپاره د خپلي ځانګړې سپوږمکۍ (سټلايټ) تفاهمنامه د (يوټل سټ) نړيوال او معتبر شرکت سره لاسليک کړه چي په راتلونکې اوونۍ کي به د افغانستان په فضايي مدار کي ځای پر ځای سي. ددې سپوږمکۍ نوم (Afghan sat1) او د همدې اوونۍ په اوږدو کي به فعاليت ته هم چمتو سي”.

دی باوري دی چي خپلي ټولي ژمني به په عمل کي ثابتوي او د يادي سپوږمکۍ په مرسته به د ټکنالوژۍ په برخه کي افغانستان ته لوی پرمختګ وربخښي.

ښاغلي سنګين د افغانستان د مخابراتو سکټور د يو مهم او کليدي سکټور په توګه ياد کړ او خوښي يې وښوده چي د افغانستان د مخابراتو سکټور اوسمهال د ډېرو پرمختللو هيوادونو له سيسټمونو سره برابر او يا هم په پرتله ييز ډول تر ډېرو ګاونډيو هيوادونو پرمختللی دی.

جي ايس ايم دستګا د کندهار په کچه ٢٦ تخنيکي مرکزونه يا خادې لري چي ١٩ يې په کندهار ښار او پاتي نوري يې د کندهار په ځينو ولسواليو لکه ښورابک، ارغستان او ډنډ کي ځای پر ځای سوي دي. 

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *