Categories

اعلان

Loading…

د مولوي عبدالرقیب تخاري وژنه د اماراتو له خبرو سره تړاو لري؟

تاند- د افغان طالبانو د هغه مشر په اړه، چې پرون /دوشنبه/ په پېښور کې ووژل شو، ویل کېږي چې د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتونکی و.

تراوسه هیچا د مولوي عبدالرقیب تخاري د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

نوموړی په نوي یمه لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د کډوالو او د شهیدانو د ورثه وو وزیر و.

ملا اغا جان معتصم د عبدالرقیب تخاري وژنه په کلکه غندلې او د هغه په وژلو کې یې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان په لاس لرلو تورن کړي دي.

ده همداراز ویلي:« شهید مولوي عبدالرقيب تخاری، ښايي زموږ د شهيدانو د کاروان وروستنی لاروی هم نه وي، چې دښمن یې د وژلو له لارې وغواړي چې په هیواد کې د اسلامي نظام د حاکميت او ولس ته د سولې او ثبات د راوستلو داعيه ووژني، خو دښمن بايد په دې حقيقت پوه شي چې هغي وني چې دوی یې د دا ډول ناځوانمردانه ګوزارونو له لارې نړول غواړي، اوس ريښې د ولس تر هر کوره رسولي دي او په افغانستان کې د وروڼو تر منځ تفاهم اوس داسې څه ګرځيدلي چې د اسلام د دفاع د سنګر هر مجاهد اوداعي په مخه اخيستی دی.»

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد هم د مولوي تخاري وژنه غندلې ده.

عبدالرقیب تخاري په داسي وخت کې ووژل شو چې ده ته نژدې کسان په متحده عربي اماراتو کې راټول شوي څو د ولسمشر کرزي له لوري د سولې د عالي شورا له غړیو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

راپورونه وايي چې عبدالرقیب تخاري په اماراتو کې د طالبانو د واکمنۍ د پخواني وزیر مولوي اغا جان معتصم په مشرۍ د غونډې کلک ملاتړی و.

تراوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اماراتو د غونډې د برخوالو له نظر سره مخالف دی او که موافق خو تر دې دمه د ملا عمر له لوري له دې غونډې او د هغوی له لوري د سولې له پیل شویو هلوځلو سره مخالفت نه دی ښودل شوی.

په دوبۍ کې د طالبانو څلورو پخوانیو دیپلوماتانو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، اغا جان معتصم توانېدلی چې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د شورا مهم غړي او همداراز مهم طالب قومندانان راټول کړي.

دوی وویل چې ژر به طالبان په دوبۍ کې یو دفتر هم پرانیزي او د کرزي له حکومت سره به د خبرو لپاره یوه کمېټه جوړه کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د مولوي معتصم او د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړیو ترمنځ غیررسمي خبري شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د سولې د عالي شورا د یوه چارواکي معصوم ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی اماراتو ته لاړ چې د طالبانو له پلاوي سره رسمي خبرې وکړي.

مولوي معتصم تر ۲۰۱۱ پوري، چې په کراچۍ کې وویشتل شو او سخت ټپي شو، د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر و.

ښاغلي معتصم اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په مرکه کې ویلي:«هغه کسان چې په متحده عربي اماراتو کې راټول شوي، د طالبانو مهم مشران دي. موږ د طالبانو استازیتوب کوو. زموږ سره په دې غونډو کې د طالبانو د جګړې تر ټولو لوی قومندانان او داسي شخصیتونه ملګري دي چې پر ولایتونو کنټرول لري. نه غواړو چې اوس یې نومونه څرګند کړو ځکه چې ممکن خطر ورته پېښ شي.»

خو راپورونه وايي، له کله چې د طالبانو رژیم پرزېدلی، دا په یو ځای کې د طالبانو تر ټولو لویه غونډه ده.

ملا معتصم وویل:«موږ به ډېر ژر خپل مشخص ادرس اعلان کړو چې هلته به له افغان لوري سره خبرې کوو. موږ به په لومړي ګام کې له بهرنیانو سره خبرې ونه کړو. له بهرنیانو سره تر هغو نه ږغېږو چې له خپلو افغانانو سره یوې موافقې ته نه یوو رسېدلي. موږ به د خپلو مرکچیانو نومونه هم اعلان کړو.»

د مولوي عبدالرقیب جناره تخار ته یووړل شوه

د مولوي عبدالرقیب تخاري جنازه د افغانستان د دولت په دوو هیلي کوپترو کې له پېښوره خپل پلرني ټاتوبي تخار ته یووړل شوه.

د تخار د والي ویندوی وویل چې د مولوي عبدالرقیب له جنازې سره یو شمېر دولتي چارواکي او د نوموړي د کورنۍ غړي هم تخار ته رسېدلي دي.

ویل شوي چې د عبدالرقیب د جنازې د مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر  نیول شوي دي.

ولسمشر کرزی: مولوي عبدالرقیب تخاری د سولې په لاره کې قرباني شو

کابل، ارګ: د افغانستان ولسمشر حامدکرزی د پیښور په ښارکې د طالبانو د اسلامي تحریک د غړي الحاج مولوي عبدالرقیب تخاري وژنه غندي او هغه د افغانستان د سولې په لاره کې یوه  ښکاره قرباني بولي.

 د طالبانو په حکومت کې د مهاجرینو چارو وزیر، مولوي عبدالرقیب تخاری په افغانستان کې د سولې او تفاهم پلوی و او په دوبی کې د ملاآغاجان معتصم په مشرۍ د سولې په اړه په وروستیو پیل شویو خبرو کې له ګډون وروسته پیښور ته ستون شوی ؤ چې ‍ پرون په شهادت ورسېد.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې چې د نوموړي وژنه په کلکه غندي د طالبانو د اسلامي تحریک په ټولوغړو یو وار بیا د ورورولۍ غږ کوي چې خپل هیواد ته راشي او په هېواد کې دننه د امن په فضا کې د افغانستان د سولې له عالی شورا سره مذاکرات ترسره کړي ځکه په بهر کې هیڅ افغان رښتینی امنیت نه لري، خصوصا هغه وطندوست افغانان چې په  خپل هېواد کې سوله او امن غواړي او دې هدف ته کار کوي.

د هېواد ولسمشر دغه راز د ملا آغاجان معتصم په مشرۍ د طالبانو د اسلامي تحریک له هغو هڅو څخه چې په دې وروستیو کې یې د سولې او تفاهم په لاره کې پیل کړي هرکلی کوي او دغه هڅې د افغانستان د خلکو لپاره چې له جګړو او ناخوالو ستومانه او هیواد یې د نویو سیاسي پړاوونو د پیل په درشل کې دی، یو ښه زیری بولي.

 کرزی هیله لري چې د سولې دغه هڅې په بشپړه توګه بریالۍ شي او آرزو لري چې د طالبانو د تحریک ټول مشران په خپل هېواد کې د سولې او مذاکراتو د پروسې په اړه اقدام وکړي ترڅو خپل ولس ته سوله او امن ور په برخه کړي.

ولسمشر کرزی د مولوي عبدالرقیب تخاري کورنۍ ته چې جنازه یې نن په خپل هېواد کې په درنښت سره خاورو ته وسپارل شوه، د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه ورته د جمیل صبر هیله کوي.

71 total views, 1 views today

5 comments

  1. مولوى زندانى Reply

    الله سبحانه وتعالى ده دمجاهد ورورشهيدملاصاحب عبدالرقيب شهادت په خپل دربا كى قبول كرى داسلام دشمنانو تل داكوشش كرى چى واقعى مؤمن مجاهدين چى گران هيوادكى واقعى اسلامى حكومت او أزاد خپلواك أفغانستان غواى په شهادت ورسوى ترسو داسلامى حكومت دراتگ مخه ونيسى خو دجبون دشمن داهسى دتل لپاره ناكامى دى زكه الله ج فرمايلى: )(وكان حقاً علينا نصرالمومنين )

  2. Zadran Reply

    Prady kut da nemo shpo vee , why you go Pakistan , why you talk to us from Pakistan , why you serving by our enemies . It will be result for everyone who work for our enemies Pakistan

  3. ګنډېری Reply

    جالبه ده، هغوی یې مخامخ وژني خو نه ذبیح الله مجاهد او نه هم زمونږ دولت ویلی شي چې چا وژلی دی. پنجابي، پاکستاني، آی ایس آی وژلی دی.

  4. مولوی محمد شفیق Reply

    دافغانستان حکومت دی در واغو فابر یکی جوړی کړی نه صلحه غواړی او نه یی منی او نه دطالب خبره دهغوی حکومت کی کوم ارزشت لری۰۰۰ که دوی صلحه وکړی بیا به ددوی غوا څنګه لنګه شی دوی خو دافیسی فه بی امنی کی فیدا کوی که امن راغی بیا خو دوی فیسی نشی ګټلی فعلا خو دغریب زوی مری ددوی فه نظر خیر ده چی مړ شی که دوی صلحه غوشتی خو یو طالب دکرزی معاون یا ددوی دی ورور معاون فه انتخاباتو کی وه ۰۰۰ دوی خو غواړی طالب زلیل وی ملا زلیل وی مسلمان زلیل وی۰۰۰طالب به خفل وقار فه جنګ ګټی اوبس کنه ډیری طریقی دصلحی شته خو دکرزی حکومت یی پکار نه اچوی زکه چی دکابل چار واکی دحکومت کولو لیونی ده او وطن یی تباه کړ عوام او غریب یی تباه کړمسلمان یی تباه کړ طالبانو بغیر له جنګه وقار نشته نشته نشته زکه دکرزی حکومت چل ول کوی درواغ وایی اوبی اساسه خبری کوی۰۰۰ والسلام

  5. shakier Reply

    وروره ذبیح الله مجاهد ددی خبری توان نلری چی دا دچاکاردی اوچاکړی دی ځکه دوی خپله تروړیو غرق دی دوی دخپل ورور دوږلو اومرګ ته پریږده چی دخپل ورورانطقام واخلی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *