Categories

اعلان

Loading…

د اغا بابا (استاد محمد صديق پسرلى) سره زما خاطرې/ فريبا پسرلۍ

له « اغا بابا» سره ما تر هغو نه پېژندل چې له ايمل پسرلي سره مې کوژده نه وه کړې. تر کوژدې مخته مې فقط دومره اوريدلي و چې د ايمل پلار شاعر دی، ليکوال دی او مشهور سړی دی. ما په پوهنتون کې کمپیوټر ساینس ویلی دی او تل مې داسې فکر درلود چې شاعران تنها د زلفو ذکر کوي او خیالي دنیا جوړوي. که رښتیا ووایم ما له شعر سره دلچسپي نه درلوده. له کوژدې او حتی تر واده وروسته مې هم له شعر سره تر ډيرو علاقه پيدا نه کړه.

له اغا بابا سره مې په اول وار په تیلې فون خبرې وکړې. تر هغه وخته مې حتی د دوی عکس نه و لیدلی. مهربانه او داسې څوک را تر غوږ شو لکه له ډيره وخته چې یې پيژنم.

په ۲۰۰۵ کال کې کابل ته ولاړو. شپنه پيدا شوې وه او زه وروسته له ډېرو کلونو کابل ته تلم. په تقریبآ درې کلونو کې مې پر تیلې فون له اغا بابا سره دومره خبرې کړې وې چې نا لیدلی مې هم داسې احساس کاوه چې ډير مې لیدلی دی.
خو مخامخ مې دغه اول وار و چې لیدی، اغا بابا مې په کور کې ولید. داسې یې راسره ولیدل لکه د کلونو کلونو شناخته چې سره ویني. هیڅ احساس مې ونه کړ چې یو څوک په اول وار وینم. د کور د ټولو غړو پوښتنه یې وکړه. خو په نورو مسایلو کې به یې تر هغو خبرې نه کولې چې سوال به مې ترې نه و کړی. ما احساس وکړ چې شاید ماسره داسې دی خو یورګانو راته وویل چې له ټولو سره همداسې دی.

لوی پنډ پړونی مې په کابل کې په سراوه، ما ویل شاید اغا بابا به مې بې له هغې ښه ونه بولي خو یور مې راته ویل اغا بابا مو پر جامو او پړوني څه نه راته وايي.

ما فکر کاوه چې زه د شعر او ادبیاتو سره دلچسپي نه لرم نو اغا بابا به راسره د خبرو موضوع نه لري. خو اغا بابا سره چې به مې په کومه موضوع خبرې شروع کړې داسې به یې کولې لکه همځولې چې یې یم، پوره احترام او مساوي حق مې احساساوه. په کور کې یې له ټولو سره ټوکې کولې، څوک یې تر ځان کښته نه بلل.

عمومآ به په خپله خونه کې پر کټ ناست و. کتاب یا اخبار به یې لوست. که به هر څوک ورغلل، مطالعه به یې پرېښوده، خبرې به یې ورسره شروع کړې. شپنې په اخري وار ورڅخه د دویم جهاني جنګ پوښتنې کولې. ما به شپنه منع کړله چې اغا بابا په عذاب نه شي خو اغا بابا به ویل : یه مه کوه.

له شپنې او برمل سره یې سم مجلس کاوه. له کوچینیانو سره یې ډيره مینه کوله. وروسته پوه شوم چې که به کوچنیان خپل و که پردي پر اغا بابا ښه لګېدل او مینه به یې ورسره داسې کوله لکه د زړه ټوټه چې یې وي.

د نصحیت کولو عادت یې نه درلود خو چې کله به مې په کومه موضوع وغوښتل چې مشوره راکړي داسې به یې راته وویل لکه د پوهنتون استاد چې به د یوې موضوع دوه اړخونه مخ ته راته کېښودل او فیصله به یې موږ شاګردانو ته پرېښوده چې کومه برخه انتخاب کړو.

څو میاشتې وړاندې چې مې په وروستي وار د دیدن نصیب سره وشو پوښتنه مې ځینې وکړه چې شپنه او برمل څرنګه تربیه کړم. جواب یې حیرانه کړم:

«زموږ خلک وايي اولاد د پلار نیکه غوندې وروزه، خو دې ته یې پام نه وي چې د پلار نیکه زمانه او اوسنۍ زمانه سره جلا ده. کوچینیان له خپل عصر سره سم روزل غواړي. خپله ژبه یې باید زده وي او تعلیم ته یې توجه پکار ده»
په وروستیو وختونو کې مې د اغا بابا شعر ولوست. فکر کوم چې د شعر په حصه کې یې هم زما نظر بدل کړ. په ځینو شعرونو کې یې فکر او شخصیت وینم. شعر یې یو سایکلوژیکه ارامتیا راکوي او پر ژوند مې ژور فکر ته مجبوره کوي.

26 total views, 1 views today

12 comments

  1. ګنډېری Reply

    زه وایم چې د آغلې فرېبا تخلص باید پسرلۍ نه بلکه پسرلی وای. ما تر اوسه پسرلۍ ټکی نه دی اورېدلی، او سربېره پر دې، نوموړې چې دا تخلص کوي ښاغلي ایمل ته په نسبت سره یې کوي او په داسې حالت کې د ښځې تخلص نه ښځینه کیږي یعنې په کار وه چې فرېبا پسرلی وای. بل ټکی دا چې فرېباجانه چې داسې لیکل کوي بیا خو له دې سره عدل نه دی شوی چې تر اوسه پورې یې لیکل نه کول، یا دا چې ما به یې تر اوسه لیکل نه وی لیدلي. په هر حال، یوه ګټوره او خوندوره اضافه ده چې د ستاینې وړ ده.

  2. Haroon Reply

    دعدل او أدب دكه ليكنه وه)د گران وطن فعل استاد أر وأشاد صاحب عدلانه خاصيتونه پكشي كي ذكر سوي وه مننه

  3. اکسير Reply

    نه يوازې د پسرلي بابا له کورنۍ بلکې له هر چا چې له پسرلي بابا سره خاطرې لري، ترې غوښتنه کوو چې خپرې يې کړي. تشکر

  4. توریالی Reply

    ډېره ښه لیکینه ده، خیر یوسې.

  5. dost mohammad Reply

    هغه کوم شعر ؤ چې تاته یی ویلی و مهربانی ویی لیکه .ستا خاطرو دیر خوند وک، تر ټولوزیات اخری خبری چې د اولادو دی باید خپله ژبه یاده وي

  6. Hassibullah Haidary Reply

    der pa zra pori khoday di jananatoona war pa barkha ki da tolo maro aw shahidano sara
    waqeyan dera jaleba kisa wa

  7. میرویس احمدی Reply

    ګرانی خورکی ډیر په زړه پوری خاطرئ مو سربکسي کړی
    الله دس مشر پسرلی صیب وبښي زما پلار جان یی هم ډیر يادوي

  8. ګل یوسفزی Reply

    مه غواړه ابرو په عالیجاهو کې
    پورته منزلونو ته نم نه خیژي

  9. فدا نظري Reply

    فریبا جانه رشتیا وایي استاد پسرلی ډیر لوړ شخصیت و. خدای دی روح ښاد لري
    .
    فدا نظری

  10. ریحان Reply

    د ارواښاد پسرلي بابا خاطرې که د هغه دوستانو یا دکورنې غړو سره وي، هیله ورڅخه کوم چې نشر یې کړي.
    درنښت

  11. داكتر عزت الله مشفق Reply

    استاذ دي خداي وبخشي واقعا چي تشه به يي دكه نشي هره خبره يي دكاني كرشه وه زه به چي كابل ته لارم خامخا به يي حنگ ته ورتلم يوعالم خبري مي تري زده كري دي دير شه سلوك يي لره داسي يي نه شوده چي زه خان يم په داسي حال كي چي مادي اومعنوي خان وو

  12. zoya hela Reply

    ” تعصب مرض دی ،خودخپلې نیمګړتیا پوره کول دهر چا وظیفه ده، ماچې دپارسي شاعري په پښتو شاعرۍ بدله کړه، دتعصب پکې لاس نه ؤ بلکې فکر مې وکړ چې د پارسي په دومره لویه ګنجینه هیڅ هم نشم اضافه “کولای ،پښتو له پامه لویدلې ژبه ده باید پښتو ته کار وشي ، ګوندي په پښتو کې څه وکړای شم

    اروښاد محمد صدیق پسرلی

    تاند ، درنو لوستونکو او اغلې خور فریبا جانې ته سلامونه او نیکې پیرزوینې
    ګرانې خور فریبا جانې ! ستاسو دزړه خواله چې البته د اروښاد بابا سره د مینې او درنښت یو ثبوت هم دی ، ما په همغه لمړۍ ورځ ولوستله ،خو ما فکر کاوه چې شاید زمونږ نورې خویندې چې د اروا ښاد بابا د شاعرۍ او لیکوالۍ سره ډیره اشنایي لري ، تاسو سره به درد شریک او د اروا ښاد بابا په اړوند خبرې وکړي ، چې همداسې باید هم شوي وی ترڅو د نورو خویندو په معلوماتو کې هم یو څه ډیر شوي وی ، خو له بده مرغه چې زمونږ لوستې خویندې اصلأ په ټولنه کې لکه څنګه چې باید وي برخه نه اخلي .که په تاند کې د تبصرو نه ډه ډه کول پدې مانا وي چې دلته یوازې زمونږ ورونه لیکنې کوي او دوۍ ویریږې چې د کومې خرابې خبرې سره مخ نشي ؛ نو بښنه غواړم خو په یوټیوب او فیسبوک کې خو ماشاءالله ډیرې په زړورتیا سره دکلمې او لیکنې کوي . په هر صورت زمونږه هغه خویندې چې قلم کارولی شي ، باید په دې پوه شې چې په هر اړخیزه ډول د خپلې غم لړلې ټولنې په ټولو چارو کې برخه اخیستل د دوۍ فرض دی . دامې ځکه وویل چې زه پخپله د ارواښاد بابا د شاعرۍ سره دومره اشنا نه وم ،او که ریښتیا ووایم د بابا د مرګ نه وروسته مې د هغوۍ (بابا) په باره کې مې ولوستل ، چې لکه دا خبره چې زمونږ د ژوند د ډیرو چارو سره تل ملګرې وي (کاشکې) ؛نو دلته هم وایم چې کاشکې ،چې ما اروا ښاد بابا مخکې پیژندلی وی . ما به خامخا هڅه کړي وی چې د بابا نه دا پوښتنه وکړم چې : په پښتنه ټولنه کې د ښځو مسولیت ،د خپلو اولادونو د روزنې ، داسلامي روایاتو او پښتني دودونو د پلی کولو ،او د خپلې ژبې په پرمختګ کې څه دی ؟ څرنګه باید خپله ونډه د یادو اوصولو سره سم په ټولنه کې واخلي ، او … خو بیا هم هغه څه چې ما د ارواښاد بابا په باره کې ولوستل او واوریدل تر ډیره زما په اند او واند تاثیر کړیدی . زه پداسې حال کې چې ارواښاد بابا ته د الله تعالی (ج) له درباره د جنت الفردوس غوښتونکې یم ، ټولې درنې کورنۍ ،دوستانو او مینوالو ته یې جمیل صبر غواړم . د اروا ښاد بابا پورتنۍ خبرې هسې خبرې نه بلکه شوي کارونه دی که څه هم بابا ویلي “تر اوسه د دري ادب په هنداره کې د پښتو ادب په سمبالښت لګیا یم . زړه مې غواړي چې په پښتو ادب کې هیڅ نیمګړتیا پاتې نشي ، خو دومره ویلای شم چې د هیلو او عمل تر منځ ډیر لوی واټن وي ” خو زما په اند اروا ښاد بابا تر ډیره خپلې هیلې د عمل منزل ته رسولي دي. په پای کې تاسو درنې خور نه ډیره مننه ،سره له دې چې اقرار کوۍ چې د شعر د نړۍ سره خاصه مینه نلرۍ ،خو بیا مو هم ډیرې ښکلې خاطرې په ښایسته الفاظو د بابا د مینوالو سره شریکي کړیدي . الله تعالی دې وکړي چې ستاسو شپنه د پښتو ادب د پسرلي په شنو ورشو کې د خپل بابا دهیلو ساتونکې او .پالونکې شې

    په درنښت

    زویا هیله شعیب بارګامۍ

Leave a Reply to Hassibullah Haidary Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *