Categories

اعلان

Loading…

په کندهار کي ۵۰۰ ښځینه او نارینه زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې د وړیا زده کړي زمینه برابره سوه

په کندهار کي د شیرزي انستیتوت ادارې د خپلو فعالیتونو په دوام  په لومړي ځل  د شهید عبدالحد خان کرزي په لیسه کي چي په دوراهي سیمه کي موقعیت لري  ۵۰۰ زده کوونکو ته دانګلیسي ژبې د زده کړي اسانتیاوي برابري کړي .

د شیرزي انستیتوت مشر حاجي احمد الله رحمت ددغه څانګې د پر انیستلو په مراسیمو کي وویل چي یاد سوي شمیر زده کوونکي به په وړیا ډول دمجربو ښوونکو لخوا زده کړي تر لاسه کړي  .

د ښاغلی رحمت په وینا ۲۰۰ ښځینه زده کوونکي به دسهار لخوا او ۳۰۰ نارینه زده کوونکي به دمازیګر لخوا د انګلیسي ژبي په برخه کي زده کړي وکړي  .

دشیرزي انستیتوت اداره چي د تیرو یوولسو کلونو راهیسي په کندهار کي فعالیت لري دامهال ۲۰۰۰ ځوانانو ته چي ۴۰۰ يي ښځي دي د انګلیسي کمپیوټر ژونالیزم او منجمینټ په برخه کي زده کړي ورکوي  .

دا اداره د ننګرهار د پخواني والی ګل اغا شیرزي په شخصی مالي مرسته حمایه کیږی.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *