Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا کې د نوري فایبر اوسلام تري جي شبکې ګټي اخسیتني ته چمتو شوې

محمدالله همت یار: پکتیکا –

د پکتیکاولایت په مرکز ښرنه کې دنوري فایبر اوسلام تري جي دولتي انټرنیټي خدمتونو په فعالیت پیل وکړ.

دیادو شبکو دپرانیستې په مراسمو کې دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین ، په ولسې جرګه کې ددې ولایت دخلکو استازې ناجیه بابکرخېل، دپکتیکا والي محب الله صمیم ، دیادو شبکو مسؤلینو او نورو چارواکو برخه اخیستې وه.

دمخابراتو وزیر امیرزي سنګین دپرانیستې په مراسمو کې وویل، پکتیکا دغزني،پکتیااوخوست ولایتونو له لارې په نورې فایبر ونښلول شو.

نوموړي زیاته کړه، دغه ولایت ته  دنوري فایبر انټرنیټې شبکې پروژه د تېرو درېیو کلونو  په ترڅ کې بشپړه شوه.

سنګین زیاته کړه ((ددې ترڅنګ سلام تري جي شبکه چې تېره اونۍ دجمهور رییس کرزي له لورې په کابل کې پرانیستل شوه، سر له نن څخه پکتیکا ولایت هم ددې شبکې له خدمتونو څخه برخمن شو.))

دوزیر په خبره ، یاد خدمتونه اوس مهال یوازي په مرکز ښرنه کې فعال دي ، او په نږدې راتلونکي کې به دپکتیکا نورو ولسوالیواوسیموته هم وغزول شي.

دپکتیکاوالي محب الله صمیم په دې ولایت کې دیادو انټرنیټي اسانتیاوو رامنځ ته کېدل لویه لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي دمخابراتو وزارت څخه قدرداني څرګنده کړه ، چې ددې ولایت دوګړو لپاره یې دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژي په  برخه کې دپام وړ کارونه ترسره کړي دي.

دپکتیکا دمرکز اوسېدونکۍ عبدالقدوس وايي چې، په پکتیکاکې ډېری خلک انټرنیټ ته لاس رسی نه لري، او په دې برخه کې له لویې ستونزې سره مخ وو.

نوموړی زیاتوي، دسلام تري جي او نوري فایبر شبکې څخه په استفادې به ډېری وګړي دانټرنیټ خدمدمتونو څخه برخمن شي.

دیادلو وړ ده، چې دوه کاله وړاندې دانټرنیټ تري جي شبکې په افغانستان کې په فعالیت پیل وکړ، اوس مهال دهیواد شاوخوا دوه میلیونه وګړي  دانټرنیټي خدمتونوڅخه ګټه اخلي.

72 total views, 3 views today

1 comment

  1. گلاب شاه Reply

    دیادولو وڑ ده چی………. د یا دولو وڑ خو دادہ چی شا وخوا به می په شلو سایٹو نو کی دا خبر اوریدلی وی خو له بده مرغه یو زای می هم و نه موندل چی دا نوری فایبر سنگه کار کوی او د نور انٹرنیٹ سره لکه DSL سه توپیر لری.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *