Categories

اعلان

Loading…

جلال د مینې او ښکلا شاعر/ عطاءالله خان حیران

د شاعرانه تخيل د اظهار لپاره غزل ترټولو ښه صنف ګڼل شوی دی او د تفکر لپاره بیا نظم جلال امرخيل هم دخپل شاعرانه تخيل د اظهار لپاه ر د غزل صنف خوښ کړی دی، مينه جلال امرخېل دخپل شعر مضمون ګرځولی دی او په خوږو جادوګرو الفاظو یې د خپلې مینې عکاسي داسې کوي، بنده داسې محسوسوي چې ګنې دا هرڅه له ده سره هم شوی؟ غزل یې په داسې محتوا ښکلی کړی دی چې بنده په کې خپل تصویر لیدی شي که چېرې په یوغزل کې د خپل زړه تصویر ولیدی شي نو هغه په همغو زړونو ښه اغېزه کولی شي.

بل د جلال د غزل ښکلایې چې څوچنده کړې ده هغه په غزل کې د هغه ساده توب یانې په ډېرو ښو الفاظو یې او په زړو الفاظو کې یې نوی فکر نوی خیال ځای پرځای کړی دی چې همدې ته ادب پوهان نوښت وايي دجلال امرخېل په غزل کې داسې اړپیچلې الفاظ داسې ګونګې کلمې نه ترسترګو کېږي بل شعر سره یې مینه کړې ده هغه په دې مانا چې په زور یې نه دی لیکلی او بل په تکراري فکر یې تکراري شوخند نه دی وهلی په تکراري فکر یې نوی شخوند ته نوښت ویل کيږی او دا کار امرخېل په ښه توګه کړی دی.

که یوڅوک د امرخېل د غزل جسم ته ګوري نو نوی شی په کی نه شي لیدای او دانه چې دامرخېل په شعر کې یې نه شي لیدی د هیچاپه شعر کې یې نه شي موندی خو کله چې د شعر روح ته ننوځې نو بیا امرخېل درته یو نوښتګر شاعر بريښي د شعر روح د شعر محتوا ده او هرشاعر چی مطالع کوئ نو ښه خبره ده چې د شعر روح ته یې پام واړول شي.

جلال له خپل فن نه مطمین نه دی د کله هم خپل فن بشپړ نه دی ګڼلی څه چی دی لیکی د خپل د فن اغاز یې بولي نه انجام نوځکه یې شعر ورځ تربلې ځوانيږی.
همدا ډول جلال هم دوه ټولګې شاعري کړې ده او دخپل محبوب ستاینه او صفات یې په کې کړي دي ډول ډول تشبیات یې ورته کارولي دي خو اوس هم نه دی مطمین اوس هم دی په دی تلاش کې دی چې په نوی رنګ یې ستاینه وکړي او په څورنګه یې ورته دخپلې مینې اظهار کړی دی خو ناهیلی شوی نه دی د ناهیلۍ څرکونه یې په شعر کې په نشت حساب دي.

دخالق په دې ښکلي نړۍ کې جلال ته یواځې خپله معاشوقه ښکاري هغه نورڅه نه ویني هغه داسې فکر نه دی کړی او په دغه وخت کې سړی داسې فکر نه شي کولی چې دا هرڅه ویل به که بل څوک لولي څه فکر کوي؟ دی پرته له شعر نه بله لار نه ویني چې د خپل زړه خبره تر محبوبه ورسوي بله وسیله دی په لاس کې نه لري یواځې امرخېل نه د ټولو فنکارانو د فن په هکله یو تصور موجود دی شاعر خپله واضحه نظریه د لفظونو په ذریعه څرګندوي او د شعر جامه وراغوندي او خپل مخاطب ته خپل پیغام له دې لاري رسوي د انساني تجربو اظهار ته فن ویل کیږي او امرخېل په خپل شعر کې د خپل ژوند تجربې یې په ماهرانه انداز ځای په ځای کړي دي د امرخېل شاعري د هغه په تجربو ولاړه ده ډېره کمه شاعري د هغه په خاطرو څرخي.

