Categories

اعلان

Loading…

٤٣ ميله بېلابېلې وسلې ډاياک پروګرام ته وسپارل سوې

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

نيټه ٢٣.١١.١٣٩٢

کندهار افغانستان – د افغان ملي پوليسو له خوا تېره ورځ ۴۳ ميله بېلابېل ډوله وسلې، چي د تېرې مياشتې په اوږدو کي د بېلابېلو عملياتو پر مهال د پوليسو له خوا تر لاسه سوې وې، ډاياګ پروګرام ته وسپارل سوې.

يادې وسلې چي ١٠ ميله راکټ انداز، ٢٣ ميله کلاشينکوفونه او لس ميله توپنګچې پکي شاملي وې، د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي له خوا د ډاياګ يا بې وسلې کولو د پروګرام مسوول جنرال عبدالقيوم پوپل ته وسپارل سوې.

جنرال عبدالقيوم پوپل يې په اړه يادونه وکړه چي په يادو وسلو کي ٨٢ ملي متري توپونه هم شامل دي چي له فعاليته لوېدلي او غير فعال دي.

تر دې وړاندي هم د امنيه قومندانۍ د پوليسو له خوا سلګونه ميله سپکي او درنې وسلې چي له وسلوالو مخالفينو څخه د عملياتو پر مهال نيول سوې وې د ډاياګ پروګرام مسوولينو ته په رسمي ډول سپارل سوي دي.

60 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *