Categories

اعلان

Loading…

د نصیر احمد احمدي نوی ناول جُوجُو چاپ شو

جُوجُو د نصيراحمد احمدي نوی ناول دی چې په دې وروستيو کې په جلال اباد کې د مومند خپرندويه  ټولنې لخوا ٢٠٠٠ ټوکه چاپ شو. دا ناول ( ١٢٧ )  مخه لري. جُوجُو يو تخيلي داستان دی. په دې ناول کې له  يوه ستوري ، د  جُوجُو په نوم يو تخيلي موجود ځمکې ته راځي، په افغانستان  کې يو کلی پيدا کوي او د افغانانو د ژوند په ځينو اړخونو تحقيق کوي. ده ته هر څه نوي وي، پوښتنې ورته پيدا کېږې، ستونزې وينې، حيرانه کېږي او د خپلو پوښتنو په حل پسې ګرځي.

په دې ناول کې ښودل شوي چې افغانان کومې ستونزې لري او لا اوس هم د ځينو ناوړو رواجونو تر سيوري لاندې ژوند کوي. د ناول ژبه، تصوير، جوړښت او کيسې په زړه پورې دي او لوستونکی تر پايه ورسره وړي. ويې لولی او خوند ترې واخلئ.

93 total views, 2 views today

1 comment

  1. mohammad basit Reply

    سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم د تاند ویب پاڼی چلونکو ته او بیا ښاغلی احمدی صاحب ته ، ښاغلی ډیر په زړه پوری ناولونه لیکی زما یی هر یو ناول خوښ دی (یوه خبره درته وکړم ، اغزن سیم …)اوداسی نور ،
    لیکن دا اوسنی ناول یی چی لیکلی دا له کوم ځای څخه داونلود کولای شو ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *