Categories

اعلان

Loading…

د کوچیانو مشرانو له زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ

په هېواد کې کوچیانو شاوخوا ۴۵ قومي مشرانو او پياوړو شخصیتونو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر زلمي رسول له انتخاباتي ټیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغو مشرانو نن پنجنشنبې د سلواغې په ۲۴مه د ولسمشریزو ټاکنو له مخکښ نوماند ډاکټر زلمي رسول سره د هغه په کور کې ولیدل او د ۱۳۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

له ډاکټر زلمي رسول سره د دغې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د ولسي جرګې وکیلې حميده احمدزۍ وویل، ډاکټر زلمی رسول، د هغه ټیم او د اعتدال، برابرۍ او رغونې تګلاره کولی شي، چې افغانستان له ۲۰۱۴ کال وروسته پر مثبت لوري بوځي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي او قومي مشر یوسف صابر هم له ډاکتر زلمی رسول څخه د ملاتړ د اعلان پر مهال وویل، دوی باور لري چې د اعتدال د ټیم تګلاره به هیواد ته د سوکالۍ او ثبات نوی او تلپاتې زیری راوړي.

د کوچیانو له قومي مشرانو سره په خبرو کې ډاکټر زلمي رسول خوښي وښوده او زیاته یې کړه، په راتلونکو ټاکنو کې له ده سره د کوچیانو د پراخ نفوس ملاتړ دا یقیني کړه چې بریا به د اعتدال د ټیم په برخه وي.

10 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *