Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا په ۵ ولسوالیو اوسیموکې وړیا کورسونه

۲۵ / ۱۱ / ۱۳۹۲

خبریال:همت راحل

په پکتیکا کې  د اورګون د ځوانانو د فرهنګې ټولنې مشر یعقوب خان منظور وایي چې تر راتلونکې پنجشنبې پورې به ددې ولایت په پنځو ولسوالیو او سیمو کې دکمپیوټر او انګلیسي ژبې وړیا کورسونه پیل کړي .

ددې ټولنې مشر ښاعلی یعقوب خان منظور وایی چې دا ښوونیزمر کزونه به د اورګون، سروبي ،ګیان ، پیرکوتي اوسروضې په ولسوالیوکې دلسو تکړه او مجربو ښوونکو له لوري پرمخ وړل کیږي دده په خبره چې په دې ښوونیزو مر کزونو کې به د ۱۰۰۰ په شاه وخواکې زده کوونکي زده کړې کوي.

د نوموړي په خبره هغه زده کونکي چې ددې ټولنې غړیتوب لري هغوی ته لمړیتوب ورکول کیږي.

ده زیاته کړه چی دا پروګرام اوسمهال د څلورو میاشتو لپاره په لاره اچول شوی.خو ده وویل چې د پکیتکا د پوهنې ریاست د مسولینو څخه یې ډاډ تر لاسه کړی چې ددې پروګرام په غځولو کې ورسره مرسته کوي.

ددې ټولنې یو تن مخکښ غړی صورت خان ځدراڼ وایي چې یادې ټولنې په اورګون کې پخوا هم د پوهنې د کچې د لوړولو په موخه د ښونځیو سره مرستې کړي ده وویل چې اوسنی پروګرام دکمپیو ټر او انګلیسي ژبې زده کړي هغو مینوالو ته دا زامینه برابره وي چې غواړي پدې برخه کې زده کړې وکړي خوتر اوسه ورته دا زمینه نه و برابره شوي او اوس به وکولی شي چې په ښه ډول زده کړوته دوام ورکړي .

د نوموړي په خبره چې ددټولنې رهبري په سیمه کې د تعلیم ټیټ کیفیت درک کړی چې په خبره یې دټولنې دا نیک ګام اوچت کړی.

د اورګون یو تن اوسیدونکی رحمت مخلص هم ددې ټولنې له دې ګام څخه هر کلی کوي او زیاته یې کړه چې د هغو کورنیو لپاره چې اقتصادي وضیعت کمزوری دی او ماشومان یې د زده کړو څخه محروم پاتي شوي ښه زمینه ده چې په وړیا توګه ورباندې زده کړه وکړي.

دا پداسې حال کې چې یادې ټولنې له دې وړاندې هم په دریو پړاونو کې د اورګون ولسوالۍ ټول ښونځي په میزونو،چوکیو،فرشونو،الماریو،او ځینو نورو درسي توکو سمبال کړي دي.او ددې تر څنګ یې د بیلا بیلو سیمو له جوماتونو سره هم د برښنا،لوډسپیکرو،او فرشونو مرسته کړې.یاده ټولنه اوسمهال په پکتیکا کې تر ټولو تولنو فعاله ټولنه بلل کیږي چې د غړو شمیر سلهاوو تنو ته رسیږي.

196 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2