Categories

اعلان

Loading…

د کابل- غزني د لارې د امنیت د ساتلو ډاډ ورکړای شو

د اسلامي نړۍ ثقافت د مرکز په توګه د غزني ښار د پېژندلو د مراسمو په موخه به د کابل ـ غزني لویه لارې امنیت په بشپړ ډول خوندي وي.

دغه ټکی د میدان وردګو ولایت امنیتي شورا،چې د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ  نن (پنجشبنه) جوړه شوې وه،وکړ او زیاته یې کړه،په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ غزني لویه لاره به د اسلامي نړۍ د ثقافت د مرکز په توګه د غزني ښار د پېژندلو د مراسمو پر مهال به د هغه کسانو په موخه،چې په یادو مراسمو کې ګډون کوي،په بشپړ ډول خوندي وي.

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل:  هڅه به وکړي،چې له یادو مراسمو له پیل کېدو څو ورځې وړاندې په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ غزني پر لویه لاره د لویو اکمالاتي کاروانونو پر تګ راتګ بندیز ولګوي.

ده ټولو امنیتي ارګانونو ته هم سپارښتنه وکړه،چې د یادو مراسمو ترسره کېدو لپاره،سره له نن څخه د کابل ـ غزني په لویه لاره ګزمې شروع کړي او د دغه ولایت د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ مرکز ته لارښوونه وکړه،چې پر یاده لویه لاره د جوړو شویو پوستو او ګزمو څارنه وکړي .

په همدې حال کې د یادې شورا غړو د درې سوه دریم تندر قول اردو قوماندان،د OCCR  قوماندان،د ولایت امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس او نورو مسؤلینو ژمنه وکړه،چې د یادې لویې لارې امنیت په ساتلو کې به نورې هلې ځلي هم وکړي.

دوی ژمنه وکړه،چې د یادو مراسمو د ترسره کېدو په موخه د لویې لارې د امنیت ترڅنګ به د راتلوونکو ټولټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه به هم په دغه ولایت کې د امنیت د لا خوندیتوب هلي ځلي وکړي .

عطاالله خوږیاڼي

د میدان وردګو ولایت ویاند

236 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2