د جلال په شعر کې مینه او ښلا داسې غاړه غړۍ دي لکه څنګه چې ښايي، که دامرخېل دواړه ټولګې یواځې د خپلې محبوبې ستایل دی ډېره کمه برخه شاعري په نورو موضعاتو باندې څرخي ولې د خپلې محبوبې بار بار ستایل ولې تل هڅه کوي شاعر چې په نوي او ښکلي انداز خپله معشوقه وستایي ولې تل انسان د ښکلا په لټه کې وي ولې انسان په ښکلا نه مړيږي ترټولو مهمه خبره دا ده. زه هم غواړم چې په همدې باندې خبرې وکړم چې ولې په ښکلامړیدل نه شته، نو پردې اساس ویلی شم کله چې الله ج روحونه پیدا کړل او ټول یې سره راټول کړل الله ج ورسره خپله خبرې وکړې له همغه وخته روحونو دالله ج خوږ او ښکلی غږ اوریدلی دی ترهغې چې همدا غه انسان یوځل بیا د الله ج غږ په خپلو غوږونو وا نه وري همداسې به د ښکلاپه لټه کې وي یوشي په سې به ورته بل شی ښکلی ښکاري په یڅ شي به یی د ښکلا تنده نه ماتيږی یو شی به ورته نن ښکلی وی سبا ورته تکراریږی خوند به نه ورکوي نو همدلته ده چې انسان مجبوره دی چې بار بارمین کيږي باربارزړه بیلي کله ورته یوشی ښکلی کله ورته بل شی ښکلی ښکاري بل د شاعر هم تسکین نه کیږی کله چې شاعر د خپلې محبوبې په ستایلو او یا د یوه غزل په لیکلو زړه ته داتسکین وشو چې څه یې غوښتل او د څه شې په لټه چې و همدا و نو دغه شاعربیا شاعري نه شي کولی ځکه هر شاعر یوشعر لیکي هغه شعر که د ژوند په اخرو کې ولیکه که یې ترمرګه ونه لیکه او که یې په لومړیو کې یې ولیکه که چاهم دغه شعر ولیکه بس نور یې شعري استعداد وژل کیږي نور بیا شاعر شعر نه شي لیکلی او که یی ولیکه هم نو خورا بې خونده به وي چې دی به هم ورنه خوند نه شي اخستی پاتې نور کسان.

لکه څرنګې چې استعداد یو فطري شی دی نو امرخېل فطرتا شاعر دی که دی شاعر هم نه وی نو له خویه او رنګه به لکه د شاعر داسې ښکاريده کله چې د امرخېل شعرونه لولې هغه سړی ورنه تر بل چا ډېر خوند اخستلی شي چې له جلال سره له نیژدې نه پيژني او دده له خوی سره بلدوي خو یو شی دی چې په شعر کې ډېر شخ دی کله چی نوموړي ته خپل غزل اوروې نو په ځينو بیا له شرمه یوموټی شي.

ځینې وخت خو د خپلې اورنۍ مینې په یاد کې هرڅه هیرکړي او یواځې خپله محبوبه په یادوي ځينې وخت بیا یې دهېرولو په هڅه کې شوی دی دلته هم پاتې راغلی دی بیا یې ورته لاس په دعاشوی دی او خپله مسافري ورته په دې موخه وریادوي چې د دې زړه ورباندې وسوزي.
کله چې دامرخېل دویمه ټولګه لولې نو بیا خو بیخې درته د جمال او کمال شاعر مالوم شي هغه کمالوه چې ده په خپله خیالي نړۍ کې کړي دي نو د انسان ورته د حیرت ګوتې په خوله شي.

کله کله چې مینه د انسان روح ته ولیږدول شي بیا په انسان هرډول کانې کوي بیا انسان په خپلواکه توګه په خپل واک کې نه وي بیا انسان د یوې جذبې په واک کې شي بیا دجلال غوندې شي بیا دخوب اجازه د ژوند کیلی هم له خپل محبوب نه غواړي بیا دغه وخت شاعر ځانته په ورځ کې شپه هم جوړولی او شي او شپه ځان ورځ کولی هم شي لکه جلال چې په خپل یو شعر کې خپل یاره ته ځان ماشوم کړی دی په دی بهانه چې ځان ته یې نیژدی کړي بل ځای ورته وايي چې ته ويښه یې نو زه څنګه ویده شم ته سترګې پټې کړه چی ماته خوب راشي خو هره چپړوسې چې د شاعرله وسې وشي کوي یې نو کله چې مینه دانسان روح ته نه وي لیږدول شوی هغه انسان په خپل کنټرول کې وي هغه وخت انسان خپلواک وي کله چې مینې روح ته لار وکړه بیا انسان مینه مینه شي او بیا هرڅه ورته مینه مینه ښکاري بیا دمینې هغه لوړمقام ته ورسیږي چې په هرڅه کې ورته خپله محبوبه ښکاريږي لکه جلال چې خپل ټول ژوند اوس دهغې په رخسارکې ګوري او هرڅه یې دهغې نه لوږي کړي او د خپل ژوند بقا دهغې په ژوند کې ګوري.
کله چې جذبات کنټرول شي کله چې د عقل له خوبه پاڅي او مینه درنه دلږوخت لپاره څنډې ته شي نو بیا دغه وخت حقیقت خپل ځان څرګند کړي چې څه شوي او څنګه وشو ترهغې چې دمینې جذبه همداسې دانسان په ړزه واکنه وي نو دهیڅ سود اوزیان اندازه انسان ته نه شي لږیدی.

په دغه شان اړپیچلي حالاتو کې شاعر له خپلو خیالاتو سره په کش مکش کې خپلې معشوقې ته پرته د خپلې مینې او درد له اظهاره بله لار نه لري نو جلال هم چې په دغه اړپیچلي حالاتو کې راښکېل شوی نو یې له خپل فرمول نه کار اخستی دی خپلې مینې ته په مینه مینه د اخپلې مینې اظهار کوي په زړه باندې دواړه لاسونه ایښودي دي او جانان کوڅه کې ولاړ دی ورته وايي دزړه له درده مې خپل زړه په لاس کې نیولی دی په داسې حال کې چې نه غواړي دهوس باد یې د عشق هنداره خړه کړي کله کله خوچې ډېر ورته په جذباتو کې راغلی دی وراته وايی چې لکه دمور راباندې ګرانه یې په داسې حال کې چې جلال خپله معشوقه له هرڅه سره تشبیه کړې ده ولې دلته دمورکلمه نو شاعر په مینه کې ډيرصداقت نه کار اخلي کله چې سړی مسافرشی او بیا یی چې واده نه وکړي هغه ته ترټولو لومړی مور یاديږی نو شاعر فکر کوي چې لکه څنګه چې دی دی همداسې به نور هم وی نو جنون یې دې حد ته رسیدلی دی چې داخبره يې له خولې ورته وتې ده
ددې ترڅنګ د امرخېل په شعر کې تصویر ډېر په زړه پورې دی ډېر حقیقت ته نیژدې کوم تصویرونه چې امرخېل په خپل شعر کې دخپل غزل لپاره کارولي دي ډېرای داسې دي چې د ډېرای انسانانو تجربوپورې تړلي دي
بل تصویر ونه یې نوي په زړو رنګونو لمبولي او زاړه یې په نوي رنګونو چې دې کمال یې غزل ته له ډېره ښکلا وربښلې ده

د غزل ترڅنګ یونیم وخت یې نظم ته هم دخیال ځینه ایښودی ده خو هغه شان بریلی نه ښکاري لکه په غزل کې چې دی جلال امرخېل خپله تبه که د شعر په هرصنف کې وګوري د غزل غوندې ښه صنف ددلپاره هیڅ شی نه شي کیدی.
په ځوانو شاعرانو کې امرخېل بیله لار لري د شعر لپاره خو یې ځینې وخت داسې خوندوره وتره زمکه غوره کړي وي چې بنده ته د غزل خوند په څوچنده کړي بل د امرخېل مسافرۍ ا وهېواد او کورنۍ نه لرې والي او مینې یې غزل ته ښه رنګ او ښکلا وربښلې ده.

ځینې شعرونه یې خلکو ته نقل ښکاري خو داسې نه ده الفاظ د ټولو نقل دی مفهوم مهم وي په شعر کې کله چې الفاظ نوي وي اومفهوم نقل شعر نقل ګڼلی شو چې الفاظ زاړه وي او مفهوم نوی دانقل نه شي کیدی ځکه چې د شعر روح مهم دی او مفهوم د شعرروح ګڼل کيږي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *