Categories

اعلان

Loading…

افغان امنيتي ځواکونو ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او ۶ طالبان ونيول

د کندهار ولایت مطبوعاتي خبرپاڼه

نيټه ٢٣.١١.١٣٩٢

کندهار افغانستان-  افغان ملي اردو د تېرو څلور ويشت ساعتونو په اوږدو کي د چاڼيزو عملياتو پر مهال د څلورو تنو وسلوالو مخالفينو د وژلو او شپږو تنو د نيولو تر څنګ ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.

ياد چاڼيز عمليات چي د کندهار  د ميوند او پنجوايي ولسواليو تر څنګ د زابل ولايت په ځينو سيمو کي تر سره سوي پر مهال يې ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، يو ميل پيکا، ١٠٠ فيره د پيکا مرمۍ، ٣٥٠ فيره د کلاشينکوف مرمۍ، ٥٠ فيره د دهشکې مرمۍ، دوه فيره د راکټ مرمۍ، ٤ کړۍ ماينونه ، ٢٠ دانې د ماين کانچې او ٧ دانې لاسي بمونه نيول سوي.

نوموړي عمليات چي د راتلونکو ټولټاکنو پر مهال د امنيت ټينګولو په موخه تر سره سوي په ترڅ کي يې د افغان ملي اردو د ځواکونو له خوا څلور تنه وسلوال مخالفين وژل سوي او تر څنګ يې له نيول سوو وسلو او چاودېدونکو توکو سره د تړاو په تور شپږ تنه وسلوال نيول سوي هم دي.

افغان ملي امنيتي ځواکونه په خپل ټول وس او توان هڅه کوي چي د کندهار ښار تر څنګ په ليرو پرتو ولسواليو کي هم خلک په خلاص مټ او سوله ييزه فضا کي د ټولټاکنو په پروسه کي برخه واخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *